Benawa :Online Pashto World ~ بېنوا : پرلیکه پښتو نړۍ
تصوف او عرفان (۳۳) برخه .
په بېنوا کي دلیکني شمیره : 35269(علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته )دخبریدو نیټه : 2010-05-05تصوف او عرفان (۳۳) برخه .
(علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته )
بسم الله الرحمن الرحيم
محترمواسلامي وروڼودتصوف او عرفان په دې برخه کښي هم دتېرو برخوپه شان داسلامي امت د بل ستر علمي شخصيت نظر دتصوف په باره کښي درته وړاندي کوم چی علامه محقق جلاالدين سيوطي رحمه الله تعالي دۍکوم چي په ټول اسلامي امت کښي خصوصا دڅلورو مذاهبو دعلماوو په نزد په هره معنا مقبول او دامام په لقب سره ملقب دۍ اودټول اسلامي امت عالمان يې له پېړيو پېړيو دکتابو څخه استفاده کوي اوپه علم حديث کښي هم دامام په حيث پېژندل سوئ دۍ او دامام شعراني رحمه الله تعالي په قول دو اويا واره يې له نبي عليه السلام سره ملاقات کړيدۍ لکه چي دهغوټولو علماوو کوم چي علماء حق دي او دتصوف اودالله جل جلاله دوليانو دانکار په طوق لعنت سره مبتلا سوي نه د ي ټولو پر دې خبره باندي اتفاق دۍ چي اولياء الله په دنيا کښي هم له نبي عليه السلام سره ملاقات کولاي سي، امام سيو طي رحمه الله تعالي په خپل کتاب (تاييدالحقيقة العلية )کښي دتصوف په اړه داسي ويلي دي ،
(تأييد الحقيقة العلية): إن التصوف في نفسه علم شريف، وإن مداره على اتباع السنة وترك البدع، والتبري من النفس وعوائدها وحظوظها وأغراضها ومراداتها واختياراتها والتسليم لله والرضى به وبقضائه، وطلب محبته واحتقار ما سواه.. وعلمت أيضا أنه قد كثر فيه الدخيل من قوم تشبهوا بأهله وليسوا منهم، فأدخلوا فيه ما ليس منه، فأدى ذلك إلى إساءة الظن بالجميع، فوجه أهل العلم للتمييز بين الصنفين ليعلم أهل الحق من أهل الباطل، وقد تأملت الأمور التي أنكرها أئمة الشرع على الصوفية فلم أر صوفيا محققا يقول بشيء منها، وإنما يقول بها أهل البدع والغلاة الذين ادعوا أنهم صوفية وليسوا منهم.
يعني بېشکه تصوف په خپل ذات کښي شرافت مند علم دۍ اومدار او بنا د ده پر دې باندي ده چي دنبي عليه السلام دسنت او دطريقي تابعداري به انسان کوي اودبد عت کارونه به پريږدي اوله نفس اودنفس له ټولوفاسدو اوناروا اغراضو او مقصدو اوخواهشاتو څخه به بېزاره کيږي اووالله جل جلاله ته به تسلميږي او په الله اودالله په قضا به راضي کيږي اودالله جل جلاله دميني اومحبت طلب به کوي ـ
دادامام سيوطي صاحب نظر دۍ دتصوف په باره کښي او دادتصوف حقيقت دي چي امام سيوطي رحمه الله تعالي بيان کړيدۍ اوس زه له هغو ازلی بد بختانو څخه پوښته کوم کوم چي مطلقا له تصوف څخه انکار کوي او اصلي مسلمانان له کفارو سره په مقابله اخته دي اودغه ضالين اومضلين په با طن کښی دکفارو خادمان له تصوف سره کوم چي داسلام مغزدۍ او له علماوو دتصوف سره کوم چي اصلي وارثان دنبي عليه السلام دي په مقابله اخته دي ،داپوښتنه کوم چي علم تصوف خو دغه شئ دۍ کوم چي امام سيو طي يې بيان کړيدۍنوکه له دغه ډول تصوف څخه يو څوک منکر سي نوشرعا به د دغه چا حکم څه وي او که تصوف تاسي عبارت له بل شي څخه بولۍ نوله هغه ډول تصوف سره ځموږکار نسته سره له دې چي دمنکرينو دتصوف ټول مقتدايان چي سره راټول کړې دامام سيوطي خالي نوم پر دوئ باندي ثقل او وزن لري او ټولومقتدايانو يې دامام سيوطي رحمه الله تعالي له علم څخه استفاده کړېده محترمو مسلمانانو وروڼوکه ځما په خبر باندي باور وکړئ نوهر څونه فتني چي واسلام اومسلمانانوته په موجود وخت کښي راپورته سويدي ترمنکرينو دتصوف چي په عينی حال کښي منکرین له څلورو مذهبو څخه هم دي غټه اولويه فتنه نسته الله جل جلاله دي مسلمانان ددغو ګمراهانوپه اصلي حقيقت پو کړي ـ
والسلام ومن الله التوفيق
په دې اړه نوربيا. . .