د پښتونستان ملى ورځ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 3576

دخبریدو نیټه : 2005-09-04

غلام جيلاني ځواك
 ۱۳۲۸ كال نه راپديخو د داكټر نجيب حكومت تر پرځيدو د وږي په نهمه نيټه د پښتونستان ورځ د يوي ملي داعيي په توګه هم دوخت د حكومت له خوا اوهم د بيلا بيلو سياسي او ټولنيزو سازمانونو له خوا لمانځل كيدله. د نجيب د پرځيدو نه وروسته د مجاهدينو حكومت د هغوپټو او ښكاره اړيكو له امله چي پاكستان سره يي درلودي اوهم دژبني او سيمه ييزو كركو له امله د پښتونستان په داعيي دنه باور له كبله ددي ملي ورځي لمانځل پريښي وو. د طالبانو حكومت نه خوادا تمه نه وه چي داورځ ولمانځي.
 د خوښي ځاي دي چي دادي د پښتونستان ملي ورځ يو ځل بيا لمانځل كيږي. تيره چهارشنبي چي د وږي د نهمي نيټي سره سمون لري، د افغانستان د قومونو اوقبايلو د چاورو وزارت لخوا دا ورځ ولمانځل شوه په دي غونډه كي پرته له يوشمير ملي او دولتي شخصيتونو د ډيورنډ د كرښي نه هاخوا د مومندو ايجنسي، وزيرستان، خيبر او نورو سيمو استازي هم راغلي وو، په دي غونډه كي د قومونو او قبايلو د چارو د وزارت د خپرونو رئيس ښاغلي رحيم داد وويل چي دغه ورځ د كلونوكلونو راهيسي د افغان دولت لخوا د پښتنو اوبلوچو سره د پيوستون د ورځي په نامه لمانځل شوي اولدي وروسته به هم لمانځل كيږي.
 د پښتونستان دورځي لمانځل په حقيقت كي د افغانستان د ځمكني بشپړتياد تامينولو داعيي ته د ژمنتيا مانا لري، د ګندمګ اوبيا وروسته د ډيورنډ دكرغيړن تړون له مخي هغه ټولي افغاني سيمي چي نن صبا دپاكستان په ولكه كي دي اوهغوي يي د بلوچستان او صوبه سرحد په نوم يادوي، د افغانستان دخاوري يوه برخه ده چي انګليسي استعمار زموږ له تن نه بيلي كړي او اوس په ميراث كي پنجابي استعمار ته پاتي دي. په دي سيموكي د پاكستان واكمني يوه استعماري واكمني ده او هيڅ كوم حقوقي اړخ نه لري، نو د يوي اوږدي مودي وروسته د پښتونستان د ورځي لمانځل په حقيقت كي افغانستان د تن دا نيمايي برخه د پنجابي استعمار نه دخلاصولو او بيرته افغانستان سره د يو ځاي كولو د داعيي بيا راژوندي كول دي. د ډيورند نه هاخوا پښتنو اوبلوڅو دهغي دم نه چي د استعمار په منګلو كي ولويدلي تر دي دمه دخپلي خاوري دآزادي اود افغانستان سره دپيوستون لپاره ښه ښايسته هلي ځلي كړي. د انګليسي استعمار په وړاندي د وزيرو، اپريدو، مومندو او نورو پښتنو او بلوڅو پاڅونونه او بيا د پنجابي استعمار په وړاندي دخان عبدلغفار خان، عبدلصمد خان اڅكزي، اجمل خټك او يو شمير نورو وطنپالو مبارزي اوسرښندني د تاريخ په زرينو پاڼو ليكل شوي خو د بده مرغه د ملي مبارزينو دغو هلو ځلو او هڅو سره د افغانستان هيڅ حكومت هم لازمه مرسته نده كړي، او له همدي امله دا ټولي سرښندني او فداكاري په سيند لاهو شوي او اوس هم ددي كرغيړني كرښي نه ها خوا افغانان د اثارت شپي او ورځي تيروي.
 امير عبدالرحمن خان او بيا زوي يي امير حبيب الله خان د ډيورنډ نه هاخوا افغانان د انګليسي استعمار په وړاندي په خپلو مبارزو كي يواځي پريښودل او انګليسانو سره په خپلو تړونونو په كلكه ودريدل، همدارنګه كله چي اعليحضرت غازي امان الله خان د افغانستان استقلال اعلان كړ، په ټوله پښتونخواه كي د آزادي غو ښتني يو غورځنګ راپورته شو خو دبده مرغه سره لدي چي انګليسانو په جګړه كي ماته وكړه، ديوشمير عواملو له امله افغغانستان بياهم ونشول كولاي د ډيورنډ د كرښي نه ها خوا خپلي سيمي بيرته لاس ته راوړي چي په دي توګه زموږ استقلال بياهم نيمګړي پاتي شو او ترڅو چي مو داسيمي بيرته نه وي ترلاسه كړي همداسي به نيمګړي وي. په همدي توګه كله چي انګليسان دهند نه وتو ته مجبور شول د افغانستان د هغه وخت حكومت په دي هكله چوپه خوله پاتي شو او د خپل ځمكني بشپړ تيا لپاره يي هيڅ كوم عملي ګام پورته نكړ، يواځي دخلكو داحساساتو د سړولو په خاطر د ۱۳۲۸ كال نه راپديخوا يي ددي ورځي پر لمانځلو پيل وكړ. ويل كيږي چي د افغانستان دهغه وخت حكومت ويره درلوده چي د كرښي نه هاخوا د افغانانو لوړ سياسي شعور او ولسواكي سره بلدتيا به په افغانستان كي د سلطنت دستګاه ته ګواښ پيښ كړي، نو ځكه يي هيڅكه رښتيني هڅه ونكړه چي موږ داسيمي بيرته خپلي كړو.
 
 د افغانستان دتن نه د نيمايي افغانستان چي اوس د پاكستان په ولكه كي دي د بيلتون دروند والي موږ په تيرو دريو لسيزو كي ښه تجربه كړ، ترڅو چي زموږ تن همداسي دوه نيمه وي د ملي وحدت تامينول به يو ستونزمن كاروي. داسيمي د افغانستان د خاوري نه بيليدونكي برخه ده، افغانستان بايد بيرته داسيمي ترلاسه كړي، ددي سيمو د آزادي او افغانستان سره دپيوستون نه پرته به نه يواځي چي زموږ استقلال نيمګړي وي بلكي تل به دګواښ لاندي هم وي.
 د افغانستان اوسني حكومت چي د خلكو لخوا ټاكل شوي حكومت دي او بايد دخلكو دهيلو او اورزوګانو ممثل وي،ښايي په دي هكله د تيرو حكومتو په شان يواځي په غولونكو شعارونو او تشو لمانځونو بسيا ونكړي، بلكي په دي هكله بايد كوټلي ګامونه واخلي او ددي لانجي دغوڅولو لپاره ښي ښايسته هلي ځلي وكړي. دا سمه ده چي اوس موږ ددي لانجي د پوځي حل غوښتونكي نه يو خو لږ ترلږه بايد په دي هكله يوه روښانه تګلاره او يوه سمه او روغه ملي ستراتيژي ولرو، دا روحيه بايد په خپلو ځوانانو كي ژوندي وساتو اويي روزو يي همدا رنګه د حكومت په خوا كي د افغانستان سياسي ګوندونه او ټولنيز سازمانونه هم په دي هكله روښانه كړنلاره ولري. دا يوه ملي داعيه ده او بايد دسياسي مصلحتونو ښكار نشي. همدا اوس هم ځيني كړي د دي داعيي د پورته كولو په هكله زړه نازړه دي،او ځيني كړي خو د ژبني تعصباتو درلودلو امله دي داعيي سره مخالف دي. او به بيلابيلو پلمو غواړي مخه يي ونيسي، همدارنګه هغه غونډه چي په دي هكله د قومونو اوقبايلو د چارووزات لخواجوړه شوي وه په هغه كي ددي وزارت د چارواكو پرته بل كوم د پام وړ حكومتي چارواكي ګډون نه درلود د هيواد په چاپي رسنيوكي هم د دي غونډي انعكاس ډير كمرنګي وو، د ملي مسايلو په هكله زموږ دا بي تفاوتي زموږ راتلونكي ته ډيره زيانمنه ده، په دي هكله هم حكومت او هم خلك بايدخپل مسئوليتونه وپيژني او سرته يي ورسوي