چي سړی ترخدای (ج)تر حق تير نه سي ، ياره ! بيخي ډېر درواغان مو هم واورېدل ، هم وويل. نور نو مسلمانان اوهيڅ انسان ته درواغ ويل نه ښايي. بسته ، تر کله؟. کلونه ووتل چي موږ ريشتيا چنداني نه اورېدلي نه ويلي دي ، ښايي علت يې دزوردارانو څخه بېره وي ، ولي که به مو تور ته تور ويل ، خپې به وې ګوسړې به وې يا به کوټه قلفي وه. نه چا حق اورېدل نه يې ويلای سوای او نه چا سپوڼ وهلای سو. هر ناحقه خبر چي به د قدرت خاوند وکړه موږ به د بېري يو دبله تر سترګو تر کونجانو سره وکتل، د رد جواب مو نه سو ورکولای ، ځکه چي زړونه يې داسي راڅخه کښلي وو چي اوس لا هم هغه وهم راسره دئ .
موږ دريشتيا و ويلو او اورېدلوته ډېر تږي يو . نو ګرانو حق ګويانو ! نن چي د آزادۍ يوه کاذبه هوا را الوتې ده هر څه حقايق چي په زړو کي لری ، داغه يې وخت دئ تر ابده په زړوکي ساتل يې ګناه ده . په اشارو کنايو او لفافو کي چي پخوا هر څه ويل سوي دي ، غوږونه کاڼه پرلوېدلي دي. نو تر څه وخته پټپټانه.
راځی چي حقايق لڅ ، برمنډاو په ډانګ پييلي پر ډاګ تن ووايو، ولي چي د آزادۍ دباغ په دېوال کي يوه دساه کښلو مورۍ سته ،دمخه تر دې چي وتړل سي د موقع څخه استفاده په کار ده، چي دباغ په مورۍ کي په لوړ ږغ ورناري کړو چي:اې باغوانانو!دخدای(ج)ترحق موولاکه تېرکی ، موږ مو وينو چي دمالکانو حق مو نو خوړلئ دئ.
نړيوالوراځی وه نه ډاريږو، يو وبل ته ريشتيا سره ووايو او پر درواغانوسپټي وه نه غوړو.
خدای(ج) د حق ملګری دئ ا و په حق خوشحاليږي.
عبدالهادي – ريشاء
۲۸/۰۸/۲۰۰۵
کراچي
يــادونه :- دا ليکنه مي کړې وه چي پرون مي د ښاغلي جهاني داستان واورېد. چي دقدرت دخاوندانو مخ ته هم دحق ويلو څخه شاته سوی نه دی . پدې کار يې زما د پورته وړانديز د پاره د مخکي لا ښه پيلامه ايښې ده . دا نو زما د وينا او د ده د عمل توارد دئ . پر ده دي صد آفرين وي . څښتن دي ټولو ته داغسي توان ورکي. ريشاء