النهار: حریري له اسرایلو د امریکا په ملاتړ پوه شوی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 35862

دخبریدو نیټه : 2010-05-29

النهار: حریري له اسرایلو د امریکا په ملاتړ پوه شوی

سرچینه:  النهار ورځپاڼه

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی

د لندن چاپ عربي ژبي النهار ورځپاڼي په خپله ننۍ ګڼه کې د اسرایلو، امریکا او لبنان پر اړیکو یوه مقاله خپره کړي ده .

د مقالې په یوه برخه کې راغلي چې د لبنان لومړي وزیر سعد حریری اوس په دې پوه شوی چې د اسرایلو له خوا د لبنان په خاوره کې د غجر د کلي له تصرف څخه امریکا د اسرایلو ملاتړ کړی دی.


ورځپاڼه لیکي چې امریکایی چارواکو په دې ورستیو کې د لبنان پر وړاندي د اسرایلو ګواښونه نادیده ګڼلي او د لبنان د حزب الله ډلي تقویه کیدل یې د لبنان پر ضد د ترهګرو یوه شوم پلان په ګوتو کړی دی .

النهار په خپله پرونۍ ګڼه کې لیکلي وو چې د لبنان لومړي وزیر سعد حریري په بیروت کې د امریکا له خاص استازي جورج میشل سره د اسرایلو له ولکې د غجر د کلي دبیرته آزادولو پر سره خبري وکړي خو  هغه په دغه برخه کې له امریکایې دغه چارواکې سره له خبرو اترو مایوسه شو.

دغې ورځپاڼي له امریکایې چارواکو په حواله ولیکل، چې د لبنان کورنۍ او نړیوالې سیاسي ستونزې د دې لامل شوي چې اسرایل له دغه کلي په شا نشي خو امریکایې چا رواکي به له اسرایلي لورو سره په هره غونډه کې د غجر له کلي څخه د اسرایلو عسکرو  په عقب نشني بحثونه ولري.

النهار ورځپاڼه وړاندي لیکي چې بیروت ته د اروپآیې هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانود ورستیو سفرونو څخه داسي ښکاري چې دغه وچه د اسرایلو او لبنان تر منځ له احتمالي جګړې سخته ویره لري او هغوي ډاریږي چې که چیرته دغه جګړه ونښلي نو د یونیفل په چوکاټ کې به په منځني  ختیځ کې د اروپایې هیوادونو سرتیري له سختوستونزو سره مخ شي.

النهار لیکي چې د یونفل نړیوال سوله ساتونکي سرتیري د لبنان په جنوب کې ځای پر ځآی دي.

د دغو سرتیرو له قوماندان جنرال البرتو اسارتا څخه اسرایلي جنرالانو غوښتي چې لبناني دولت ته د دوي پیغام ورسوي چې دوي نه غواړي د لبنان پر وړاندي کومه جګړه پیل کړي خو غرب او امریکا په سیمه کې د یوې احتمالي جګړې د رامنځ ته کیدو وړاندوینه کوي.

النهار ورځپاڼه لیکي چې اسرایلو په کال ۱۹۶۷ کې د غجر کلی ولکه کړ خو په ۲۰۰۰ کال کې اسرایل د دغه کلي له شمال څخه ووتل خو کله چې په ۲۰۰۶ کال کې د اسرایلو او لبنان تر منځ یو ځل بیا جګړه ونښته اسرایلي ځواکونه په دې وتوانیدل چې د دغه کلي پریښي سیمې بیرته ولکه کړي.

ترجمه او ترتیب: میرویس جلالزی