د پښتونخواه دوسيه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 35773

دخبریدو نیټه : 2010-05-25

د پښتونخواه دوسيه

لیکوال: رحیم الله یوسفزی

ژباړه: میرویس جلالزی

په "پښتونخواه" د سرحد ایالت د نوم پر بدلیدو چې  خورا مهمه مسئله ده تاوده بحثونه را پاریدلي دي ځکه چې دغه نوم پورې  ددغو خلکو پيژندګلوي او د  پاکستان په فدرالي نظام کې خپل  موقف تړلي دي. خو، په کوم لور چې دغه مسئله بول شوي، کله کله دخندا وړ شوي، او دا د بي پروايي او سياست ښکار شوي.

دغه ولایت ته نوی نوم ورکول،  د ډیرو خلکو تر منځ يو زړه او په زړه پورې خبره ده، خوعجيه دا ده، هغوي چې هيڅ تړاو ورسه نلري، ډېر ټينګار کوى چې که د دوي د خوښې تپل شوي نوم نه منلې کېږي، خو بيا هم په نوم ټاکلو کې بايد دوي وي.

"نیلاب" "دارالاسلام" او" نورستان" هم هغه نومونه ول چې د سرحد ایالت لپاره وړاندیز شوي وو. هغه ژور مفکران او هغوي چې اړيکه ورسره نلري، په دې پوه دي چې مسئله دا ده چې دغلته د اوسيدنکو چې اکثيريت يې  پښتانه  دي پیژندګلوي ورکړي، دوي داسي عجیب او غریب نومونه راوړل چې حتا د بحث او مشاجرې وړ نه ول.

اباسین او خیبر په ډېر شور سره وړاندې شول، تر هغه ورسته چې مسلم ليګ – نواز ګروپ، او مسلم ليګ- قايداغظم  ګروپ،  ډلو له خوا یې ملاتړ وشو.

اباسین د ايڼدس سیند نوم دی چې یوازي له سرحد ایالت څخه نه، بلکې  له ګیلجیت بلاتستان، پنجاب  او سیند څخه تیریږي، په داسي حال کې چې خیبرد هغه کنډو نوم دی چې افغانستان او پاکستان سره  نښلوي. همدرانګه خیبريې ډېر نامتو ګنډو دي خو موږ نور کنډو لکه ګومل، توچې، خوجک او ناوې  په نامه هم لرو چې دواړه هېوادونه  سره نښلوي.

د خیبر په نامه د بانکونو،  د لوړو زدکړوموسسو او نور ادارو نومول کیدو وروسته دغه نوم نه جنجال زیږونکي بڼه خپله کړه او نو ځکه ځينو دغه نوم هم په کتارکې دراوه. خو نه اباسین او نه هم خیبر د دغې سیمې د اکثريت خلکو پیژندګلوي کولای شوای، کومه چې د دوي اصلي غوښتنه ده چې بايد د ولایت نوم بدل شي.

بلاخره یو داسي ترکیبي نوم د سرحد ایالت لپاره وړاندیز شو چې د دوو سترو ډلو عوامې نشنل ګوند او ( ام پې ال ان) ګوند هغو لانجو او بحثونو ته یې د  پای ټکی کیښود چې پکې د اباسین، خیبر، هزاره او افغانیه نومونه یادیدل.

لیکن یوازې دا نوی نوم نه اوږدوي، اوس د سرحد ایالت د نورو برخو لکه دیره اسماعیل خان او چترال اوسیدونکي  هم له دغه نوم سره د خپلو سیمو د نومونو یو ځای کول غواړي.

د دیره اسماعیل خان باوري سیاست والو تر اوسه پورې د پښتونخواه دیره هزاره نوم وړاندیز کړی دی.

ګندهارا چې چا نه دی اویدلی د سرحد د یوې برخې زوړ بودایې  نوم دی چې د یوه احتمالي نوې نوم او یا هم د ترکیبې نوم د یوې برخې په توګه یاد شوی. ګندهاره په یقین د هغه تاریخې شالید ته په کتو سره تر خیبر او اباسین ښه دی.

دا د پوهاوي وړ ده که  سیاست وال په یوه نظر په انتخاباتو کې په خپلو رایو دغه مسله ومنې نو دا به هغوي سره یو ستونزمن احساس رامنځ ته کړي.خو دا سړی ډیر ناهیلی کړي چې، د درناوې وړ کسان لکه د هوايي ځواکونو مارشال ( ار ام اشغرخان) او متقاعد ملکي چارواکی ( کناور ادریس) مخکې تر دي چې خپل حقایق وڅیړې په دغې پوښتنې خپل نظر څرګندوي.


په هغه لیکنه کې چې د مارچ میاشتې په اته ویشتمه نیټه  خپره شوي وه، ښاغلي اشغر  خان ویلي وو ، په داسي یوه ولایت باندي د پښتونخواه  نوم ایښودل  چې پښتانه یې د نفوس تر نیمایې زیاته برخه جوړوي یو بیلونکی او نفاق اچونکی کار دی.

هغه همدا راز د سرحد نوم وړاندیز کړ،چې د پولې معنی لري او لا وختې د دغه ولایت لپاره  په نوي نوم کې په اردو ژبه کې کارول کیږي.

په هم دې نیټه د ډان ورځپاڼې په ورته پاڼه کې کنوار ادریس لیکلي، د دغه ولایت  پنجابیان او د سیمې هندوکو ژبې اوسیدونکي تر پښتنو ډیر ندي.

هغه همدا راز وویل، پښتونخوا به د مسلم لیګ د هغو غړو تر منځ د پښتونستان یوه کړۍ  رامنځ ته کړي چې د عوامې نشنل ګوند سره په مخالفت کې دي، او د پښتونخواه د نامه لپاره کمپاین کوي.


د اصغرخان، کنوار ادریس او نورو د معلوماتو له مخې، د ‍۱۹۸۸ کال سرشمیرنه ښیې چې د سرحد ایالت ۷۳ اعشاریه ۹ سلنه خلک په پښتو ژبه، ۳ اعشاریه ۸۶ نور چې ډیری په  دیره اسماعیل خان کې دي په ساریکې، صفر اعشاریه ۹۷ په پنجابي، صفر اعشاریه ۷۸ په اردو، صفر اعشاریه صفر څلور فیصده په  سیندي  او صفر اعشاریه صفر یو فیصده په بلوچي خبري کوي.

خو۲۰ اعشاریه ۴۳ سلنه  خلک چې د  دغه لیست د نورو په کالم کې یې یادونه شوې، په واضح ډول پکې د هندو کو ( چې ویل کیږي شاوخوا ۱۸ سلنه به وي)  چترالي، ګوجري او نورو ژبو ویونکې شامل دي.  په راتلونکي وګړ شمیرنه کې باید هندوکو او نورو ژبو ته یو جلا برخه ( کالم) بیل شي تر څو په آینده کې له جنجالونو مخ نیوی شوی وي.


۷۳ اعشاریه ۹ سلنه هغه پښتانه چې په سرشمیرنه کې مشخص شوي پښتو یې مورنۍ ژبۍ ده، او په دیره اسماعیل خان کې میشت جودونیان، ترین، مشواڼي، هزاره، سواتي، ګنده پر او کندیس هم  په خټه پښتانه دي. هغوي ته چلنج ورکړۍ او ویې هڅوۍ تر څو  له تاسو سره یو ځای شي.


  د فدرال قبایلې سیمو ادارې ( فټا) وګړ شمیرنه، چې له جغرافیایې او سیاسي اړخه د سرحد ایالت  یوه برخه ده، د  دغې سیمې د اکثریت پښتنو ښه ثبوت پرې کیږي. د بینوا ویب سایت درنو لوستونکو په کال ۱۹۹۸کې د فټا سیمې د دری ملیونه او یوسل او شپږ اویا زره وګړو  ۹۹اعشاریه ۱ سلنه وګړي چې د خپلې سیمې د نوم د بدلیدو غوښتونکي دي،  پښتو یې  مورنۍ ژبه ده .که څه هم قبایلې سیمې لوی ادارې جوړښت لري خو د سرحد ایالت د والي له لوري اداره کیږي.
 
که چیرته د فټا سیمې ارقام د سرحد ایالت د پرمختللیو سیمو او ولسوالیو برخه وشمیرل شي نو د پښتنو او هغو کسانو چې په  پښتو خبري کوي شمیره به نوره هم لوړه شي.

په پښتونخواه باندي د سرحد ایالت د نوم له بدلیدو سره په مخالفت کې، د مسلم لیګ ګوند دوه خاښي چې د میا نواز شریف او چوهدري شجاعت  حسین له لوري یې مشري کیږي اوس په هغو مشخصو سیمو کې د رایو د لاسه ورکولو ویره لري چې وګړي یې  پښتوژبي  ندي.دا دوه هغه مهمي سیاسي ډلي دي چې په پارلمان کې د پښتونخوا د نوم استازي توب کوي.

د جمیعت اسلامي او د عمران خان تحریک انصاف پاکستان ګوند وروسته تر هغه چې یې په ۲۰۰۸ کال په ډیر شور سره عمومي ټاکني تحریم کړې په پارلمان کې استازي توب غواړي او اوس  د دې لپاره  سیالې کوي چې بیرته اسمبالې ته لاره پیدا کړي.دغه دوه  ډلي غواړي چې د پښتونخواه موضوع اوس ولایتي ټول پوښتني ته کیږدي.

تقریباً نوري ټولي ډلي د پښتونخواه ملاتړ کوي پرته له هغو چې د پښتونستان او افغانیه د نومونو پلوې کوي.که دیموکراتیک اصول مراعات شي، نو د اکثریت هیلو ته دي درناوی وشي چې د نوم د بدلیدو غوښتونکي دي.

 د سرحد ایالت اسمباله چې د  خلکو غوښتنې انعکاسوي د ۱۹۹۷ کال په نوامبر میاشت کې یې د رایو په اکثریت  پښتونخواه تصویب کړ خو یوازي د صیف الله وروڼو، سلیم او همایون ورسره مخالفت وکړ او د مسلم لیګ نواز ګروپ وکیلانو چې وروسته په سرحد ایالت کې د عوامې نشنل ګوند شریکان شول خپلې رایې و نه کارولي. د رایو نه ورکول د مخالفت معنی  نلري او دغه پریکړه په سرحد ایالت کې د هغې اعلامیې پر ضد نه وه چې د ایتلافي حکومت د سقوط څخه د مخنیوي  لپاره صادره شوي وه.

په دغه پریکړه کې سیاست تر اصولو برلاسی وګڼل شو او د مسلم لیګ نواز ګوند غړي وزیران  سردار مهتاب احمد خان، پیرصابرشاه او نور هزاره سیاست وال اوس د پښتونخواه سره د مخالفت په لومړۍ کرښې کې قرار لري.

د پیرصابر شاه د وینا پر اساس مسلم لیګ نواز خاښی ته د سرحد ایالت لپاره د افغانیه نوم د خوښې وړ وو. که څه هم د مسلم لیګ ګوند مشرتابه د افغانیه له نوم سره خپله موافقه ښوده خو دا ستونزمنه ده چې وپوهیږو څرنګه به دا نوم ( افغانیه) د سیمې د غیر پښتنو اوسیدونکو  لکه هزاره ګانو او داسي نور دهویت ساتنه وکړي، هغه خلک چې باور لري پښتونخواه به د دوي هویت ثابتوي.
 
د بینوا ویب سایت درنو لوستونکو ، اباسین، خیبر او داسي نور نومونه نشي کولای د غیر پښتنو وګړو پیژندګلوي ثابته کړي پرته له دې چې د اکثریت پښتنو زړونه خفه کړي.په قومې بنسټ ولاړ پښتونخواه،  له مشاجرو څخه د یوه واضح حقیقت پر اساس خوندي پاتي کیږي. هغه حقیقت چې پښتانه هم د پاکستان د نورو ولایتونو د اکثریت وګړو په څير حق لري چې  د ولایت نوم  یې د هغوې پیژندګلوي وکړي.

که څه هم پنجاب په دغه ایالت کې د پینځو رودونو د نوم په اساس  او سند ایالت هم د اندوس د سیند پر اساس سند نومول شوی،  خو په دغو دوو ایالتونو کې میشت اکثریت خلک په پنجابیانو او سندیانو پیژندل کیږي. یقیناً بلوچستان  په دغه ایالت کې د اکثریت بلوچانو او د هغوي د براهوي تربرونو د نامه په اساس بلوچستان یادیږي.


خو تاسو به هغه وخت خپل فکر له لاسه ورکړﺉ چې نن د  پنجاب، سند او بلوچستان نومونه بدل شي. په پنجاب کې د سرکې ژبو وګړو شمیره د ټولو وګړو ۱۷ اعشاریه ۳۶ سلنه جوړوي.

په پنجاب ایالت کې د ۷۵ اعشاریه ۲۳ سلنه  پنجابي وګړو په تناسب د سرکې ژبو شمیره ۱۷ اعشاریه ۳۶ سلنه ده او په سند کې ۵۹ اعشاریه ۷۳ سلنه وګړي په سندي ژبه خبري کوي،۲۱ اعشاریه ۰۵ سلنه په اردو ژبه، ۶ اعشاریه ۹۹ سلنه په پنجابي او  ۴ اعشاریه ۱۹ سلنه په پښتو  ژبي خبري کوي.

په بلوچستان کې له ۵۴ اعشاریه ۷۶ سلنه  خلکو پرته د نورو بلوچستان میشتو مورنۍ ژبه بلوچي نده او په دغه ایالت کې ۲۹ اعشاریه ۶۴ وګړي یې پښتانه، ۵ اعشاریه ۵۸ یې سندیان، ۲ اعشاریه ۵۲ یې پنجابیان او ۲ اعشاریه ۴۲ سلنه یې په سرکې ژبې خبري کوي.

د بینوا ویب سایت لوستونکو په حقیقت کې په فټا او سرحد ایالت کې پښتو ژبي کسان د پاکستان د بل هر ولایت په پرتله  لویه قومي ډله ده .

که چیرته په پاکستان کې دوهمه لویه قومي ډله یعني پښتانه چې (۱۵،۴۲) سلنه دي  او  له پنجابیانو څخه راپدې خوا  چې(۴۴.۱۵ ) فیصده ټول نفوس جوړوي، له پام څخه وغورځول شي او له دې انکار وشي چې د هغوې د پیژندګلوۍ لپاره د هغوي د ولایت نوم بدل شي نو دا  به یو غیردیموکراتیک او عادلانه کار وي.

د بینوا خاص مطلب

ترجمه او ترتیب: میرویس جلالزی

تلیفون شمیره: (0700043967)

یادونه: د دغه مطلب د بیا خپرولو حق له بینواویب سایت سره خوندی دی که هر کس ( هر راز مطبوعات) دغه لیکنه له سایت نه کاپی کوی او نشروی یی نو دا زموژ حق دی چی زمونژ نوم ورسره ذکر کی .

په مینه

اداره