موږ لا اوس هم له روسيى پوروړي يو؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 3520

دخبریدو نیټه : 2005-08-25

غلام جيلاني ځواك
روسيي يو ځل بياكله چي انورالحق احدي د افغانستان دماليي وزير هغه هيواد ته سفر وكړ، لس مليارده ډالر چي وايي افغانستان يي پورړي دي غوښتي.تردي دمخه هم روسيي د امسئله څو ځلي ياده كړي، څه موده دمخه په افغانستان كي روسي سفير كابل كي يوي اونيزي سره په مركه كي ويل چي روسيه ځكه دافغانستان د بيارغوني په چارو كي برخه نه اخلي چي افغانستان هغه هيواد ته خپل پورونه بيرته ندي وركړي.
دا پورونه چي تقريباً لس مليارده ډالره كيږي هغه پورونه دي چي ببرك كارمل اوډاكتر نجيب الله د خپل حكومت دټينګښت په خاطر د خپلو نظامي لګښتونو د پوره كولو لپاره د پخواني شوروي اتحاد نه ترلاسه كړي، له دي پورونو تقريباً اويا په سلو كي دوسلو او نورو پوځي تجهيزاتو په پيريدلو لګيدلي، څرنګه چي د ببرك كارمل او ډاكتر نجيب الله حكومتونه په افغانستان كي د شوروي اتحاد لاس پوڅي حكومتونه وو، نوپه حقيقت كي دا پيسي په افغانستان د پخواني شوروي اتحاد ديرغل د مصرف يوه برخه ده چي پخواني شوروي اتحاد په افغانستان كي دخپلي واكمني د ټينګښت په خاطر خپل ګوډاګي رژيم ته وركړي، دا ټولي هغه پيسي دي چي د افغانانو په وژلو او د افغانستان په ويجاوړلو مصرف شوي، شوري اتحا په افغانستان كي تقريباً پنځه ويشت مليونه ماينونه كرلي چي اوس هم هره ورځ پري بي شميره افغانان وژل كيږي او يا معيوبه كيږي، اوددي ماينونو د ويستلو لپاره تراوسه تقريباً څلو سوه مليونه ډالره مصرف شوي، اوس هم په ټول افغانستان كي په زرهاوو كلي اوبانډي د شوروي اتحاد ديرغل له امله وراني او ويجاړي پرتي دي او هديري مو له شهيدانو ډكي دي، دافغانستان دنفوسو يوه لويه برخه كونډي، يتيمان او معيوبين جوړوي. نو د ډيري حيرانتيا خبره ده چي پخواني شوروي اتحاد زموږ په وژلو او زموږ دهيواد په ويجاړولو كوم مصرف كړي روسيه اوس دهغي تاوان هم له موږ نه غواړي.
پخواني شوروي اتحاد د ټولو نړيوالو قوانينو اوموازينو پر خلاف په افغانستان تيري وكړ او مكمل ديارلس كاله زموږ د وژلو اوزموږ دهيواد د ويجاړولو له لاري يي وغوښتل خپل استعماري واكمني دلته ټينګه كړي، دابيله خبره ده چي زموږ اتل ملت وكولاي شول سره روسان تور مخ له هيواده وشړي، روسان نه يواځي داچي زموږ له هيواده وتلوته اړ شول بلكي ټوله استعماري امپراطوري يي هم ړنګه شوه. د پخواني شوروي اتحاد اخرني مشر ګورباچوف په خپلو بيلا بيلو ويناګانو كي افغانستان ته د سره لښكر ليږل يو لوڅ تيري او د شوروي اتحاد دتيرو حكومتونو يوه اشتباه ګڼلي، نو د ټولو نړيوالو قوانينوپه اساس نه يواځي دا چي افغانستان بايد دا پورونه روسيي ته ورنكړي، بلكي روسيه د پخواني شوروي اتحاد د وارث په توګه افغانستان ته د جګړي تاوان هم وركړي.
د بده مرغه افغانستان كي دشوروي پلوه نظام د له منځه تللو وروسته نه دمجاهدينو حكومت او نه د طالبانو د پرځيدونه وروسته اوسني حكومت وكولاي شول د روسانو نه دجګړي تاوان وغواړي. د مجاهدينو حكومت په ډيرو دلايلو نشول كولاي چي داكار عملي كړي، روسيي د مجاهدينود حكومت د منځ ته راتګ نه ډير دمخه هغه وخت چي دوي د شوراي نظار سر دسولي تړون امضا كړ وكولي شول د مجاهدنيو په منځ كي ځانله د پښو ځاي پيداكړي، د نجيب نه دملګرو ملتو په مرسته په سوله ييزه توګه مجاهدينوته د واكمني د سپارلوپرضد چي كومه كودتا وشوه او بيا د ديو خونړي كورني سبب شوه، په هغه كي دمجاهدينو په څنګ كي شوروي پلوه ډلي او شخصيتونه لكه جنرال دوستم، جنرال نبي عظيمي، جنرال مومن، سعيد كيان هم موجود وو، چي لدي نه ښكاري د ملګرو ملتو په وړاندي دي كودتا كي روسيي هم فعاله ونډه درلوده، بيا د كورني جګړي په بهير كي روسيي په غير قانوني توګه د هغه وخت حكومت ته په كانتينرونو غير قانوني افغاني چاپولي او ليږلي، ترڅود استاد رباني حكومت وكولاي شي خپل جنګي ماشين پري وچلوي چي په دي توګه روسيه د افغانستان د كورني جګړي په مهال عملاٌ د جګړي د يوي خوا په څنګ كي ولاړه وه، نو ښكاره ده چي د هغه وخت حكومت نشول كولاي د خپل حليف نه د جګړي تاوان وغواړي .
خوله بده مرغه داوسني حكومت دريځ هم په دي هكله ډير كمزوري دي، دافغانستان داموقف چي د افغانستان حكومت اوس داپور نشي بيرته وركولاي سم ندي، روسيه دا حق نلري چي موږ نه دا پور وغواړي، د افغانستان حكومت نه يواځي دا چي بايد داپور ونه مني بلكي د روسيي نه د جګړي تاوان هم وغواړي. اوكه ضرورت پيښ شي نو بايد د هاګ نړيوالي محكمي ته هم په دي هكله رجوع وكړي، دافغانستان له خوا هيڅ كوم ګواښ پخواني شوري اتحاد ته متوجه نه وو او بي له كوم سببه شوروي اتحاد پرافغانستان بريد وكړ، پرته لدي چي روسانو افغانان ووژل او هيواديي ورته ويجاړكړ. د مجاهدينو د حكومت په وخت كورني جګړي، د طالبانو راتګ اونور ټول ناورينونه چي موږ ته پيښ شوي پر افغانستان د شوروي اتحاد د بريد پايلي دي. نواصلاً بايد افغانستان دا پور ونه مني، خبره دا نه ده چي موږ دا پور وركولاي شو او كه نه، حتي كه موږ د پور د بيرته وركولو توان هم ولرو بايد وريي نكړو، دا هغه پيسي دي چي زموږ پر تباهي او بربادي مصرف شوي، كه روسيه د شوروي اتحاد د وارث په توګه ځان له حق وركوي موږ نه دا پور وغواړي، نوبايد د شوروي اتحاد د وارث په توګه موږ ته د جګړي تاوان هم راكړي.