دحب لله اوبغض لله شرعی اهمیت

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 35311

دخبریدو نیټه : 2010-05-07

دحب لله اوبغض لله شرعی اهمیت

 ،علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته،

بسم الله الرحمن الرحيم

قدرمنواسلامی وروڼوداسلام پاک اوبې عیبه دین مسلمانان دهرقسم فسادپېشه بداخلاقه اونارواانسانانوله اختلاط،تشبه ،دوستی ،اعانت،اوهرقسم فاسدواړیکوڅخه په ډېرشدت اوټینګارسره رامنع کړیدی  اوپه حب فی الله اوبغض فی الله سره ئې مامورګرځولی دی اودغه دواړه سترکارونه ئې دکامل ایمان له اجزا ووڅخه بللی دی لکه چی په یوه حدیث کښی چی په مشکوة وغیره کښي ئې روایت سویدۍ داسی راغلی دی (من احب لله وابغض لله واعطی لله ومنع لله فقداستکمل الایمان)یعنی هرڅوک چی دوستي اومحبت کوی  له پاره دخدای اوبغض کو ي دپاره دخدای اوورکړه کوی دپاره خدای  اومنع دورکړی کوی دپاره دخدای نوپه تحقیق سره کامل کړدغه سړی ایمان خپل ـ

 دحب لله ،بغض لله ،ورکړه لله ،منع لله  مطلب ،:

محترمو مسلمانانو که مسلمانانو پدغه يوه حديث عمل کړَیْ وای  نوهيڅ کله بې دغه دلعنت طوقونه وغاړو ته نه وای ورلوېدلي کوم چي اوس ور لوېدلي دي ، دحب لله مقصد دادۍ چي مسلمان چي له هرچا او له هر شي سره مينه اومحبت کوي اوخوښه وي يې نودابه دالله جل جلاله درضادپاره وي نوڅرنګه چي الله جل جلاله   دنيکوکارو اودنيکوبندګانو په محبت اوخوښولو راضي کيږي نه دبدو کارو اونه دبدو انسانانوپه محبت اوپه تعلق سره نوکوم مسلمان چي حب لله کوي نودَیْ مجبور دۍ چي له هغو شيانو له هغو کارو له هغو خلګو سره به محبت کوي کوم چي دالله پاک خوښ دي نه له هغوسره چي والله ته مبغوض دي ، اودبغض لله مطلب دادۍ چي مسلمان چي له هر شي ، له هر شخص سره بغض کوي نو مقصود بې دالله جل جلاله رضاوي نوڅرنګه چي الله جل جلاله   له بدوشيانو بدوکارو بدوانسانانو سره دبغض کولو په وجه راضي کيږي نه دنيکو شيانو اونيکو انسانانو په بغض سره نو کوم مسلمان چي بغض لله کوي نوحتما بې دغه بغض له بدوشيانو او بدوانسانانوسره وي او ورکړه لله اومنع لله هم په همدغه ډول  بایدوفهموۍ ،الله دنېکوکارو لکه لمونځ زکات ،جهادوغیره اودارنګه دنېکواخلاقواونېکوانسانانوپه محبت راضی کېږی نومسلمان  بایدله نېکوکاروسره اوله نېکوخلګوسر ه لکه حق علماء دینداره مسلمانان مجاهدین  وغیره محبت  کوی اودارنګه الله له بدواونارواانسانانوسره په بغض کولوراضی کېږی  نومسلمان باید له هرنارواکاراونارواانسان سره بغض کوونکی وی  اوله هر قسم تعلق اواختلاط څخه ئې ځان ګوری ،له ناوړه انسانانوسره چی مسلمانوله ډیره وخته پریوه کاسه باندی خورک شروع کړیدۍ نودهغه حاصل اوس دهربخته مسلمان په جېب کښی پراته دی ،لکه مولانارومی رحمه الله تعالي  چی فرمايلي دي ،،صحبت صالح ترا صالح کند ،، صحبت طالح تراطالح کند،، اویالکه شيخ سعدي رحمه الله تعالي چی  فرمايلي دي ،

،پسرنوح بابدان بنشست ،      خاندان نبوتش ګمشد ،

، سګ اصحاب کهف روزي چند ،    پئ نيکان ګرفت مردم شد ،

،تمت ومن الله التوفیق