ته مين يې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 35759
عبدالقهارخاورې
دخبریدو نیټه : 2010-05-24

 

            هـو، زه مين يم. زه دا سې مين يم، چې زما مينه دنورو مينا نو سره تو پير لري. دا;ځکه چې زه پتنګ نه يم چې يوازې دشمعې ځان ځاروم، نه بلبل يم چې يوازې دګل سندرې وايم او نه هغه شاعريم چې په خپلو شعروکې يوازې شونډې،سترګې او زلفې ستايم.

هـو، زه مين يم.زه په تياره شپه کې دسپوږمۍ او ستورو ننداره هم دليلا مجنون له ديدنه کمه نه ګڼم. زما مينه محدوده نه ده ، زه دچاپيريال دهر څيزه دومره خوند اخلم، لکه څومره چې بورا دګل ځينې اخلي.
هـو، زه مين يم. زه نه يوازې په سپرلو، رنګينو، ګودرو، چېنارو،غرورغو مين يم؛ بلکې زمامينه دټول خلقت، انسانيت او طبعت سره ده.