Washingotnpost: د مصالحې ستراتیژي د پښتو کلچر

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 35481

دخبریدو نیټه : 2010-05-15

سرچینه: واشنګټن پوست ورځپاڼه ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی د واشنګټن پوست ورځپاڼې تر دې عنوان لاندي ( د افغانستان د مصالحې ستراتیژي پښتون کلتور څرګندوني) یوه مقاله خپره کړي ده . مقاله په دې جمله پلیږي چې څرنګه به په د افغانستان په څير په یوه قبیلوي ټولنه کې جګړه خطمیږي؟ واشنګټن پوست لیکي چې دا هغه پوښتنه ده چې واشنګټن ته د کرزي د سفر پر مهال د اوبهاما او کرزي تر منځ په خبرو کې د بحث اصلي موضوع وه او پرې له هرې ذاویې رڼا واچول شوه. ورځپاڼه لیکي چې اوبهاما او کرزي دواړو په واشنګټن کې په دې مسله په ګډه خبري غونډه کې د نظر یو والی څرګند کړ چې دوي به د طالبانو د پخلا کولو لپا ره ګډ کار کوي. کرزي او اوبهاما وویل چې دا کار به د سولې د جرګې په هډانه کې تر سره کوي. اوبهاما د سولې دغې پروسې ته خپله بنیادي تګ لاره روښانه کړه . هغه وویل چې دا جرګه افغاني جرګه ده او هغو طآلبانو ته پکې د ګډون دروازه خلاصه ده چې له القاعدې سره خپلې اړیکې پرې کوي، تاوتریخوالی سر ته رسوي، افغان اساسي قانون ته درناوی کوي او د بشر حقونو احترام هم . خو د ورځپاڼي په لیکنه په عام محضر کې د دغو دوو مشرانو دغو څرګندونو هغو پوښتنو ته ځواب و نه ویل چې آیا په دغه ۱۴۰۰ کسیزه جرګه کې به د طالبانو کوم مشران هم وي که څنګه؟ آیا پاکستان به په دغه جرګه کې د طالبانو د مشرانو حاضرولو ته څه وکړي؟ او آیا کرزی او اوبهاما به څه وخت د دې جرګې په پرمختګ او د ریښتینو مذاکرو پیلیدو ته چمتو شي؟ دا هغه پوښتني دې چې واشنګټن پوست یې نا حلي بولي او په ظمن کې ډیري پیچلي. واشنګټن پوست لیکي چې که څه هم د کرزي حکومت دغې جرګې ته پراخ ترتیبات نیولي خو تر هغه چې پکې د طالبانو واقعي مشران شتون و نه لري پایلې به یې ټیټ پوړو طآلبانو ته چې په واقیعت کې یې ناټو او افغان ځواکونو ته سر خوږی جوړ کړی د منلو وړ نه وي. د ورځپآڼي په باور چې طالبان به د اوبهاما هغه شرطونه و نه مني چې وایې طالبان دي اساسي قاون ته غاړه کیږدي په داسي حال کې چې په اساسي قانون کې داسي موارد شته چې طآلبان یې د خپل بغاوت لپاره بهانه بولې.