درانيان يا ابد اليان چې د پښتني قبيلو په لړ کې دمخه پرې بحث شوی دی دسړبن په ټو لنيز ګروپ او ډلې پورې اړه لري او په دوو سترو ښا خو نو ويشل شوي دي چې يو يې زيرک( ځيرک) او بل يې پنج پای نو ميږي٠
د ابد اليا نو دقبيلې په مبحث کې مو ولو ستل چې داسلا مي دورې په تاريخ کې لو مړ نی سړی چې د(ابدال= اودل) په نا مه ياد شوی دی دپښتني قبيلو يو مشهور نېکه و چې دخپل نا متو کهو له سره دسليمان په غره کې او سيده٠ نوموړی دترين زوی، دشرخبون لمسی او دسړبن کړ وسی دی او دده نوم په پښتو اد بياتو او پخو انيو نسخو کې ( اودل) او دجمع منسوب په بڼه ( اودلی=ابدالی) ضبط دی چې د(٤٤٠ هجري يا ١٠٤٨ زيږدېز) کلو نو په شا او خوا کې يې پښتا نه قبا يل پر ځان راټول کړي ول او دده له تو کمه ملک سليمان دعيسی زوی چې په زېرک سره مشهور و پښتني قبيلې يې دسليمان له غره نه دکند هار سېمې ته بو تلې او هلته يې مېشته کړې او دخپل ژ وند په پای کې يې ملک بارک په مشرۍ کښيناوه او تر بارک ورو سته دزيرک بل زوی ( ملک پو پل) دخپل نفوذ سا حه داوسني بلو چستان تر شال او ژوبه پورې وغز وله او تر ٦٥ کلو نو تر مشر توب ورو سته د٨٩ کلو نو په عمر مړ شو ٠ (١)
ويل کيږي چې دابدال تر مړينې وروسته رځړ دخپلې کو رنۍ مشر شو او دخپلو زامنو د ډلې نه يې خپل مشر زوی عيسی خپل ځای ناستی وټا که٠
دعيسی په زامنو کې سليمان تر ټو لو پوه او هو ښيار و نو ځکه په ځيرک مشهور شو، چې تر او سه پورې هم پښتانه په مجمو عي تو ګه هو ښيار سړي ته ځېرک وايې ٠ که څه هم عيسی دميرک په نا مه مشر زوی درلود ، خو سليمان يې دهو ښيارۍ او ځير کتوب په وجه خپل ځای ناستی وټا که٠ دځيرک په څلورو زامنو کې يې مشر بارک نو ميده او پلار دی دکورنۍ مشر ټا کلی و ، خو تر څه مودې ورو سته مشري دمک پو پل لاس ته ورغله٠
لنډه داچې ه په پای کې ستر غازي اعليحضرت احمد شاه با با عليه الر حمه چې دپو پلزيو د ښاخ دسدو زيو دڅا نګې نه و د ١٧٤٧ ميلادي کال نه ١٧٧٢ ميلادي کاله پورې يوه لو يه امپراتوري جوړه کړه(٣) چې په تاريخ کې ددرانيانو دامپراتورۍ په نامه ياديږي ٠
درانيان دځيرک او پنج پای په دوو لو يو ښا خو نو ويشل شوي دي ٠ د ځيرک دښاخ نورې قبيلې په لاندې ډول دي :
بارکزي، اڅکزي، پوپلزي،الکوزي، محمد زي او سدوزي٠ (٤) دغه قبيلې بيا په ډېرو نورو څا نګو ويشل شوي دي٠
--------------------------------------------------------
ماخذو نه او منا بع :
١-دافغا نستان نو ميالي، د استاد عبد الروف بېنوا تاليف، لو مړی ټوک، ٣٤ مخ٠
٢- تا ريخ حيات افغا ني، پښتو ژباړه، ١٤٣مخ ،دپېښور چاپ٠
٣-پښتانه دتاريخ په رڼا کې، ١٢٨١ مخ،
٤-پښتني قبيلې ، ددکتور لطيف ياد تاليف، ١٤٨- ١٤٩ مخو نه٠