سرچینه: د رویټرز آژانس
ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی
د رویټرز آژآنس امریکا ته د دولسمشر کرزي د سفر په اړه یوه لیکنه خپره کړي ده .
دغه رسنۍ لیکي چې کرزی به د دوشنبې په ورځ په داسي حال کې امریکا ته لاړ شي چې له دغه هیواد سره یې د پخوا په څير د اړیکو خوندوري نه دي او له هغسي هرکلي سره به هم مخ نشي چې دی ترینه خوند واخلي.
رویټرز لیکي چې د کرزي او غرب تر منځ اړیکي په تیر یو کال کې ډیري خرابي شوي او یو په بل یې تورونه ولګول.
د امریکا د پارلمان ډیری غړي دا وایې چې تر هغه پوري چې د کرزي په اړه د راحتۍ او اطمینان احساس ونکړي نو دوي به څرنګه وکولای شي خپل سرتیري په افغانستان کې له لاسه ورکړي، په ملیاردونو ډالره ولګوي او د دغه هیواد د ماموریت دوام ته نوره بودجه تصویب کړي.
تیره میاشت د کرزي او واشنګټن تر منځ اړیکي هغه مهال ډیري خړې شوي چې نوموړي یو شمیر غربیان او په خاصه توګه امریکایان په دې متهم کړل چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو په درغلیو کې یې لاس درلود.
هغه دا ګواښ هم وکړ چې له طالبانو سره به یو ځای شي.
رويټرز لیکي چې د کرزي د ژبي سخت ګزار په کابل او واشنګټن کې د هغه یو شمیر متحدین په قهر کړل او هغوي وویل چې د کرزي دغه خبري زورونکي او له واقیعت څخه لري دي.
رويټرز لیکي چې د کرزي او د امریکا د پخوانی ولسمشر جورج بوش تر منځ بیا د کرزي او اوبهاما د اړیکو په تناسب مناسبات ډیر ښه وو، د هغوي تر منځ صمیمانه اړیکي بر قراري وي او د دغو اړیکو ښه ثبوت له رسنیو سره د کرزي او بوش د خبرو پر مهال تر سترګو کیده.
کرزی به په دغو خبرو کې د یوه مډرن مسلمان په توګه را څرګندیده چې د یوه اسلامي هیواد مشري کوي.
اوبهاما د خپل تحلیف په مراسمو کې له کرزي څخه ځانه لري کړ.
هغه یو کال له کرزي سره و نه لیدل تر هغه چې تیره میاشت له ۲۴ ساعته د الوتکې مسلسل سفر څخه وروسته کابل ته را ورسید او یوازي د نیم ساعت لپاره یې له هغه سره وکتل.
رویټرز په دغه لیکنه کې د کرزي او امریکا اړیکي ترینګلي بولي خو دې ټکې ته اشاره کوي چې واشنګټن په اوس وخت کې د کرزي مرستې ته اړتیا لري او داسي بدیل نلري چې د کرزي تشه ډکه کړي.