توریست- یاست که - تروریست؟ (دپاینده څرګند لیکنه)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 35408
پاینده څرګند
دخبریدو نیټه : 2010-05-11


آیا کله  مو پام شوی چې د ٫٫توریست٬٬ او ٫٫تروریست٬٬  تر منځ څه یو آهنګ، همغږي،وزن او اړیکه شته؟

له څه مودې راهیسې چې په جرمني کې یم،د ژبې د نه پوهېدو له کبله ډیرې ستونزې لرم. آلمانې ژبه ډیره ګرانه ده. انګریزي ژبه خو په ټوکو ټکالو هم زده کیږي. کله چې ډاکټر رنګین سپنتا لومړی افغانستان ته راغی ټکی انګریزي نه شوای غږیدای، خو اوس آن په خبري کنفرانسونو کې خپله ستونزه آوارولی شي.  نور خو پریږده  آن  ډاکټر رمضان بشردوست هم په خپله فرانسوي لهجه ټوکیدلې مناسبه انګریزي وایي چې په لودیځو ټلویزیوني چینلونو کې  تاکیدا انګریزيSubtitle  ( لیکلې ژباړه) ورسره خپروي،څکه چې کله کله اصلآ نه پوهیدل کیږي چې څه وایي. 

یوه تُرکي دوکاندار ته ورغلم چې د ټیلفون کارت ترې رانیسم.  په آلماني زه نه پوهیدم، په انګریزي هغه نه پوهیده او زموږ تر منځ یوازینۍ ګډه یا مشترکه کلمه  ٫٫سلام علیکم ٬٬ وه.  له ده څخه مې یو څو کارتونه رانیول او له دې چې د ژبې د نه پوهیدو له کبله مې لږ په تکلیف کړی وه، کارتونه یې تر نورو پر ما ګران خرڅ کړل.
ما ورڅخه وپوښتل چې ولې د افغانستان او پاکستان لپاره  څانګړي کارتونه نه لري چې ډیر کار ورکوي؟  په آلماني او تُرکي راته ګډ شو.همدومره پوه شوم چې ویې ویل ٫٫ دا یو کوچنی ښار دی، دلته هغه کارتونه خرڅلاو نه لري،څوک نشته چې رایې نیسي،دلته تروریستان هم نه راځي٬٬. تروریستان؟  زه پوه شوم چې د د غریب موخه له  ٫٫ توریستانو٬٬ وه، خو نن سبا په لویدیزو هیوادونو کې د افغانستان،پاکستان او تروریزم د کلمو تر منځ ډیر نژدې مناسبت شته، دقیقآ څومره چې د توریزم او تیروریزم  تر منځ خوږ آهنګ شته. له بده مرغه  ٫٫ توریزم٬٬  د لودیز او ٫٫ تیروریزم٬٬ زموږ په برخه شو.

د عیسی(ع) له  زوکړې شپږ سوه کاله مخکې،د لومړي ځل لپاره د مصریانو د امپراتورۍ پر مهال د نني عراق په  لرغوني بابل ښار کې دتاریخي آثارو یو نندارتون  پرانستل شو. د دې ترڅنګ مصریانومذهبي جشنونه  نیول او د نورو هیوادونو خلک یې تفریح او د هنري آثارو کتلو ته رابلل. یونانیان د نړۍ لومړني سیلانیان بلل کیږي چې د خدایانو د لیدلو لپاره به یې اوږده مزلونه کول.  ۱۸۰ کاله د عیسی(ع) له زوکړې وروسته لومړني د سفر مالومات پاڼې ولیکل شوې. په ۱۷مې پیړې کې د ادبي او فرهنګي تاریخي دورې له پیل سره د نړۍ د سپړلو په موخه  بیلابیلو هیوادونوته د لودیزوالو سفرونه  نور هم ډیرشول. په تیره بیا په سیاست او قضا کې ښکیل کسان اړ وو چې په بهر کې له څیړنو وروسته  په لوړو دندو وګمارل شي.

هدفمندو توریستانو(سیلانیانو) د سفر د لګښت د برابرولو او  یا د شک د له منځه وړلو لپاره چې یو کس ولې باید یوازې د یو ځای د لیدلو لپاره دومره خواري او مصرف په ځان ومني،د سوداګریزو توکو د لیږد را لیږد پلمه پیل کړه. یوه ښه بیلګه یې ۱۶۱۵ ز کال کې د شرقي هند بریتانیاوۍ کمپنۍ ده.  لومړی د هند سیلانیان،بیا سوداګر او په پای کې تالا کونکي او نیواکګر وو.  د هندمغل امپراتور نورالدین سلیم جهانګیر یې د اروپایي مالونو په سوداګرۍ تیرایسته او د پیړۍ په اوږدو کې یې د افسانوي هند تر خزانو او لالونو لاسونه چاپیر کړل.
یو ورځ مې د بریتانیې په یوه بازار کې پر یوه بکس زړو کاشوغو او پنجو سترګې ولګیدې چې لاستو یې ژیړ  رنګ درلود. ما یوه پنجه یا ښاخۍ راپورته کړه چې پلورونکي را باندې غږ وکړ:
- ٫٫صاحبه! دا ډیر اصیل شی دی، دا نن سبا نه پیداکیږي، شاوخوا ۱۲۰ کاله  زوړ مال دی. د وخت په بریتانیوي هند کې جوړ شوی دی. د ډیرې مشهورې کمپنۍ له تولیداتو څخه دی.٬٬
- څه ځانګړتیا لري؟ 
- ٫٫ دا د فیل له عاج څخه جوړ شوی دی. دا لاستی چې وینې دا د فیل غاښ دی، دا کوم پلاستیک نه دی. نن سبا فیلان په نړۍ کله پاته دي چې غاښونه یې پاته وي٬٬
- فکر نه کوې ډیره بیرحمي ده چې  د هند فیلان د خپلو ښایسته غاښونو لپاره ښکار شوي او د هغو په غاښونو نورو ډودۍ خوړلې؟
- ٫٫ دا خو شاهانه عادتونه دي صاحبه. د بریتانیې امپراتوري خو پر همدې تاج و عاج  ولاړه وه٬٬
په  زړه کې مې وویل – هو، پر سر دې تاج ږدي او عاج دې درنه  وړي.
 
لودیزوال زموږ په شان ټنبل نه دي.که په یوه لنډ سفر هم چیرې ولاړ شي، له هغه لویه کیسه جوړوي او خبره یې تر مقالو او کتابونو رسیږي چې د همدغه لیکنې پخپله د یوه ځای او خلکو د پيژندګلوۍ د تهداب خښتې دي. ښایي ډیر سیلانیان له کومې سیاسي موخې پرته سفر وکړي او خپلې تجربې،یادښتونه او تحلیلونه له  کوم غرضه  پرته  نورو سره شریکې کړي، خو په هر حال  تروریستي کړنې په لومړي سر کې له  توریستي مالوماتو څخه سرچینه اخلي.  

تروریزم خو کوم  ډیر مُغلق او پېچلی مفهوم نه لري، فقط ډار او  خوف  دی بس. هر څوک چې ډار خپروي او وژني تروریست دی، که له چا سر پرې کوي، که څوک حلالوي،که پرچا بمباري کوي، که  په نیمه شپه کې یې پر کور بلوا کوي،که میندواره ښځې وژني یا په سوځولو  له مړو جسدونو غچ اخلي،خو د تنکي شاعر سمیع الله تړون په وینا اختیار د نړیوال واکمن دی چې پر چا ـ سپینه ـ او پر چا ـ توره ـ ټاپه لګوي.

ددې کلمو تر منځ  نورې  مشترکې وجې دا دې چې دواړه دقت  نه لري او  د ناحقه قربانیدو خطر پکې دی. څومره بیګناه سیلانیان به د جاسوس په نامه او څومره بیګناه  خلک به د تیروریست  یا ترهګر په نامه وژل شوي وي؟  څومره جاسوسان به بیرته خپلو هیوادونو ته  ستانه شوي وي او څومره  ترهګر به سرې سترګې ګرځي؟  

هدفمند توریزم  په ډیر مهارت  په خبري رسنیو او میډیا  بدله شوې.  د خبري رسنیو نړیواله آزادي د په نښه شوو هیوادونو د رازونو غوټې له  اړتیا سره سم د راتلونکو سیاسي موخو او پړاوونو لپاره پرانیزي.  هر ډول مالومات  ټولولی شي او د لارې پرسر خنډ واقع کیدونکو حکومتونو باندې توره  ټاپه وهي. په تیره بیا له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته د راډیو او ټلویزیون په مټ د لسیزو لسیزو سیاسي پلانونه  پلي کیږي. د ایران لپاره د بي بي سي فارسي ټلویزیون یې ښایي تر ټولو ښه  عصري بېلګه وي.

کیسه مې ډیره اوږده شوه، خو په هر حال ما هغه  تُرکي  کارت پلورونکي ته وویل چې -  سمه خبر دې وکړه، دلته تروریستان نه راځي، ځکه چې لومړی باید  توریستان راشي بیا د هغو وار رارسیږي.
اوس مو واک خپل دی چې دا ډول  شُوم سفرونه  Tour  (ټوور)  بولئ که  - تور-  یا په دري    سیاح  یا   سیاه