راتلونکی پارلمان به له څه ډول استازو ډک وي.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 3562
رحیم گل څاروان - کابل
دخبریدو نیټه : 2005-08-31

 

 

دادی څو اونۍ دهېواد ددریم ځواک(مقننه قوې) جوړېدو ته پاتې دي. چېرې چې دملت 249 استازي به دخلکو په رآیو دغه ځای ته لار پیداکوي. ولسي جرگې ته باید ملت داسې استازي وټاکي چې سبا ورځ دهمدې ملت دښمنان ونه گرځي. ځکه دټاکنو ورځ دراتلونکي پنځو کلونو دبرخلیک ټاکل دي. ډېر وروڼه له دغو ټاکنو سره کومه ځانگړې مېنه نه ښیي او لا تر اوسه به یې فکر هم په دې اړه نه وي کړی خو که حقیقت ته وگورو دا به له ځان او له ټولنې سره دگاندې په اړه ستره جفا وي. که په دې وغږېږو چې څه ډول کسان به ولسي جرگې ته لار پیداکړي او دا ډول کسان به هورې څه ډول کارونه سر ته رسوي او د کومې موخې لپاره یې ځانونه ولسي جرگې ته نومولي؟ زما په اند غوره داده چې په دې موضوع ښه فکر وشي.

 

لو مړی خو داده چې ځېنې داسې کاندیدان هم شته که د هغوی تېر ته وکتل شي دافغانستان وېش ته لیواله دي اوله خدایه هغه مهال غواړي چي افغانستان څو پارچې وویني .

 

داسې هم ښاغلي کاندیدان ولسي جرگې ته دبري لپاره ولاړ دي چې د افغانستان نوم په خراسان اړوي دملي ټرمینالوجۍ دله منځه وړلو لپاره نیغ ناست دي دپښتون او پښتو د نوم په اوریدو یې له زړه نه وینې څاڅي.

 

زه فکر کوم راتلونکې ولسي جرگه به دژبني او ټبریزو توپیرونو د سیالۍ تود ډگر وي او دچا خبره دایرانیانو سخې به پخې شي.

 

که داسې ډگر ته داسې اتلان واستول شي چې له ژبې یې اور او په پښو او مټو کې یې زور وي هېڅ د ا ندېښنې وړ پارلمان به نه وي. ولې که داسې اتلان ولسي جرگې ته لار پیدا نه کړي بیا نو دا ولسي جرگه  به په لوی لاس دافغانستان ددښمنانو شي یا په بله وینا د ایرانیانو.

 

مونږ د ژبې او ټبر د تعصب منونکي نه یو او نه مو خوښېږي خو ولې په هیڅ ډول دبل له اړخه هم تعصب نشو زغملای.

 

که ډېر اخوا دېخوا لاړنشو یواځې دا تېرې شوې داساسي قانون لویې جرگې ته یو ځغلنده نظر واچو. او داساسي قانون لویې جرگې داوږدېدو لامل وڅېړو نو که لږفکر پرې وکړو نو وبه گورو چې دافغانستان دښمنان څومره زیات خوځنده ول.

 

 ښه به داوي چې خپله رآیه هیوادمینو کاندیدانو لپاره وکارول شي. نه دایرانیانو او هیواد ورانونکو لپاره.

 

رحیم گل څاروان  - کابل