سرچینه: د الجزیرې انګلیسي ژبې ویب پآڼه
ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی
د الجزیرې انګریزي ژبی چینل لیکلي چې طالبانو د دوشنبې له ورځي سره سم په دغه هیواد کې د الفتح په نامه باندي چې په عربي ژبې کې د بریا معنی لري د نویو عملیاتود پیلیدو خبر ورکړی دی.
طالبانو ویلي چې د دوي موخه به په دغو عملیاتو کې بهرني، کورني او نورو د هغوي پر وینا اشغال ګر عناصر وي چې د هغوي تښتونه او یرغمل کول هم د دغو عملیاتو یوه برخه ده .
په ریښتیا هم، د دغو عملیاتو په سر کې بهرني سرتیري په نښه کیږي او الجزیره لیکي چې له هغوي وروسته به امنیتي کورني قرار دادي سرتیري چې طالبان یې د بهرنیانو غوږونه او سترګي بولي هم په نښه شي.
په دغو عملیاتوکې دوهمه هغه ډله چې په نښه کیږي د افغان دولت مامورین دي، امنیتي کسان، د عدلیې وزارت کارکونکي او همدا راز د استخباراتو کارمندان .
الجزیره لیکي چې په نویو ګواښونو کې طالبانو دغو افغانانو ته ویلي چې باید دندې خوشي کړي، خو دا یې ندي ویلي چې دغه افغانان چې د ژوند د تامین لپاره له حکومت سره کار کوي ولي له ګواښ سره متوجه دي.
د الجزیرې په لیکنه، چې دغه عملیات د دوشنبې په ورځ واشنګټن ته د افغان ولسمشر حامد کرزي له سفر سره جوخت پیل کیږي.
له سیاسي اړخه د نویو عملیاتو د پیل نیټه چې د طالبانو له لوري د دوشنبې ورځ ټاکل شوي یو واضح پيغام رسوي او هغه دا چې دوي په خپل دغه پیغام کې په واضح ډول وایې چې د دوي پیغام ډیر واضح، شفاف او په لوړ غږ اورول شوی دی.
الجزیره لیکي چې تیر کال د طالبانو بریدونه د هغوي له لوري د عبرت په نامه د عملیاتو تر نامه لاندي پر مخ بیول کیدل او د هغو عملیاتو هم ورته واضح پیغام وو او دا ځل به د الفتحې او عبرت د عملیاتو د بڼې تر منځ کوم لوی توپیر و نه لیدل شي.
د طالبانو د نویو عملیاتو ګواښ په داسي حال کې راځي چې افغان او ناټو ځواکونه په جنوبي کندهار کې د طالبانو پر ضد د پراخو پسرلنیو عملیاتو څخه منصرف شوي دي.
الجزیره په پای کې لیکي چې د دغو ګواښونو وروستۍ کرښې ته که وکتل شي نو دا ښکاري چې په راتلونکومیاشتو کې به په افغانستان کې ډیري وینې وبهیږي.
د میرویس جلالزي په واسطه