جهاني صيب ولې دا افتخار نه غواړي؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 3586
عنايت صافې
دخبریدو نیټه : 2005-09-07

عنايت صافې
لكه چى دا وړۍ شړۍ نشي. كله دومره هيملن شو چى ټولې تيرې كرغيړنې پيښې مو له ياده ووځي، او كله هم داسې نهيلي شو چى يوځل بياهماغو توپاني څپو كى ځانونه پريوتي گورو. خبره مى دهيواد دتكړه شاعر عبدالباري جهاني پرهغه نهيلې ليكنه كوله چى په بينوا ويب پاڼه كى كښل شوې وه. نوموړي دكرزي صيب په غوښتنه څو ځلى دملي سرود لپاره خپل شعر وليكه. خوبيا به هم ديو څو بې سوادانو لخوا په كميسيون كى ترګوتنيونو لاندې راغې. چابه په كى دقومونو نه شتون په ګوته كاوه او چابه په كى ځنى كلمې مخكى وروسته بللې. خو په هرحال زه دښاغلي جهاني له دغه خبرې سره چى په ملي سرود كى دټولوقومونو دنومونو راوړل?دملي سرود په معنا نه بلكه دقومونو?دنومونو دلست بڼه?ده چى په پايله كى??ملي انشعاب او تربګنۍ ته په لوى لاس لار وركول دي?همغږې يم .? ښاغلى كرزې بايد دخپلو نورو مسايلو?په خوا كى دكميسيون غړو ته هم يو ځغلنده نظر وكړي چى داڅوك مى ټاكلي يا ټاكل شوي، چى له امله يي جهاني?صيب ديته مجبوريږي چى وايي زه له دى افتخار نه لاس پرسريم، زما شعر دى هيڅدملي سرود لپاره نهغوره كيږي.داچى ټول په يو افغانستان كى اوسيږو، څه ضرورت دى چى نړيوالو ته دخپلى ناهمغږۍ حال په خپله ووايو. كه پريو افغان باندى نه راټوليږو او په افغان باندى نه ياديږو نو بيا داوړ ناندريوو ته څه ضرورت دى،??خو هماغه فدرالي حكومت ښه دى چى هر قوم په كى ځان ته خپله ونډه بيله كړي، چى يخې اوبه پرى توى شي. زه نه غواړم ادبي ليكنه وكړم، ځكه چى پرادبي ليكنو دهرچاسم سرنه خلاصيږي، نو ځكه غواړم له تاسو سره دغه څوعاميانه خبرى شريكى كړم چى ولى ددولت له خوا دعبدالباري جهاني شعر چى دملي سرود لپاره كله غوره شي او كله له پامه وغورځول شي داسى په بى اعتنايي سره ټكول كيږي. كله?هم دښه ټكولو لپاره عامه نظرغوښتنې?ته وړاندې شي او كله هم دكره كتنې لپاره دكميسيون ارزيابۍ ته وړاندې شي. دښاغلي جهاني دغى يوى خبرى ته ډيرحيران شوم او ټكان يي راكړ چى ويل يي : په داسى حال كى چى ملي سرود په پښتو ليكل شوي خو دكميسيون مشري رهنوردزرياب ته چى په پښتو نه پوهيږي سپارلې،بس همدا خولۍ او هم دا سر.او بله دا چى جهاني صيب په خپله ليكنه كى ورته نغوته كړى چى زرياب صيب داسى هم ويلي وو چى كه ستاسو خوښه وي دملي سرود شعر به درته مونږ په فارسي كى جوړ كړو بيايي تاسى پښتو ته واړوۍ) راشه كه توديږې، بس ددغه كميسيون پښتنو غړو ته دا شرم، اوسپكاوي اشاره نه بلكه دوى ته دبى كفايتۍ يو پرځاى نظر دى چى يي ورته كړې، زرياب صيب ته دى خداى ډير عمر وركړي چى زمونږ پښتني احساس راژوندې كوي او زمونږ هغو پښتنو ته دى خداى ډير كم عمر وركړي چى ددغه محروم ولس پربرخليك باندې ملنډې وهي. او له خپلو حقه حقوقو څخه يي محروموي.

كابل افغانستان