پز پرې کړي که شرم لرلای نو د چړې نوم به یې نه اخست

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 3517
انجیر ذکریا ـ هالنډ
دخبریدو نیټه : 2005-08-26

  

څوورځي مخکي د افغانستان د مالیې وزیر ښاغلي انورالحق احدي روسیې ته یو کاري سفر وکړ . ددغه سفر اصلي موخه پر افغانستان دروسیې د پورونو د مسئلې څیړل وه .دغه پورونه ، چي لویه برخه یې پر افغانستان د شوروي د پوځي تیری نه وروسته د هغه وخت د ګوډاګي رژیمونو په وخت کي د پوځي تخنیک او سامان الاتو د ورکړي له امله ور کړه سویدي ، تشکیلوي او همدارنګه د تیرو ۱۶ کلونو په لړ کي یې ګټه ( سود ) هم پر زیاته سویده . دلته دا هم د ویلو وړ ده ، چي ددغو وسلو او تخنیک د پیرلو (اخستلو ) لست به هم د شوروي مشاورینو لخوا جوړیده او ددوی لخوا به دهغه وخت د وزیر یا صدراعظم لاسلیک هم اخستل کیده او ددوی لخوا به په کابل کي شوروي سفارت ته وړل کیده او کله چي به دغه وسلې او تخنیک افغانستان ته راورسیدل نو تسلیمول به هم دوی . نو هر ډول خرابي او نیمګړتیاوي که به یې لرلې هم ، هیڅ چا دا جرئت نه سوای کولای ، چی مخالفت وکړي . په دې توګه روسانو خپلي ډیري داسي وسلي او تخنیک ، چي اصلاً زوړاو د کاره لویدلی وؤ ، پر افغانستان د ډیرو لوړو بیو په بدل کي خرڅ کړل . وزیرانو او د هغه وخت لوړ پوړو چارواکو خو د هغه د نه منلو حق نه لاره  او که به کوم وطنپال کس پیداسو او مخالفت به یې وکړ نو هغه به ډیر ژر د خپلي دندی نه ګوښه کېده . یعني هر څه دوی خپله کول خو بیه یې اوس له افغانانو نه غواړي .

ښاغلی احدي د رواني میاشتي ( اګست   22 August )  د بي بي سي راډیو سره په یوه مرکه کي وويل ، چي افغانستان نه ددغه پورونو د ورکولو وس لري او نه هم هیله .

زما په آندټول هغه کسان چي ځانونو ته افغانان وايي او د ټولي نړۍ واقعبینه انسانان به د ښاغلي احدي ددې نظر پلوي کوي .

ددغه خبری په اوریدو ، چي روسان ، افغانستان د روسيې پوروړي ګڼي ، ډیر سخت په قهر سوم . آخر سپین سترګي او بې شرمي هم یو حد لري . یو متل دی چي وایي « پز پري کړی که شرم لرلای نو د چړې نوم به یې نه اخست » . نو روسانو خو اوس داسي بیشرمۍ ته ملا تړلې ده ، چي دوی پر افغانستان د پور لرلو ادعا هم کوي .

په همدې فکرونو کي وم ،چي په ۲۰۰۲ م کال کي د ښاغلو ډاکتر عبدالله ، یونس قانوني او قسیم فهیم ځیني څرګندوني مي راپه یاد سوې ، چي غواړم په لنډ ډول یې بیان کړم  :   

دبن د کنفرانس د پریکړو په پایله کي ، چي لنډ مهاله حکومت منځ ته راغی ، نو په هغه کي تر ټولو غټه برخه نظار شورا ، اسلامي جمعیت ، دوستمیانو او د وحدت ګوندونو ته ورکړه سوې وه . په ځانګړې توګه د ولسمشر د مرستیال نه سربیره د دفاع ، کورنیو چارو او بهرنیو چارووزارتونه د نظار شورا په ولکه کي وه . په ۲۰۰۲ م کال کي دغه درې واړه وزیران یعني ښاغلي فهیم ، ښاغلي قانوني او ښاغلي ډاکټر عبدالله مسکو ته سفرونه وکړل او په هغو کي د روسیې د دفاع ، کورنیو چارو ، بهرنیو چارو او بیړنیو چارو د وزیرانو او نورو لوړ پوړو چارواکو سره وکتل او دغو « افغاني » وزیرانو د روسي چارواکو سره ګډ مطبوعاتي کنفرانسونه هم جوړ کړل . کله چي په دغو کنفرانسونو کي ددوی نه پوښتنه وسوه ، چي آیا ددوی په آند افغانستان به دروسیې نه د هغو غراماتو غوښتنه وکړي ، کوم چي افغانستان ته د شوروي د پوځي تیري پر مهال د ورانیو له امله وراوښتي دي ؟ دغو درو واړو « افغاني وزیرانو » او « د افغاني حکومت استازو »  ، د افغاني دریځ څخه نه بلکي د روسي دریځ نه ، دا خبره په ډیره سپین سترګي کول ، چي هغه دولت چي پر افغانستان یې تیری کړی و ، اوس شتون نه لري ، ځکه نو موږ د هیڅ چا څخه د هغو ورانیو تاوان نه سو اخستلای ، چي افغانستان ته د شوروي د پوځي تیري په پایله کي ور اوښتی دی . آیا رښتیا هم هغه هیواد، چي د پخواني شوروي اتحاد مسؤلیت پر غاړه واخلي ،وجود نه لري ؟ آیا روسیه د پخواني شوروي ځای ناستې نه وه  ؟  شوروي خو بړاس نه و ،چي هوا ته ولاړ ، شتمني یې چا ته پاته سوه ؟

د ملګرو ملتونو د امنیت په شوراکي د شوروي اتحاد ځای ، روسیې ته ورسید. په ۱۹۹۱ م کال د ډسمبر په آخره کي د شوروي د ړنګیدو په وخت کي د روسیې د هغه وخت ولسمشر باریس یلڅن اعلان وکړ ،چي روسیه ژمنه ده د شوروي اتحاد ټول مکلفیتونه ، مسئلیتونه او حقونه پر خپله غاړه و اخلي او ټول لاسلیک سوي تړونونه به عملي کوي ، دشوروي په بیلابیلو جمهوریتونو کي د پخواني شوروي ځای پر ځای سوي اټمي وسلي او تخنیک یوازي روسیې ته لیږدول کیږي ، یعني د زروي ځواک په توګه به هم روسیه د پخواني شوروي ځای ناستې وي . د نړۍ په ټولو هیوادونواو د ملګرو ملتونوپه سازمان کي د شوروي اتحاد ټول منقول او غیر منقول شتمنۍ او ودانۍ په روسیې پوري اړه پیداکوي . په ټولو بهرنیو هیوادونو او د شوروي په پخوانیو جمهوریتونو کي ، چي شوروي عسکري تاسیسات ( دوسلو او تخنیک په ګډون )  دی ، نور هغه په روسیه پوري اړه لري . د هغو یو شمیر تر اوسه هم په پخوانیو شوروي جمهوریتونو ( ګرجستان ، اُکراین ، مالدوا ، تاجکستان ، قرغستان او نورو) کي  شتون لري او تر اوسه هم د سترو جنجالونو او ناندریو سبب ګرځي .

پر دې سربیره په ۱۹۹۲ م کال کي د هغه وخت د روسیې ولسمشر باریس یلڅن په رسمي توګه د پولینډ ، هنګري او چکوسلوواکیا د خلګو او حکومتونو نه د شوروي اتحاد د پوځي تیري اوجنایتونو له امله بخښنه  وغوښتله . خود افغانستان په اړوند دا کار هغه وخت هم ونه سو او تر اوسه هم نه دی سوی  او پر هغه سربیره اوس روسي چارواکي د افغانستان نه هغه پور او سود ( ګټه ) یې غواړي ، چي د خلګو او هیواد بربادۍ لپاره خپله ددوی لخوا کارول سوي دي .

  که تیرو ۲۵ کلنو ته کتنه وسي نو دې نتیجې ته رسیږو ، چي افغانستان د شوروي اتحاد د تیری په وخت او بیا ددوی دوتلو نه وروسته هم دروسیې د لاسوهنو له امله وران ویجاړ سو .

خو شوروی اتحاد د خپل تیری نه څه وخت وروسته د افغانستان د خلګو د سخت مقاومت سره مخامخ سواو په دی واقعیت پوه سو ، چی دوی په افعانستان کی ځان نه سی ټینګولای . په ۱۹۸۰ م کال کی په افغانستان کی د شوروی اتحاد تر ټولو لوی پوځی سلاکار ستر جنرال الکساندر مایوروف د « په افغانستان کی رښتیا څه تیریدل ؟ » تر نوم لاندی په خپل کتاب کی هم په دغه خبره اعتراف کړی دی او لیکلی یی دی ، چی ده دشوروی اتحاد د کمونست ګوند د سیاسی بیرو لخوا یوه جوړ سوی کمیسیون ته ، چی مشری یی د وخت کی جی بی (    B   G    K ) د رئس  یوری اندروپوف په غاړه وه ،داسی ویل : « زما له نظره باید د افغانستان ددیموکراتیک جمهوریت مشر تابه او ملګری ببرک کارمل ته خبر ورکړو چی په راروانو شپږو میاشتو کی د څلویښتم لښکر نیمایی برخه له هیواده و باسو اوپاتی نیمایی به یی په نورو شپږو میاشتو کی ایستل کیږی ....»

خوددفاع وزیر  اُستینوف ورته وایی :

«افغانستان د نړیوالی کچی د یوه پولیګون په توګه زموږ په کار دی ........»

د پورتنیو خبرو نه دا څرګندیږی ، چی یو خو روسانو دافغانستان نه د نړیوال پولیګون کار اخستی او بل روسان په دی پوهیدل چی وتل یی حتمی دی ، له همدی امله یی د مجاهدینو د مینځ نه د ګوډاګیانو په ګومارلو لاس پوری کړ . او په دی لاره کی یی ځینی بریالیتوبونه هم تر لاسه کړل ،چی په نتیجه کی یی د احمد شاه مسعود سره تړون لاسلیک کړ او دده سره یی همکاری  پیل کړه .خو مسعود بیا داسی استدلال کاوه ، چی ددی همکاریو څخه یی د جهاد لپاره ګټه پورته کوله ؟؟؟ که داسی وی نو بیا جهاد د چا په وړاندی کیده ؟  داسی خو به نه وی چی ده او ملګرو ته یی د افغانانو وژل ، جهاد وؤ .

روسانو د افغانستان څخه د وتلو نه وروسته هم دا اندیښنه لرله ، چی که د ډاکتر نجیب الله نه وروسته په افغانستان کی ملی او د خلګو لخوامنل سوی حکومت راځی ، نو هغه وخت به هرومرو ددوی څخه د تیرو ورانیو غرامات اخلی . دلته غواړم ددی خبری یادونه وکړم ، چی په ۱۹۸۶ کال کی د پلان د وزارت د مشاورینو له خوا ددغو ورانیو محاسبه سوی وه او که سوځل سوی نه وی نو اوس به هم دغه محاسبی د اقتصاد ( د هغه وخت د پلان ) په وزارت کی وی . ددی محاسبو له مخی تر هغه وخته ( یعنی ۱۹۸۶ م) پوری ددغو ورانیو ارزښت ۱۵ ملیارډه امریکایی ډالره اټکل سوی وؤ . کله چی په ۱۹۹۲ م کال کی ډاکټر نجیب الله اړ سو چی د ولسمشری د څوکۍ نه استعفی ورکړی او پر ځای یی د ملګروملتونو لخوا یو ټاکل سوی کمیسیون واک تر لاسه کړی او هغه به بیا ټول ټاکنی تر سره کوی او د عامو او سری رایو له لاری به ولسمشر ټاکی ، نو روسانو د ډاکټر نجیب الله د وطن ګوند په دننه کی د خپلو اجنټانو او د احمد شاه مسعود تر مشرۍ لاندی د نظارشورا د پروتوکولی مجاهدینو دیوه ائتلاف په پایله کی ، ډاکټر نجیب الله ته کودتا وکړه او د ملګرو ملتونو د سولی دغه بهیر یی شنډ کړ او افغان ولس یی یو ځل بیا په وینو کی ولمباوه او هغه څه چی تر دی دمه روغ پاته وؤ هم له مینځه یوړل او کابل یی لوټی لوټی کړ ،  اُردو او  پولیس یی منحل کړل ، ملی موزیم ملی ارشیف یی چور کړ او هر څه یی د خاوروسره سم کړل . د افغانستان دورانولو دغه حالت تر ۲۰۰۱ م کال پوری دوام درلود.ددغو ورانیو په لړ کی افغانستان ته په ملیارډونو ډالره نور زیان هم واوښتی ، څه د پاسه ۶ ملیونه افغانان مهاجر سول ،تر دوؤ ملیونو زیات شهیدان سول ، په ملیونونو ماشومان یتیمان ، ښځی کونډی او میندی بوری سوی او په ملیونونو افغانان هم معیوبه سول .کله چی روسان د افغانستان نه ووتل ، نو د هغو مینونو نقشی یی افغانانو ته ورنه کړی کوم چی دوی د خپل پوځی تیری په وخت کی ، په زرګونو هکتاره مځکه کی ښخ کړی وؤ او تر اوسه پوری هم هره ورځ ددغو مینونو د چاولو له امله افغان ماشومان او لویان معیوبه او وژل کیږی .

که چیری د ۲۰۰۱ م د  سپټمبر د ۱۱ تروریستی پیښه نه وای سوی او نړی والی ټولنی د افغانستان د جګړی د اور، چی روسانو لګولی وؤاو نوره یی هم لمن ورته وهل ، په ارامولو کی مداخله نه وای  کړی ، نو تر اوسه پوری به هم دغه جګړه روانه وای او څومره چی اوږدیدلای دا به دروسانو په ګټه وه .

اوس هم داسی انګیرنی سته چی روسان پر پټو کانالونو طالبانو ته وسلی ورکوی تر څو په افغانستان کی د پوره سولی د راتلو مخنیوی وکړی .

ځینی روسی جنرالانواو لوړپوړو روسی چارواکو او دغه راز د جنرال نبی عظیمی ، سلطان علی کشتمند ، سلیمان راوش او ددوی په څیر ځینی نور افغانستانیان د ۱۹۸۹ م کال نه راپه دیخوا دی ته مټی رانغښتی او بی ګټی هلی ځلی کوی ،چی پر افغانستان د شوروی پوځی تیری ته قانونی بڼه ورکړی اوپه دی کارکی یی اساسی موخه داده ،چی روسیه د پوځی تیری د غراماتو د ورکولو نه وژغوری  . دوی داسی د درواغو ډنډوری خپروی چی ګواکی نورمحمدترکی او حفیظ الله امین د روسانو څخه په څوڅو واره ، افغانستان ته د شوروی پوځونو د لیږلو غوښتنه کړیده ، چی په دی هکله یی هیڅ ډول اسناد او ثبوت نه دی ښودلی او ټوله تکیه یی یوازی اویوازی د هغو کسانو پر شفاهی خبرو سویده ، چی ټول یی اوس مړه دی .

خو د یوه هیواد نه بل هیواد ته د پوځونو د لیږد خبره په شفاهی خبرونه کیږی  . د سلیمان راوش  په نوم یو کس بیا دروسانو په فرمایش د ۱۳۵۷ ه ش کال تړون ددغو پوځونو دلیږد لپاره بسنده بولی ، چی په هغه کی هم په هیڅ ډول ددی خبری یادونه نه ده سوی . تر هغه وروسته هم د شوروی پوځونو د رابللو لپاره  هیڅ ډول تړون او سند وجود نه لری .که چیری داسی کوم سند او تړون موجود وای نو شوروی اتحاد به هغه د تیری پیړی په اتیا یمو کلنو کی د نړی هیوادونو ته د دغه تیری سره دهغوی د مخالفت  دلیری کولو لپاره ښکاره کړی وای ، چی دا کار هم نه دی سوی .

روسان اوس  افغانستان ته د یو څو وسلو او تخنیک د راوړلو اسناد او تړونونه په لاس کی لری ،چی ګواکی افغانستان ددوی پوروړی دی ، خو د ۱۲۰ زرو نه زیاتو پوځیانو ، الوتکو ، چورلکو ، ټانکونو او په سلګونو زره ټنه نورو وسلو او تخنیکونو لپاره هیڅ سند او تړون نه لری ، چی هغه دی ددی اثبات وکړی ، چی پر افغانستان دی د شوروی تیری قانونی وښیی .

 لمر په دوؤ ګوتو نه پټیږی ، حقیقت داسی دی چی روسانو د ۱۹۷۹ د ډسمبر په ۲۷ دټولو نړی والو قوانینو اومقرارتو خلاف پر افغانستان پوځی تیری وکړ اودهغه نه تر ۲۰۰۱ م پوری د افغانستان د ټولو ورانیو اوویجاړیو مسؤلیت ددوی پر غاړه دی .

ښاغلی روستار ترکی ، ښاغلی حبیب الله رفیع او نورو وطنپالو افغانانو په وار وار سره دروسانو نه د غراماتو د اخستلو غوښتنه کوله ، خو اوس دادی روسانو په خپله اعتراف وکړ چی دوی دشوروی اتحاد ځای ناستی دی او د شوروی پورونه پری کوی ، نو مسؤلیتونه به یی هم پر غاړه اخلی .دوی به نه یوازی د پوځی تیری نه د رسیدلو خساراتو غرامات افغانستان ته ورکوی بلکی د افغان ولس او حکومت نه به یی هم رسماً بخښنه غواړی . که روسان ددی نه سر وغړوی ،افغانستان باید په نړیواله محاکمه کی ددوی نه ددی غراماتو د اخستلو په خاطر مراجعه وکړی .

په آخره کی زه د بی بی سی راډیو د « ستاسو ږغ » د خپرونی  چلونکو او په ځانګړی توګه  ښاغلی ایمل پسرلی  ته وړاندیز کوم  چی د اګست په ۲۵ نیټه « ستاسو ږغ »خپرونه همدی موضوع ته بیله کړی او په هغه کی دی که ممکنه وی دوه لوری  ( دیوه لوری ښاغلی روستار ترکی او یا بل کس  او د بله لوری دی ښاغلی ډاکټر عبدالله یا ښاغلی قانونی ) راوبولی او په دی هکله دی خپل آند څرګند کړی .

دغه راز ددغی موضوع په هکله باید ټول سیاسی شخصیتونه او ګوندونه او سازمانونه هم خپل آند خلګو ته ووایی ، تر څودوی وکړای سی په راتلونکو ټاکنو کی خپل د خوښی کس ته رایه ورکړی .ځکه اصلی معیار باید ملی ګټی او وطنپالنه وی نه ددرواغو وعدی .

 

آیا اخلاقاً څوک ددی حق لری چی د افغانستان غوندی وران ویجاړ هیواد نه دی پور پری کړی ؟

په درنښت .

 انجیر ذکریا

۲۳/اګست /۲۰۰۵  هالنډ