دګل رحمن رحماني درې نوي کتابونه چاپ شول

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 35815
مجيب احساس
دخبریدو نیټه : 2010-05-26

 

     دځوان اوپياوړي ليکوال اوژورنالست ګل رحمن رحماني درې کتابونه چاپ شول چې لومړۍ هغه يې (ښکلا)ناول دى چې په زړه پورې اومينه وړى داستان دى دويم کتاب يې (تلپاتې درد) دى چې دهغه دځانګړې لارې ليکل شوي دېرش نثرونه په کې خپاره شوي دي .

اودرېيم هم (ګوره چې هېرمې نه کړې ) تذکره ده چې دننګرهارپوهنتون دښوونې اوروزنې دپوهنځي دپښتودادبياتو ددېرشمې دورې شپږاتيامحصلين په کې په هنري اندازمعرفي شوي دي .

 ديا دونې وړده چې دغه کتابونه په جلال ابادښارکې دګودرخپرندويه ټولنې تازه خپاره کړي دي ديادونې وړده چې له دې نه وړاندې هم درحماني صيب دوه شعري ټولګې اويوناول خپاره شوي دي .