واشنګټن بوسټ:دگوانتاناموبندیان ټیټ پوړی جنگیالی دی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 35875
ترجمه او ترتیب: میرویس جلالزی
دخبریدو نیټه : 2010-05-29

سرچینه: واشنگتن پوسټ

دواشنگتن پوست ورځپانی په خپله وروستی شماره کی یو داسی رپوټ خپور کړی چی وایی په گوانتانامو زندان کی زیات شمیر له ترهگرو سره د ارتباط په تور نیول شوی بندیان یوازی ټیټ رتبه جنگیالی دی نه مشر قوماندانان او د جنگ سمبالونکی .

واشنگتن پوست لیکی، کله چی بارک اوبهاما د امریکا ولسمشر شو د گوانتاناموپه زندان کی له پرتو 240 تنو بندیانو نه زیات شمیر یی ټیټ پوړی مخالف جنگیالی ول چی یوازی 24 تنه یی د امریکا پر ضد په لویو دسیسو تورن وو او بس .

واشنگتن پوست د گوانتانامو د زندان د کتنی د اجرایی قواوو له قوماندانی نه په حواله لیکی چی دغلته له بندی کسانو نه 126 تنه یی دریمو هیوادونو ته استول شوی، 36 تنه یی د امریکا په فدرالی محکمو کی محاکمه شوی او 48 نور یی د جنگ د قوانینو لاندی پیژندل شوی دی .

په گزارش کی راغلی چی 10 سلنه دغو بندیانو د امریکا پر ضد په بریدونو کی برخه درلوده او 20 سلنه نورو بیا له القاعدی سره ارتباط درلود .

واشنگتن پوست لیکی چی دغه راپور په جنوری میاشت کی کامل شوی وو او همدا هفته د امریکا دولت ته  واستول شو .

پوست لیکی چی د اوبهاما اداره د جنوری په میاشت کی د یوه ترهگر له لوری د مسافر وړونکی الوتکی د ناکامی دسیسی په تحقیق بوخته وه چی دغه راپور تکمیل شو او په هغه وخت کی د اوبهاما اداری د گوانتانام و د زندان له تړلو سره چندان علاقه نه لرله .

واشنگتن پوست لیکی چی بارک اوبهاما چی کله د 2009 کال په جنوری کی د امریکا د ولسمشر په توگه دنده پیل کړه نو سمدستی یی د گوانتانامو په زندان کی د سمندری سرتیرو په مرکز کی د یوه کوچنی زندان د تړلو امر وکړ.

د گوانتانامو زندان د 2002 کال په سر کی د امریکا د پخوانی ولسمشر جورج د بلیو بوش له لوری جوړشوی دی .

ویل کیژی چی دمگړی دغلته 180 تنه بندیان دی خو په تیرو حو کلونو کی دغلته د موجودو بندیانو شمیره چی پکی یو شمیر افغانان هم شامل ول 780 تنه و ه .