ملي سرود د توطئو په لومه کي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 3591
انجنير ذکريا - هالنډ
دخبریدو نیټه : 2005-09-07

انجنير ذکريا - هالنډ ٧سپټمبر٥ ٢٠٠

 

که د افغانستان تېر تاريخ ته کتنه وسي، نو هر کله زموږ په  هيواد کي داسي خلګ او ګروپونه موجود وه ، چي له يوې خوائي د افغانستان د ودي او غوړيدو سره هيڅ مينه نه لرله او له بلي خوا ئي هر کله په ډيره حيله ګرۍ سره  افغانستان ته داسي ستونزي جوړولي ، چي زموږ هيواد به تر ډيري اوږدې مودې پوري د هغو نه ځان نه سوای ايستلای .

 

يووخت دد پخوانيو رژيمونو يو وزير کيسه راته کول ، چي زما د کار په سلو کي ٥٠ وخت د هغو توطئو په دفع کولو کي تېرېدی ، چی د نورو له خوا راته جوړېدې ، په سلو کي ٢٥ خپل وخت مي نورو ته په توطئو جوړولو تېروی  او يوازي په سلو کي ٢٥ وخت مي د وزارت کار ته بېل کړی و، يعني ده د خپل وخت يوازي څلورمه برخه سالم کار کاوه او نور ټول توطئي او ورانونکی کارو . له بده مرغه دغه حالت له ډيره وخته شتون لري .

 

په اوسني مهال کي هم کله چي  د اساسي قانون د تصويب لويه جرګه جوړه سوه ، نو په هغه لويه جرګه کي يو شمېر کسانو خو لومړۍ دا غوښتنه لرله ، چی ملي سرود دي  په پښتو ژبه نه وي او وروسته دډيرو ﻻنجو او چنو وهلو ئي دا تحميل کړه ،چي په ملي سرود کي بايد ، په افغانستان کی د مېشتو قومونو نومونه او د ( الله اکبر ) يادونه وسي . دوی د هغه پرنسيپ نه کار واخست ،چي وائي : ( په مرګ ئي ونيسه ، چي په تبه راضي سي ) .

 

په افغانستان کي خو د ٣٠ په شااو خواکي لوی او واړه قومونه او مذهبي ډلي ژوند کوي . د ښاغلي عبدالباري جهاني د خبري په تائيد ، که چيري ددغو ټولو قومونو او مذهبي ډلو نومونه واخستل سي ، نودا ملي سرودبه لږ تر لږه ٤٥ بيته ولري او دا نو بيا له يوې خوا ملي سرود نه بلکي يوه قصيده به وي  او له بلي خوازما په آند هيڅ شاعر نسي کوﻻی د داډول ملي سرود لپاره يو وړ شعر جوړکړي او که ئي جوړ هم کړي نو طبعي خبره ده ،چي هغه به د خوند او کيفيت له لحاظه دومره غښتلۍ نه وي ، لکه يوه ملي سرود ته چي ښايي .

 

خو که په افغانستان کي د ټولو مېشتو قومونو او مذهبي او اِتنيکي ګروپونو نومونه -  نه اخستل کيږي او يوازي د يو شمېر يادونه ئي کيږي ،دا خونو بيا د هغو سره چي نومونه ئي نه دي اخستل سوي ، د توپير يز سياست نه کار اخستل کيږي ، چي دا کار د اساسي قانون نه سر غړونه ده ،ځکه چي د افغانستان د اساسي قانون له مخي په افغانستان کي ټول خلګ ، د قومي ، مذهبي ، سياسي او نورو توپيرونو د په نظر کي نيولو نه پرته ، يو شان حقونه او مکلفيتونه لري ، او د هيڅ چا په وړاندي د توپيرنه کار اخستل مجاز نه دي .

 

دغه راز لکه څنګه چي د ملي سرود لپاره د موزيک کمپوز هم جوړيږي او ملي سرود د موزيک سره يو ځای ويل کيږي ، نو آيا دا به سمه وي ، چي د خداي تعالی ( ج ) نوم دي په موزيک کي و ږغول سي ؟ زما په آند هيڅ يو ديني عالم او ملا به دا تائيد نه کي چي په موزيک کي دي ( الله اکبر ) وويل سي . که چيري بيا هم دغه ډول ملي سرود جوړ سي نو کيدای سي د ډيرو سترو ستونزو سبب هم سي .

 

اوس نو دا سوال پيداکيږي ، چي آيا دغو کسانو چي هغه وخت ئي په ملي سرود کي د قومونو د نومونو او( الله اکبر ) د يادولو غوښتنه کول ، په دې نه پوهيدل چي دا ناسم کار دی ؟ زما په آند دوی په دې هر څه بيخي سم پوهيدل او دا هر څه  د پلان سره سم په نظر کي نيول سوي وه او دا هغه پلان دی ، چي موږ په دې تاريخي پړاو کي يو ځل بيا د يوې داسي ستونزي او پرابلم سره مخامخ کړي ، چي د حل لاره ئي را نه ورکه کړي او د بلي خوا پر موږ خپل تنظيمي سندره د ملي سرود په شکل و تپي او څومره چي کيدای سي د اوږده وخت لپاره هغه  و ږغوي .

 

تر دې لا بله سپکه خو داده چي د ملي سرود د ارزوني د کميسيون مشري داسي چا ته ورکړه سويده ،چي له يوې خوا اصلاً په پښتو ژبه پوهيږي نه او له بلي خوا ددغي ژبي سره خصومت هم لري او دداسي ملنډو وهلو حق ځان ته ورکوي ، چي وائي : ( موږ به ئي په پاړسي در ته جوړ کړو او تاسي ئي بيا په پښتو وژباړئ ) . دا هم د اطلاعاتو او کلتور د وزير يوه بله (کار نامه ؟؟؟؟) ده . زه نه پوهيږم ، چي تر کله به په موږ دا ملنډي وهل کيږي او تر کله به موږ دا هر څه منو او زغمو .

 

- موږ په پټه خوله دا منلې ده ،چي زموږ ژبه دي ، داساسي قانون خلاف ، په دولتي ادارو کي نه کاريږي او رسميت دې نه لري .

 

- موږ دا هم منلې ده ، چي په کابل کي دې زموږ بچيان ، بيا هم د اساسي قانون خلاف ، ددې حق نه محروم وي ، چي په خپله مورنۍ ژبه دې ليک لوست و کړي .

 

- موږ دغه راز دا هم زغمو ، چي  د اساسي قانون خلاف ، په افغانستان کي دې دمنل سوو اصطلاحاتو او ترمينالوژۍ کمبله ټوله سي . او د اطلاعاتو او کلتور د وزير د پښتو دښمن سياست په وړاندي پټه خوله ناست يو . آن په کابل کي خو د وزارتونو ځيني لوړ پوړي چارواکي په ډاګه اعلانوي ، چي په پښتو ژبه مکتوبونه نه منوړ .

 

- او اوس دادۍ دا هم زغمو ، چي دا څو کاله کيږي ، چي نه يوازي ملي سرود په قصدي ډول نه منل کيږي ، بلکي په هغه د ځينو کسانو له خوا ملنډي هم وهل کيږي .

 

که چيري موږ د ملي سرود اوسنۍ ستونزي ته يو څه په جدي توګه وګورو ، نو دا نه حلېدونکې ستونزه ده  ، ځکه چي په دغه ډول ، چي په اساسي قانون کي راغلي دي ، د ملي سرود شعر جوړيدﻻی نسي او سمه هم نه ده چي دغه ډول يو ملي سرود دي جوړ سي .دا پرابلم د اساسي قانون د تصويب د لويي جرګې په وخت کي د ځينو کسانو لخوا د توطئي په شکل په قصدي توګه رامينځ ته سو ، چي اوس ئي زموږ څخه لار ورکه کړيده .

 

سربېره پر دې په دي ﻻنجو کي زموږ پرډيرو محترمو شاعرانو ښاغلۍ رفيع ، ښاغلۍ جهاني او ښاغلۍ اکبر باندي هم د هر ډول کسانو لخوا نيوکي وسوي او ځينو خو آن په دي نيوکو کي ځانونه سپکاوي ته هم ټيت کړل  .

 

که موږ يو ځل خپل هيواد د نورو هيوادونو سره پرتله کړو ، نو هغه ستونزي چي موږ ته د ځيني کسانو لخوا په مصنوعي ډول او د توطئي له مخي را جوړيږي ، د نړۍ بل هيڅ هيواد ور سره مخامخ نه دی . د بل هر هيواد خلګ خپل ملي سرود ته ډير خوښ وي او کله چي هغه ږغول کيږي نو دهغه په درناوي ورته وﻻړيږي او خپل ﻻسونه پر زړه ايږدي او ځيني خو ﻻ دومره احساساتي کيږي ، چي ور سره ژاړي ، خو د بده مرغه موږ دداسي توطئو سره مخامخ يو، چي  د ملي سرود  جوړولو ته مونه پرېږدي .دا هم د نورو توطئو په لړ کي يوه بله توطئه ده ، خو موږ ئي بايد په ټينګه اراده او حوصله سره د حل ﻻره پيداکړو .

 

زما په آند دغه ستونزه بايد په اُصولي او قانوني توګه حل سي . هيڅ کار بايد د قانون خلاف تر سره نه سي . د بلي خوا د ملي سرود په هکله د اساسي قانون دغه برخه چي د ملي سرود د شعر جوړول ئي د ستونزو سره مخامخ کړيدی ، اصلاح سي  .

 

نو زما په آند دحل يوازنۍ لاره داده ، چي د پارلمان د جوړيدو نه وروسته د ولسي جرګي ښاغلي وکيلان دي د ملي سرود په هکله د اساسي قانون. ماده داسي تعديل کړي ، چي د ملي سرود د شعر جوړيدو په لاره کي ټول خنډونه ليري کړي او نور دي دې ته نه ګوري چي يو څو کسان د هغه سره مخالفت کوي ، بلکي داسي پرېکړه دي وکړي ،چي د ملي سرود د شعر د جوړيدو سره مرسته وکړي . د ډموکراسۍ اُصول خو دادي ، چي لږه کۍ بايد د ډېره کي خبره ومني . که چيري لږه کۍ د ډېره کي پريکړه نه مني نو ډېره کۍ خو بيخي نسي کوﻻي د لږه کي پريکړه  ومني .

 

دغه  راز د ملي سرود د ارزوني د کميسيون مشري دي داسي چا ته ورکړل سي ، چي نه يوازي په پښتو شعر و پوهيږي ،بلکي د پښتو شعر او ادب کار پوه هم واوسي .

 

په اخیر کي د ځينو هغو دوستانو نه زما هيله داده ، چي په خپلو ليکنو کي دي د ملي سرود سره سپک چلندنه کوي او د ( بسوګۍ ) شاني په نومونودي خطاب نه ور ته کوي .

 

په درنښت