راتلونکۍ پارلمان به دچا اراده تمثيل کړي ؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 3567
ليکونکۍ : حبيب اله غمخور
دخبریدو نیټه : 2005-09-01

 ليکونکۍ : حبيب اله غمخور 
 د 2005 زکال داگست 31 نيټه
 
 زموږ هيواد په دولتي حاکميت کي دپارلمان شتوالۍ ډيره اوږده سابقه نلري . په نړۍ کي يوسلسله دموکراتيکو تغيراتو او اوښتنودنړۍ په ځينو هيوادو کي دپارلمانو نوموجوديت دافغانستان پر سياسي ژوند باندي هم بي تاثير نه وو همدا دليل ؤ چي د لمړي ځل لپاره دپارلمان دجوړيدو طرح دغازي امانالله خان دسلطنت په دوران کي راوزيږيده ،خو متاسفانه هغه دپارلمان په جوړولو بريالۍ نشو، او لومړۍ پارلمان چي د ((مشرانو جرگه او ولسي جرگه)) يې لري په 1311هجري شمسي کال دنادر خان دحاکميت په دوران کي جوړ شو ،دغه پارلمان او بيا دمحمد ظاهر شاه دواکدارۍ په وخت کي دپارلمان تر يولسمي دوري پوري پارلمان ته وکيلان ددربار په مشوره ددولتي حاکميت لخوا انتصاب کيدل ، اودپارلمان کړنو تر زياتي اندازي تشريفاتي او مشورتي اړخ درلود . کله چي په 1343هجري شمسي کال نوۍ اساسي قانون تصويب شو او دقانون له مخي ددولت دري گونو (اجرائيه ،قضائيه او مقننه قواو ) تفکيک وشو پارلمان ته دقانون په اساس زيات صلاحيتونه ورکړه شوه ، دهغه جملي نه حکومت ته داعتماد درايي ورکولو،دټول حکومت او يا ځانگړو غړوپارلمان او يا په پارلمان کي جرگه گيو ته راغوښتل اويا دحکومت څخه داعتماد سلبول او نورو دندوسرته رسيدو واک ورکړه شوۍ وو ، او وروستۍ پارلمان ته دمرحوم ډاکتر نجيب الله دحاکميت په وخت کي ټاکني تر سره شوې .
 
 دا ځل دملي شورا لپاره ټاکنې تر اولس کاله ځنډ وروسته دبن دکنفرانس دپرېکړودوروستنۍ دندي دپلي کولو پر اساس دروان کال دسنبلې دمياشتي پر 27 نيټه تر سره کيږي .
 
 که دپارلمان تيرو دورو ته پاملرنه وکړو متاسفانه په ټول دوران کي هغه صلاحيتونه چي په قانون کي دپارلمان لپاره په گوته شوي وه دحاکمودغوښتنو دسرته رسولو په خاطر دهغو دمداخلي تر تأثير لاندراتلل . متأسفانه په دموکراتيکه توگه افغان ولس ته دغو پارلمانو ته د خپلو استازو دټاکلو واک او حق ندۍ ورکړه شوۍ ، چي په غټ گمان دا ځل به هم پارلماني ټاکني د دولتي جگپوړوچارواکو، زرورو ، پخوا نيو تنظيمونو ،بنسټپالواو جنگسالارو دمداخلو نه په امان کي پاته نه وي .
 
 خلک به دا امکان پيدا نکړي چي په يوه دموکراتيکه او ارامه فضا کي پخپله خوښه له دغه طلايي چانس څخه په گټه اخيستلو سره خپل دخوښي استازي وټاکي . پدي صورت کي ويلاي شو هغه پارلمان چي ديوه هيواد داکثريت دغوښتنو او ارادي او ددوي دمستقيم گډون پر اساس نه وي جوړ شوۍ دداسي پارلمان څخه دا غوښتنه چي هغه به دخلکو دگټو څرگندونکۍ او پالونکۍ پارلمان وي لويه او تاريخي تير وتنه بولم .
 
 په هر حال نه بايد پارلمان ته دوکيلانو دټاکلو څخه خلک منصرف شي ،اويا پارلماني ټاکني تحريم شي . افغان ولس بايد ددغه تاريخي امکان او طلايي جانس څخه چي په هيواد کي دپرديو دموجوديت په برکت پيدا شوۍ دۍ په خاصه هوښيارۍ او ميړاني سره دخپل روښانه راتلونکي په اميد پراخه استفاده وکړي . پارلمان دجنگ جگړي بديل دۍ پدغه وجه دجگړې څخه ستړۍ شوۍ ولس بايد پارلمان ته دداسي کسانو دټاکلو لپاره تلاښ وکړي کوم چي لاسونه يي دافغان ولس په وينو سره نه وي ،او نه هم په هيواد کښي ددموکراسۍدراتگ سره په يوه او بل نامه مخالف وي .
 
 دا ځل چي پارلماني ټاکني دپرديو د ميليونو ډالرو په لگښت سره په زياتو ستونځمنو شرايطو کي دايريږي
 
 غواړم دهغه لگښت لنډه يادونه وکړم چي پدې لار کي تر سره کيږي .
 
 دټاکنو دسمون گډ دفتر دمحاسبي له مخي دانتخاباتو دپروسې دپلي کولو په خاطر 148ميليونه امريکايي ډالر سنجول شوي دي چي پدي کي يوازي دلاندي دندو دسرته رسيدو لگښتونه شامل دي :
 
 الف : دڅلويښت ميليونو انتخاباتي ورقو چاپ .نه پوهيږم چي رايه ورکوونکي نږدې دولس ميليونه دي د دومره زيات شمير ورقو چاپ ته کوم ضرورت ؤ ؟ دا ورقي به له اطريش او انگستان څخه دنړۍ دډيرو غټوالوتکو پواسطه په 15الوتنو کي کابل ته راوړل شي .
 
 ب : 140زره درايي اچولو لپاره صندوقونو برابرول .
 
 ث : دټاکنو 6000 زره مرکزو او درايي ورکولو 26739 ځايونو ته دصندوقونو په گډون دټولو انتخاباتي پاڼو او دفترونوليږد ، او بيا له هغه ځاي نه درايي شميرني ټاکلو ځايو ته ددغه صندوقونوانتقال ، پدې مرکزونو کي د تقريبا 160 زره تنو کارمندانو معاش هم شامل دۍ .
 
 دا چي دټاکنو دپروسي دبريالي سرته رسولو لپاره دامنيت پر ټينگولو دا څو مياشتي څومره لگښت کيږي پدغه رقم کي ندۍ شامل . دټاکنوپه ورځ به 26 زره داردو سربازان ،څو زره پوليس اوتر 32 زرو زيات دائتلاف او ناټوبهرني ځمکني او هوايي قواوي درايه ورکونکو ،کانديدانو ،او رايه ورکولو دمرکزونو دامنيت په ساتلومصروف وي .
 
 راتلونکۍ پارلمان ته چي دوې برخي لري يعني ولسي جرگه او مشرانو جرگه ده ،چي دولسي جرگې لپاره 249 تنه او دمشرانو جرگي لپاره 102 تنه په نظر کي نيول شوي دي . دمشرانو جرگې دټاکل شوي شمير څخه ولسمشر د اساسي قانون له مخي به څلورمه برخه پخپله انتصاب کړي ، او پاتي درې برخي دولايتي شوراگانو لخوا ټاکل کيږي . دوروستنيو معلوماتو له مخي اوس تنهادولسي جرگي لپاره 2800 کسانو چي له هغې جملې نه 344 يې ښځينه کانديدان دي ځانونه ټاکلي دي،او تر دريو زرو زياتو کسانو د34ولايتي شوراگانو لپاره ځانونه ټاکلي دي ؛ زموږ دهيواد په تاريخ کي دا شميرډير لوي رقم دۍ ،علت يې دا دۍ چي داشان گډوډي او ځان پېژندنه يعني خود خواهي چي همدا گړۍ زموږ ولس ورسره لاس په گيروان دۍ هم په تاريخ کي سارۍ نلري .هر څومره چي چارواکي اوبهرنيان کوښښ وکړي دې ته ددموکراسۍ دتمثيل رنگ ورکړۍ دمنلو وړ ځکه نده چي هغه په پښتو کي يو متل دۍ وايي(( هر چا چي ځانته ويلي زه يم )) هغه ځان ټاکلۍ دې ،سره ددې چي په دغه به هم ښه پوهيږي چي رايي نشي وړاي ولي ددې لپاره چي تر سيال پاته رانشي ځان يې ټاکلي دي .
 
 ټولټال دملي شورا او ولايتي شوراگانو لپاره دهيواد په 34 ولاياتو کښي 5800 نفرو چي دهغه نه يې نږدې 600 ميرمني دي ځانونه پالمان او ولايتي شورا ته ټاکلي دي . دغو نماينده گانو ته درايي ورکولو لپاره تر اوسه (( يولس ميليونه او اوه سوه زره)) کسانودانتخاباتو دگډ دفتر دنوم ليکني په لست کښي ځانونه ثبت کړي دي .کله کله دوي دارقم تر دولس نيم ميليونو او تر هغه زيات يادوي .
 
 دا ټاکني پداسي شيبو کي تر سره کيږي چي په امنيتي او سياسي لحاظ يي افغانان له تشويش سره مخامخ کړي دي گواړم په لنډ دول دغو پرابلمونو ته ايشاره وکړم .
 
 دپارلماني ټاکنو لپاره امنيتي ستونځي او پرابلومونه :
 
 1/ پدغه دريو کلو کي د ډي ډي آر دپروگرام په نامه د يونيما د ادارې ددفتر داستازي دوينا له مخي گويا 60650 وسله وال کسان بيې وسلې شوي ،او له هغو نه 34754ميله ډول ډول سپکه او درنه وسله ، په سلهاوو زره مرمۍ او يو شمير نور مهمات تر لاسه شوې دي . کله چي انسان دغه رقم ته گوري نو فکر کوې چي افغانستان نور له وسلې پاک شو .مگر حقيقت دادۍ چي دا هغه وسله وه کله چي دمؤقتي ادادرې دکار د شروع نه د تنظيمو او قوماندانانو وسلوال کسان درسمي پوځ په توگه ومنل شوه او دامنيت ساتلو چاري پر غاړه شوې، پدغه موده کي دغو وسلوالو کسانو له دولت نه مالي او مادي امتيازات تر لاسه کول . هغه وخت چي بهرنيان پدې پوه شول چي تر هر چا زيات اوسنۍ ادارې ته همدا وسلوال پوځ غټ گواښ دۍ ،پرېکړه يې وکړه چي دجنگسالارواو تنظيمونواردو بايد منحل شي ،او پرځاي يې داسي يوه اردو جوړه شي چي هغه يوازي ددولت دامرونو تابع وي په بله اصطلاح ملي اردو . دبې وسلې کولو دغه پروسه د(( ډي ډي آر)) په نوم پر مخ بيول کيږي . دا هر چاته څرگنده ده چي داټولو وسلوالو کسانو په هغه چا پوري تړاو درلود کوم چي په دولت کښي يې غوښن ځايونه لرل ؛ خو جالبه دا وه ددې پر ځاي چي ددغو ښاغلو نه داغوښتنه شوې واي چي په دوې پوري تړلي وسلوال کسان په يوه هفته کي بايد بي وسلې شي ، متاسفانه دغه کار يو کال په بر کي ونيو، او د ((ډې ډې آر)) دپروگرام دپلي کولوتر نامه لاندي په ميليون ډالرونه ددغو جنگسالارانواو محلي قوماندانانو جيبو ته ولويدلې .
 
 سږ کال د بي وسلې کولو دوهمه مرحله شروع شوه، وبه گورو چي دا پروسه څومره دوام پيداکوې او څوميليونه ډالره لگښت ته به ضرورت ولري ؟تر اوسه دجاپان لخوا چي ددغې پروسي دسرته رسولو دنده پغاړه لرې د 17ميليونو په اندازه لگښت اعلان شوۍ دۍ .
 
 په ټول هيواد کښي تراوسه ټول جنگسالار او محلي قوماندان پخپل قوت او زور کي پاته دۍ ؛دملگرو ملتو دځانگړي استازي په وينا همدا اوس په افغانستان کي تر 200 زيات لويي او ځواکمني وسلوالي ډلي فعاليت کوي . دا ټکۍ بايد په ياد ولرو چي پدغو ډلو کي طالبان شامل ندي ، ځکه ددوې په وينا هغوي اوس تنها دغلچکي بريدونو توان لري په لويه کچه غټ گروپونه نلري ،رښتياهم داده چي هغوي تل له پاکستان څخه راځي اودتروريستي علمياتو د تر سرکولو وروسته دوبار پاکستان ته درومي ،ولي فعلا يوازي طالبان دي چي دپارلماني انتخاباتو په درشل کي يې دغلچکي بريدونو په تر سره کولو سره په هيواد کي امنيت له گواښ سره مخامخ کړۍ دۍ .
 
 2/ دافغانستان په ټولو قريو ،کليو اوبانډو کي دمرکزي حکومت دتسلط اثار نه ليدل کيږي . هلته حکومت دمحلي زورواکانو پلاس کي دۍ . که چيري په ولسواليو کي ولسوال هم شته هغه ديو تنظيم اويا ډلي استازيتوب کوې . دغربي راډيو گانو ځانگړي پروگرامونه زما ددې ادعا ښه ثبوت دۍ .
 
 3/ هره ورځ په هيواد کي امنيتي حالت خرابيږي ، په زياتو سيمو کي دکانديدانو ژوند له گواښ سره مخامخ دۍ ،درسمي احسايي له مخي تر اوسه څلور تنه کانديدان او پنځه تنه دټاکنو دکميسيون کارمندان وژل شوي دي . دځينو کانديدانو تبليغاتي پو سترونه شکول کيږي ، کانديدان وايي دا چي دولت په بازار کي زموږ دپوسترو امنيت نسي نيولاي هغوي به زموږ امنيت په محلاتو کي څنگه خوندي کړاي سي .
 
 4 / په ولاياتو او ولسواليو کي علني دمحلي قوماندانانو لخوا ښځينه او ځيني نارينه ناپېيلو کانديدانو ته ويل کيږي چي دځان له کانديد کيدو نه تير شي کنه ژوند به يي په خطر کي وي . په هغو ځايو کي چي دځايي چارواکو خپلوانو ځان کانديد کړۍ وي دبل چا لپاره دهيڅ ډول فعاليت امکانات نشته ،او دولتي امنيتي اداري ددې جوگه ندي چي په رښتيا سره دهغو امنيت وساتي .مثلا په زابل کي يوه خور چي ولسي جرگي ته کانديده ده دآزادۍ راډيو دخبريال سره په مرکه کښي وايي : په مرکز کي امنيتي ستونځي شته ، ليرې پرتې ولسوالۍ او کلي خو پر خپل ځاي پرېږده . ولي امنيتي چارواکي بيا دهمدغه خبريال سره وايي وروره دلته خير خيريت دۍ ،هيڅ امنيتي ستونځه نشته ،موږ کانديدانو ته ويلي چي که کومه ستونزه ولرۍ موږ ته احوال راکړۍ چي موږ مرسته درسره وکړو .کله چي د سالم عقل خاوند دا دواړې مرکي اوري ، نو قضاوت به يي هرومرو داوي چي دا خور پر حق ده او درواغ نه وايي . رښتياهم داسي ده چي دزابل .ارزگان ،غزني ،کندهار ،هلمند ،بادغيس ،پکتيا ،پکتيکا ،خوست ،کنړ ،ننگرهار ،لغمان ، نورستان ،باميان ،دايکنډي او يو شمير نورو ولاياتو ولسواليواو کليو ته به دکانديدانو تگ له امکان څخه ليري وي . ځکه همدا اوس په همدغو منطقو کي هر ورځ دجنگ او تلفاتو خبرونه خپريږي . که دا ومنو چي طلبان ملکي خلک نه وژني بيانو دا هره ورځ چي کانديدان او يا دټاکنو دکميسيون کارمندان وژل کيږي دطالبانو وياند يي ولي پړه پرخپله غاړه اخلي ؟ واقيعت خو داددۍ چي دا دپاکستان داستخباراتو ،اردو او مذهبي بنسټپالو گوندونو او کړيو هغه تلاښونه دي چي نه غواړي دا ولس پر ارامه پاته شي او يا پخپل هيواد کي دموکراسي تجربه کړي،ځکه زموږ دهيواد سره ددغه دښمنۍ دتر سرکولو لپاره طالبان او په پاکستاني مدرسو کي روزل شوي ځوانان دجهاد په نامه استعمالوي .
 
 5/ پدغو شرايطو کي چي امنيت نشته څنگه کولاي شي زموږ درني خوندي دځانو لپاره تبليغ وکړي ؟ او ياددي کار لپاره کوم ځاي ته سفر وکړي ؟ . دا دخندا وړ خبره ده چي کله کله ځيني ښاغلي پخپلو خبرو او تبليغاتو کي تلاښ کوي په خلکو دا ومني چي ښځي کولاي شي په خلاصه پښه هر چيرې چي يي غوښتي وي دتبليغاتي کمپاين لپاره ولاړي شي . زما هغه وخت را پياديږي کله چي شورويان افغانستان ته راغلل دپاکستان او نورو هيوادو تبر ښه لاستۍ پيداکړ کورنۍ جگړي نورهم زور واخيست . يو چا راته ويل دولتي پوسته به ددولت دمخالفينو لخوا وخت لا نيول شوې وه ولي هغوي به دولت ته دخيريت او امنيت راپور ورکاوه . اوس هم ټول يي ويني چي دپرديو په لمسون دکابل دښار په گډون په ټول هيواد کي دهيوادوالو امنيت له خطر سره مخامخ دۍ هره ورځ راکټونه راځي ،انفجارات کيږي ،ترور او تښتونه روانه ده متاسفانه ځيني دخيريت راپورونه ورکوي ،زه ددي پلوۍ نه يم چي خلک وبيرول شي ،ولي دا دتجربي له مخي راته معلومه ده چي دا شان غولونکي دخيريت راپورونه ناوړه پايلي لري ، ښه به دا وه چي بهرنيو زبرځواکو ددغو اعمالو دسرته رسولو ريښې ايستلي واي .
 
 سياسي او ټولنيزي ناخوالي او ستونځي :
 
 دايو روڼ او څرگند حقيقت دۍ کله چي په يوه ټولنه کي امنيت له گواښ سره مخامخ وي او دهيواد اوسيدونکي ځانونه په امنيت او سوله کي نه احساسوي په هغه ټولنه کي دهر ډول گډو وديو ،خپل سريو ،زورزياتيو ،سياسي او ټولنيزو بې عدالتيو امکانات تر بل هر وخت زيات وي .
 
 لومړۍ : زموږ ټولنه يوه سنتي عنعنوي او مذهبي ټولنه ده چي په همدغه اساس تر اوسه هر څه دمذهبي ،ژبني او قومي اړيکو پر بنياد تر سره کيږي ځکه به نو آزادواو بيطرفه کانديدانواو په ځانگړې توگه ښځو ته ستونځمنه وي چي دولس رښتيانۍ رايي دي تر لاسه کړي . پدي هر څوک پوهيږي چي زموږ په ټولنه کي ښځي داشان ټولنيزي اړيکي نشي ټينگولاي او له بلي خوا تر اوسه لوي اکثريت دمذهبي عقايدو څخه دناوړ معلوماتو پر اساس دا ښه نه بولي چي ښځي دي دنارينه سره يوځاي کار وکړي . زه نه پوهيږم هغه خوندي چي داولادوخاوندی دي څنگه به وکولاي شي له ولاياتونه کابل ته راشي ؟ دهغوي خاوند به له دغه سره موافق وي ؟ او که به دولت دکانديد شوي وکيلي ټول کور او کهول کابل ته را انتقالوي ؟ همدا اوس ښځينه کانديداني دخپل تبليغاتي کمپاين لپاره دخپلو خاوندانو او اولادو په مرسته څه ناڅه دلويو ښارونو په مرکزو کي تر سره کوي . هغوي ليري پرتو سيموته نشي تلاي ځکه هلته څوک نه پيژني ، دا به هير کړو چي خلک دي هغوي ته راټول شي دهغې خبرو ته دي غوږ ونيسي او يادي هغوي ته رايه ورکړي .
 
 ددي پلوۍ يم چي ښځو ته دټولني په سياسي ژوند کي دپراخ گډون امکانات برابر شي ،ولي دايي شکل ندۍ . ښه به دا واي ددي لپاره چي ښځي په پارلمان کي استازيتوب ولري په هغو ولاياتو کي چي د سواد څښتني خويندي غواړي او امکان لري په پارلمان کي غړيتوب تر لاسه کړي ديوه معين او عادلانه نورم دټاکلو پر اساس بايد پارلمان ته بيله دا شان انتخاباتو او صحنه سازيو راغلي واي .
 
 دوهم : دهغو مالي او مادي امکاناتو په نظر کي نيولو سره چي همدا گړۍ يي ځيني تنظيمونه ،قوماندانان ،جنگسالار او ددوي لخواجوړ شوي سياسي گوندونه په اختيار کي لري څومره کيداي شي دا ومنل شي چي روڼ اندي ، بيطرفه ، په ټولنه کي ددموکراسي ،عدالت ،ملي يوالي او غښتلي مرکزي حکومت طرفدار کسان دي پارلمان ته راشي ؟ زيات سياسي څيړونکي دداشان کسانو چانس ډير کم ويني .
 
 دريم : دافغان ولس له توره بخته تر اوسه زموږ په هيواد کي دروڼ اندو تر منځ دگوندونو دجوړېدو سيالي په زيات شدت او قوت سره روانه ده ، دگوندونو شمير تر 80 واوښت، دهيواد لپاره پدغه حساسو او برخه ليک ټاکونکو شيبو کي دوي ونشوه کولاي چي سره نږدې شي ، ديوه معين سياسي پروگرام او مشي پر اساس دغو پارلماني ټاکنو ته ور ودانگي . تر کومه ځايه چي معلومات شته متاسفانه زياتي سياسي کړۍ او گوندونه دهيواد دراتلونکي سياسي ژوند او اقتصادي جوړښت لپاره غير له هغه کليشه يي برنامونه بل څه نه لري .په هيواد کي دورځنيو پيښو ،سياسي ،اجتماعي ،اقتصادي او فرهنگي تغيراتو په هکله ددوي غبرگون نه احساسيږي او چوپه خوله ناست دي ؛ زيات يې ددولتي واکدارانودسياسي شمال دسمت په لور حرکت کوي . ددغو گوندونو داشان کړونو او ضعيف سياست په واقيعت کي دوي له ولس څخه ليري کړي او له خلکو سره يې سياسي او ټولنيزي اړېکي ډيري باريکي برېښي . که رښتيا ووايم داسي ډيرگوندونه شته چي هم ځان ديو اپوزيسون په توگه په ټولنه کي مطرح کوي او هم بيله دريغه داوسنۍ اداري دټولوکړونو څخه دبهرنيانو دخوشحالۍ په خاطر دفاع کوي ، هغه دچاخبره ، ((کله يې پر نعل وهي او کله پر ميخ ))،غړي يې يو څه وايي رهبر ي يي بل څه کوي . همدا سبب دۍ چي له افغان ولس نه لاره ورکه ده او نشي کولاي پر چا ديو سياسي غښتلي ځواک په توگه اعتماد وکړي .
 
 ددغه واقيعت په پيژندلو سره سره چي دهيواد راتلونکې په ملي او دموکراتيکو قوتونو او روښنفکرانو پوري اړه لري او دوي افغان ولس ته پدي هکله ملي او تاريخي مسؤليت لري متاسفانه تر اوسه يي ونشوه کولاي په خپلو مينځو کي دوطن دملي گټو په خاطر گډه ژبه پيداکړي او دافغان ولس دمطميني تکيه گاه په توگه دملت چوپړ ته ديوه سياسي ځواک په توگه ور دمخه شي .
 
 دا به يو له عمده سياسي لا املوڅخه وي چي په راتلونکي پارلمان کي به هغه ځواک غوښن ځاي ولري کوم چي ددموکراسۍاو تمدن سره نه تنها دا چي بلد ندۍ بلکه ورسر ه سخت مخالف هم دي .
 
 دريم : پدغو دريو کلو کي دا مجال پيدا نشو او يا چا ونه غوښتل چي دجنگي جنايتکارو په اړوند يوگام هم پورته شي . دبشر دحقوقو ددفاع کميسيون ((دافغانستان لپاره عدالت )) تر نامه لاندي يوه پروژه پر مخ بوتلل هغو د 1357 کال نه بيا ترطالبانو پوري ددا 25 کلونو په دوران کي دبشر دحقوقو څخه دسر غړونو پوره راپور په 168 پاڼو کي ليکل شوي راټول کړ او دولتي جگپوړو چارواکو او ولسمشر ته يې وسپاره، او غوښتنه يي وکړه چي جنگي جنايت کاران نه دا چي په دراتلونکي پارلماني انتخاباتو کي گډون وکړي بلکه دهغوي نه بايد په دولتي کارونووگمارل شي ،ددغي پروژي مشري اغلي پريژر گاستمن دبي بي سي سره په خبرو کي وويل: موږ فکر کو دغه شرايط هغه شيبي دي چي خلک کولاي شي پر دولت فشار راوړي او مطمين شي چي دعدالت کړنلاره به عملي شي . هغي وړاندي زياته کړه همدا اوس دا راپور دولسمشر پر ميز پروت دۍ يوازي لاسليک ته انتظار باسي . له دولتي ځينو چارواکونيولي ځکه چي دوي هم پکښي راښکيل وه ټولو هغو چي اوازيې دمطبوعاتو له لاري خپريداي شواي دبشر دحقوقو ددفاع د کميسيون دا شان رپوټ جوړول بي بنياده وگاڼه او حتا هغه يي دافغانستان په سياسي چاروکي لاس وهنه هم تعبير کړه .دا گزارش دنوروگزارشونو پشان په يوه الماريۍ کي دابدلپاره زنداني شو . ښاغلي دادپر سپنتا دولسمشر مشاور وويل : تر څوچي دولت پخپله حقيقت پيداکوونکۍ کميسيون جوړنکړي او هغه کميسيون دا ښکاره نکړي هيچاته به دبشر دحقوقو څخه دسر غړوونکي اوجنگي جنايتکار نوم ورنکړه شي . رښتياهم ددغه راپور سرنويشت بايد داسي شوۍ واي ،ځکه تاريخ داسي حادثه نه ده ثبت کړې چي يو مجريم دي پر بل مجرم محالکمه دايره کړي ، داپه حقيقت کي داسي معنا لري لکه يو بډي خور چي بل په بډي خوړلو متهم کړي . دافغانستان دجگپوړو چارواکو دداشان غبرگون پايله داشوه چي په دټاکنو کي هغه څوک چي دبشر دحقوقو څخه په سر غړونه او جنگي جرمونو تورن دي په خلاص لاس ځانونه پارلمان ته ټاکي ،او دولتي لوړي چوکۍ يو په بل پسي تر لاسه کوي ،دخلکو دغوښتنو اوسوالو په مقابل کي دا ځواب راوړې چي د اساسي قانون په 25 ماده کي راغلي دي تر څو چي ديوي باصلاحيته محکمي لخوا دچاپه هکله پرېکړه نه وي شوې نوموړۍ کس مجرم نه شميرل کيږي .دا چي دا ورځ به کله وي چي دا سرغړونکي به دخپلو کړونو جواب يوي بي پري او خپلواکي محکمي ته وايي تر اوسه خوب او خيال برېښي ،ځکه عملا چارواکي دغه کار ته نه زړه ښه کوي او نه هم ور سره علاقه لري . ډيره جالبه خو لاداوه چي څه موده مخکښي ځينو کسانو چي دپردي شاته يي دهمدغو جنگسالارو او سړوژونکو نه شکايتونه درلودل او سريي ټکاوه په زيات جرآت د راډيو گانوسره په مرکو کي ويل ((اوس زموږ دهيواد امنيتي حالت خراب دۍ که داکار وشي وضعه نوره هم خرابيږي )) کله چي په خير کوم مساعد وخت راورسيد دا کارونه به ټول وشي .دوي غواړي پخپل دغه بي اساسه تبليغ او دلايلووړاندي کولو سره دافغان ولس نه دا دوه ټکي پټ کړي . اول : داشان سياست مداران يووازي په لکسو چوکيو او ديوي بهرنۍ غښتلي تکيه گاه شاته ډير ښه وطنپرستان دي ځکه نه غواړي هغه کسان چي اوس دقدرت پر نيلي سپاره دي او زياتي پيسې لري له ځانه خفه کړي .او دوهم : که دا نن چي په لسهاوو زره تر غاښو په مډرنه وسله بار بهرني قوت په موجوديت کي دبشر دحقوقو او جنگي جنايت کارانو سره د حساب وخت ندۍ رارسېدلۍ ،څنگه کيداي شي کله چي دا بهرني وسلوال ځواکونه زموږ له هيواد نه په خير ولاړ شي ، او دا کسان چي داوسنيو شرايطو او امکاناتو څخه په استفادې سره ځانونه نور هم غښتلي کړي ، ددولت په دروگونو قواوو کي لوړ مقامونه خپل کړي هغوي دي څوک محاکمي ته راکش کړي ؟ متاسفانه دغه ښاغلي ددي لپاره چي دوي پر خلکو حکومت وکړي ،په لکسو موټرانو او لکسو کورو کي وه اوسي ،او ياهم خلک ورته ايشاره وکړي چي دا يا هغه ښاغلۍ سياستمدار دۍ ،په بهرنيو محافلو او غونډو کي برخه واخلي او لکه بي لښکره جنرال دخلکو نماينده گان ځانونه وتراشي او دسياست آسونه وځغلوي ،ځکه نو دوي خلکو ته هر ډول وعدي ورکوي دا هغه قيصه ده وايي (( بزک بزک نه مر جويي لغمان ميرسد )) پدغه شان غولوونکو او غوړو وعدو خو دا ملت تر دغه حالته راورسيد!!! زه نه پوهيږم چي کله به دداشان سياسي خيلو زړه پر ملت وسوځيږي ، هرو مرو به ددغه اور لمبي دهغوي تر کورو هم ورسيږي .زموږ ديو شميرددا شان سياستوالو دکړنو په هکله دغه شاعر ډير ښه او پرځاي ويلي دي : اگر اين مکتب است واين ملا حال طفلان را خراب ميبينم
 
 دداشان کسانو څخه چي دځان او مقام دساتلو په خاطر دافغان ولس دخرابيو او زوروني دعاملينو دنجات لپاره دلايل راوړي افغان ولس به له هغو نه کمه ارزو او غوښتنه ولرې ؟؟؟
 
 دانتخاباتود قانون د 52 مادي په اساس دکانديدانو په هکله دخلکو دنيوکو او شکايتونو داورېدو ځانگړۍ کميسيون جوړ شو چي نيم کارمندان يي افغانان او نور يي بهرنيان وه ، دغه کميسيون زيات تبليغ شو او هر چاته ويل کيده که کومه نيوکه لرې مهرباني وکړۍ دغه کميسيون ته يي ورولېږۍ ،لمړۍپدغو شرايطو کي چي په هر کميسيون پخپله هغه څوک مسلط دۍ چي ولس ورځيني شکايت لرې او دوي خلکو ته وايي چي که تاسو شکايت لرۍ مهرباني وکړې . دا کار غلط دۍ ځکه دولت دشکايت کونکي امنيت نسي ساتلاي او دوهم هغه چا چي دا جرات وکړ او نيوکه يي ولېږل تر اوسه يې درک معلوم نشو ؛ پس دادومره بيځايه لگښت او تبليغات يوازي دخلکو دغولولپاره وسوه بله کومه گټه خو يي افغانانو ونه ليدل .
 
 همدا اوس په ځينو ولايتو کي هغه کسان چي دامريکايي پوځ دراتگ سره يي يوځاي دولتي چوکۍ تر لاسه کړې اوس غواړي پارلمان ته هم لار پيداکړي هغوي له دولتي څوکيو گويا استعفا کړيده ،مگر دنورو کانديدانو دشکايتونو داوريدو له مخي داسي څرگندېږي چي هغو همدا اوس هم ددولتي امکاناتو څخه په پراخه پيمانه دځان په گټه استفاده کوي او داسي څوک هم نشته چي دهغو مخه ونيسي . دا رښتياده ځکه بيچاره خلک څه نشي ورته ويلاي که داښاغلۍ رايه تر لاسه نکړي خو دانتخاباتو دناقص قانون په اساس داښاغلۍ دوبار خپل مقام تر لاسه کوي په هغه صورت کي به بيا دهغه چا دفاع څوک کوي کوم چي دنوموړي ښاغلي په مقابل کي يې څه ويلي وه او يا يې دهغه نه شکايت کړۍ وو .فکر وکړۍ چي داکسان پارلمان ته راشي دا به څه ډول پارلمان وي او دچا گټي به ساتي ؟
 
 څلرم : دجنگسالارو سره يوځاي دهغو بل ملاتړۍ دکوکنارو او هيروئنو قاچاقبران هم بي علاقي ندۍ چي په پارلمان کي غښتلۍ ځاي ولري هغوي هم پخپل ټول قوت دپيسو او وسلي په زور غواړي په پارلمان کي خپل سړي ولري ،دا هر چاته معلومه ده چي دا قاچاقبران خو لږ پيسي نلري ؟،دبهرنيانو داټکل شوو معلوماتو پر اساس يوازي په تير کال کي (( دوه زره او شپږسوه)) ميليونه امريکايي ډالره دهيروينو دقاچقبرانو جيبو ته ورسيدې . دمثال په توگه داگست په 30 نيټه ددبغلان ولايت په مربوطاتو کي يوه نفر چي ولسي جرگي ته کانديد دۍ دنهرين ولسوالۍ ته دتگ پر لار غلو دهغه څخه دنورو شانو په گډون لس زره ډالره هم واخيستل، دا پداسي حال کي چي دټاکنو دسمون گډ دفتر ديو وکيل دانتخاباتي کمپاين لپاره ټول ټال 750 زره افغان ټاکلي دي او دا ښاغلي يوي ولسوالۍ ته لسزره ډالر دمصرف لپاره له ځانه سره وړي . دا چي دټاکنو دسمون ددفتر څومره تير وتني لري او څنگه کولاي شي کنترول وکړي او خپلي پرېکړي پلي کړي اوس پر هغه دبحث وخت ندۍ .
 
 پنځم : څرنگه چي دوکيلانو لپاره علمي او دقيق معيارونه په قانون کي ندي ټاکل شوي ،دا ويره شته چي دابه يو له سوادنه محروم او ضعيف پارلمان وي ، کله چي څوک سواد ونلري دهيواد دهر اړخيز ژوند په هکله دهغه نظر او رايه په يقين سره دبل چا دارادې قرباني کيږي .
 
 دانتخاباتو دکميسيون پر خپل سر بيله کوم قانوني دليل پداسي شرايطو کي چي هره ورځ دايران اخوندان او پاکستاني جرنيلان په يوه او بله بهانه تلاښ کوي پر افغانانو ظالمانه فشار راوړي تر څو هغو هر څه پرېږدي او وطن ته ستانه شي ، دغه کسان چي شمير يي په پاکستان کي (( دري ميليونه 49زره او268 تنه )) اوايران کي هم نږدې دوه ميليونه تنو ته رسيږي په پارلمان کي داستازي ټاکلو دحق څخه بي برخي پاته شوه ،جالبه خو لاداده چي دننه په هيواد کي هغه کسان چي په زندان او توقف خانو کي ناست دي هم دبشر دحقوقو داعلاميې او ټولو نړۍ والو نورمونوخلاف درايي ورکولو دحق څخه محروم گڼل شوي دي .
 
 گرانو لوستونکو تاسو پخپله قضاوت وکړۍ دهغو امکاناتو سره چي بهرنيانو دټاکنو دکميسيون او دولت په واک کښي ورکړي وه او همدا اوس هم هر ډول مرسته ورسره کوي ،دومره ستونځي او مشکلات موجود دي ،دوې هفتي ټاکنو ته پاته دي دوې دولايتي شورا دوکيلانو ددندو (صلاحيتونو او مسؤ ليتونو ) قانون ولسمشر ته ته دتوشيح کولو لپاره وړاندي کوې ، نه پوهيږم چي پخپله ښاغلۍ کرزۍ دغه ټکي ته متوجه دۍ او کنه ؟ دوي خپله په لوړ اواز اعتراف کوي چي تر اوسه يي شپږ ميليونه رايي ورکونکوته دانتخاباتو دارزښت په هکله معلومات ورکړۍ دۍ چي ددوي دا خبره هم زيات هيواد وال ردوي ، خو بياهم که يي موږ ومنو سوال داپيدا کيږي دانور شپږ ، اوه ميليونه به همداسي دناپوهۍ په حالت کي په انتخاباتو کي گډون کوي؟ ددي کار جواب به څوک وايي ؟ او مسؤليت يي دچاپه غاړه دۍ ؟ ددې ټولو خاليگاو او غلطيوعلت دا دۍ چي يو خو کميسيون بيطرفه ندۍ او بل پدغه دنده گمارل شوي کسان دهغه چا امر ته غوږ نيسي کوم چي نوموړۍ يې دلته گمارلۍ دي ، دا څرگنده ده چي پدغه دنده باندي گمارل دکار پوهۍ پر اصل نه بلکه داړيکو پر بنيادسرته رسېدلي دي ځکه نو دوي هيچاته ځان مسؤل نه گڼي دا يو بي مسوليته او واجب لاحترام مقام دۍ .
 
 پدغسي ستونځمنو او له مشکلاتو نه ډکو حالتو کښي کيداي شي سړۍ دا غوښتنه ولري چي راتلونکي پارلمان ته دي انتخابات عادلانه او منصفانه وي ؟ او دا شان پارلمان دي دملي مشروعيت څخه برخمن او دافغان ولس دارادې ښکارندوي وي ؟
 
 پارلماني ټاکني او راتلونکۍ پارلمان دجنگ او ټوپک داستعمال په زور دقدرت دتر لاسه کولوعالي بديل دۍ ،جنگ مووليد ،راشۍ سوله او دموکراسي ازمايښت کړو .
 
 لومړۍ مي دټولو هغو روڼ اندو،سياسي گوندونو،ډلو او کړيو نه چي دوطنپرستۍ ډبره پر ټټر ټکوي غوښتنه دا ده چي دافغان زورېدلي ولس او ملي گټو دساتلو په خاطر هر څومره چي ژر کيږي ديو واقعي سالم ملي روښنفکر قوت او ځواک دڅرگندېدو په خاطر هغه اختلافات چي پايله يي يوازي او يوازي دچوکۍ او مقام پرسر جنگ او رقابت دۍ ديوه شريف ،صادق هيواد او افغان ولس ته دمتعهد انسان په توگه شاته پرېږدۍ .
 
 په يوواحد او غښتلي قوت سره افغان ولس له دغه زړه بوگنونکي حالت نه خلاص کړۍ . پخپلو ټولو امکاناتو سره راتلونکي پارلمان ته داسي کسان وليږۍ چي دهيواد او ولس سره علاقه ولر ي ،دا تاسو ياست چي پدي تاريکه او له پېچومو ډکه لاره کښي دافغان ولس سره مرسته کولاي شۍ ،دراتلونکي پارلمان سرنويشت په هيواد کي دسياسي ځواک پر سرنويشت ټاکلو بي تاثيره ندۍ .
 
 زموږ هيواد وال بايد پدې پوره پوه وي چي دا ټاکني زموږ دراتلونکي لپاره تر هر څه زيات حياتي او ملي ارزښت لري .که په پارلمان کي دهغه چا پله درنه شول کوم چي غواړي په هيواد کي دمدني قوانينو په عوض فتواگاني وچلوي ،په محل کي هر څه چي يې زړه غواړي تر سره کړي ،په يوه او بل نامه کله دمکتبو او کله دنوروتعليمي او فرهنگي مؤسسو در وازي وتړي ،هر څوک چي ددوي خوښ نه وي په کفر تورن کړي ،پر تلويزيون ،راډيو ،سينما او ممطبوعاتو خپل دمنځنيو پيړيو خيالونه ومني ،ښځه دجهالت په څلورو ديوالو کي يو ځل بيا زنداني کړي، ماشوم دمکتب پر ځاي دپاکستان ،ايران او نورو عربي هيوادو مدرسو ته وليږي چي هلته يو حرفوي او فناتيک تروريست تربيه شي،ددموکراسۍ او تمدن دبرياو نه استفادې ته دعقيدي او عنعني خلاف کړنه ووايي ،دښځي او ماشوم حق تر پښو لاندي کړي ،دکوکنارو کرل او هيرينو سوداگري يي چالانه وي ،دملي شتمنيو چور او چپاول يي پېښه وي ،په غلا،رشوت او دخلکو دملکيتونو په تر لاسه کولوکي بر لاسۍ وي په هغه صورت کښي به تاسو پخپلو رايو ورکولو سره دا مسلمان ملت دظلمونو او کړاونو داسي ډنډ ته ور ټيل وهلۍ وي چي بيا به ددغه ستونځمن حالت نه خلاصون ډير وخت او زياتو قربانيو ته اړتيا پيدا کړي .
 
 کرزۍ صاحب وايي تاسو يو مسلمان او پاک سړي ته رايه ورکړۍ . مگر زموږ او ستاسو دولس گټي دا حکم کوي ،هغه په عاميانه اصطلاح که هندوان ورونه رانه خفه نشي که کافرهم وي ولي چي صادق ،پاک ،دظلم ،خيانت ،انسان وژني ،ملي او قومي بي اتفاقيو ، دژبني او مذهبي لوړتيا غوښتنو سره مخالف وي ،دسواد او پوهي خاوندوي ،په يوه خبره داسي څوک وي چي په هيڅ حالت دبل چاله زوروني سره موافق نه وي خپله رايه ورکړۍ . دابايد هيره نکړو چي زموږ په هيواد کي اوسيدونکۍ هندوان دقانون له مخي افغانان دي او په قانون کي دوي ته دټولو سره يو شان حق ورکړه شوۍ دۍ . هغه مسلمان چي دبل مسلمان په خرابۍ او زوريدلو خوشحاليږي پر هغه يو درنده حيوان شرف لري .
 
 که تاسو درايي ورکولو په وخت کښي معيار يوازي او يوازي دانسانيت عالي خصوصيات او اخلاق ونيول په هغه صورت کښي به موږ او تاسو ديو سالم او دافغانانو دارادي څرگندوي پارلمان درلودونکي شو . اوکه مو خداي مکړه دهغو پر غوړو ،نرمو او غولونکو خبرو غوږ ونيو کوم چي يوازي وعدي ورکوي نه يي پرون څه وکړه او نه به نن او سباه څه وکړي ،او يا وډار سواست ،يامو رايه په پيسو خرڅه کړه او يامو قوماندان صاحب ته پدې نامه چي زموږ دمنطقي دۍ او يا قومي اړيکي راسره لري خپله رايه دهغوي صندوق ته ورواچول په دنيا او اخيرت به ددي ولس مسؤليت ستاسو پغاړه وي .
 
 که په رښتيا سره يو شمير دولتي جگپوړي چارواکي او دهغوي بهرنې پلويان غواړي افغانستان ديو سالم او همسايه هيوادو جوگه پارلمان خاوند شي ، لازمه ده خپل ټول امکانات پدي لار کښي پکار واچوي .اوسنۍ ولسمشر به هغه وخت پخپلو کارونو کي که په رښتياسره غواړي ولس ته خدمت وکړي بريالۍ وي کله چي دافغان ولس سره خواخوږي او هغه کسان چي وکولاي شي ديوويشتمي پيړۍ د غوښتنو دکاروان سره سم ولاړشي پارلمان ته لار پيدا کړي .
 
 که چيري دپارلمان غړي دولس نماينده گان وي او لاسونه يې دملت په وينو نه وي لړلي ،کولاي سي په هيواد کي ددموکراسۍ دپلي کيدو،پرمختللي ټولني دجوړيدو ، ملي يووالي او سولي دټينگښت لپاره لاره هواره کړي .
 
 پدې اميد چي دټول افغان کړېدلي او ربړېدلي اولس دا ارمان ژر تر ژره تر سره شي .
 
 پخله ليکنه دهيواد دپياوړ او پيژندل شوي شاعر عبدالوهاب سر تير صاحب پدغه دو بيتو پاي ته رسوم :
 
 څه به خدمت دخپلي خاوري يادقام وکړي څوک چې غليم ته په سجده شي او سلام وکړي څوک
 
 تر څو چي يو غلام ژوندۍوي ،په آزاد وطن کي نه به يووالۍ شي تأمين،نه به ارام وکړي څوک