اسلام دانصافداره اجانبوپه نظر کښي ،۲برخه،

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 35534
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته،
دخبریدو نیټه : 2010-05-16

اسلام دانصافداره اجانبوپه نظر کښي ،۲برخه،
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته،

بسم  الله الرحمن الرحیم
قدرمنووروڼوداسلام دين په دې وجه چي حق دين دۍ اودارنګه قرآن پاک چي په حقه سره  دالله پاک کتاب دۍ اودارنګه داسلام پيغمبرحضرت محمدصلی الله عليه وسلم په دې سبب چي دالله پاک واقعي صادق اوحق پيغمبردۍ،هريوپه خپل ذات کښي داسي صفات اوامتيازات لري  چي صدق اوحقوالَیْ دهريوه يې وجهان ته په ډاګه کړېدۍ اوپه ډاګه کوی يې هرچاچي داسلام اوداسلام دپیغمبراودقرآن عظیم په حالاتوکښي په منصفانه ډول تفکراوسوچ کړيدۍ نوپه دې يې اعتراف کړيدۍ چي بېشکه  اسلام حق اواسماني دين دۍ اوحضرت محمد صلی الله تعالی عليه وسلم   دالله پاک رسول دۍ اوقرآن دخداۍ پاک  کتاب دۍ په تېره برخه کښی ماوتاسي ته دکفري نړۍ دځينو انصافداره قانون پوهانونظرونه  کوم چي داسلام په باره کښی يې ورکړيدي بيان کړل په دې برخه کښي دځينونورونظرونه درته بيانوم چي په دې شرحه دي،
اول،
په «۱۹۴۸»کښي  په لاهاۍ کښي  دمختلفوکفري دولتو يومؤتمر اومجلس منعقدسو چي دهمدغه مجلس غړيو پردې خبره باندي  سخت تاکيدات وکړل چي په حتمي ډول بايد  داسلامي شريعت تعليم اوتعلّم وکړسي ـ
دوهم،
جمعيت دقانون دُولي  عام په خپل مجلس شوری کښي داپرېکړه وکړه  چي محمدبن حسن شیباني کوم چي دامام اعظم ابوحنيفه رحمه الله تعالي  دوهم شاګرددۍ دقانون دُوَلِي عام  ترټولو اول  مؤسس بايد وګڼل سي ـ
دريم ،
 په فارس کښي د،اسبوع الفقه الاسلامي، په نامه مجلس منعقد سوچي په همدغه مجلس کښي دفرانسې  يونامتو نماينده داسي بيان وکړ چي زه په دې نه پوهيږم  چي ددغو د وو متناقضو معلوماتونو  تطبيق اوتوفيق په څه ډول وکړم  چي اول هغه معلومات دۍ چي داسلام  له مطالعې څخه  له مخه وموږ ته حاصل سوي وو چي باطل اوغلط معلومات وو اودوهم هغه معلومات دۍچي داسلام له مطالعې څخه وروسته وموږ ته حاصل سویدۍ ځکه داسلام تر مطالعې له مخه موږ ته اسلام  په دې ډول راښوول سوي وو چي اسلامي شريعت اواسلامي فقه  يو بې صلاحيته اوبې  کفايته  قانون د ۍ کوم چي له بشري حالاتواودبشر له حاجاتوسره سمون نه خوري، اوکوم معلوماتونه چي داسلام له مطالعې څخه وروسته  داسلام په  باره کښي موږ ته حاصل سويدي نوهغه دادي چي اسلا م يوعميق ، اصيل اودقيق دين دۍ اواسلامي قوانين  دبشر دټولو احتياجاتو دورپوره کولو کامل صلاحيت لري  او مبادي اواصول داسلام په هره زمانه اوپه هروخت کښي دعالم بشريت دپاره دهرقسم پيښو اواحداثو  داحکاموداستنباط دپاره  بهترين اوکافي مأخذ دۍ ـ
انظر«کتاب توحيد الخالق،ج۱،ص،۲۴۲»
والسلام ومن الله التوفيق
په دې اړه نوربيا. . .