Xinhua: د افغان سولی مشورتی جرگه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 35955

دخبریدو نیټه : 2010-05-31

سرچینه: د چین سرکاری خبری آژانس ژینهوا

ترجمه او ترتیب: میرویس جلالزی

د چین ژینهوا خبری رسنی د افغانستان د سولی د مشورتی جرگی په باب یوه مقاله خپره کړی چی مهمی برخی یی تاسو ته را اخلو .

ژینهوا لیکی، په داسی حال کی چی افغان دولت غواړی روانه هفته د سولی مشورتی جرگه د امنیت د قایمولو او د ثبات د راوستلو لپاره جوړه کړی، طالبانو یو وار بیا د جگړی د شدت خبرداری ورکړی دی .

ژینهوا لیکی چی د طالبانو د بغاوت په تازه  موج کی هغوی پرون  د تیلو هغو 6 تانکرونو ته په غزنی کی  اور واچاوه چی ایساف قواوو ته یی د سونگ مواد انتقالول .

یوه شپه دمخه طالبانو د خوست په ولایت کی یو مکتب ویجاړ کړ  چی د چارواکو پر وینا 1300 تنو ماشومانو پکی زدکړی کولی.

ژینهوا آژانس لیکی چی د افغان دولت د وسله والی مخالف گروپ په توگه، طالبانو په وار وار د خارجی عسکرو د شتون په صورت کی هر راز خبری اتری تحریم کړی دی او هغوی د بهار د عملیاتو په نامه خپل عملیات لا وختی پیل کړی دی .

په داسی حال کی چی افغان دولت د سولی لپاره قدمونه پورته کوی طالبانو د می میاشتی په اتم تاریخ رسنیو ته په خپل استول شوی یوه بیان کی خبر ورکړ  چی دوی د الفتح په نامه نوی عملیات  پیل کړی دی .

دغه عملیات په داسی حال کی پیل کیژی چی همدا اوس اوس په افغانستان کی 120 زره خارجی عسکر دیره دی چی زیات شمیر یی امریکایان دی .

طالبانو ویلی چی د سرک د غاړی چاودنی، انتحاری بریدونه او په افغان او خارجی عسکرو مخامخ یرغلونه د دغو عملیاتو یوه برخه ده چی افغان دولت ورته د پروپاگندا نوم ورکوی .

ژینهوا لیکی چی د افغانستان د سولی د مشورتی جرگی له را رسیدو سره سم د طالبانو بریدونو زور اخیستی او دا د دی ثبوت دی چی هغوی دغی جرگی ته درناوی نه کوی او ورته کوم مفهوم نه لری .

د سولی د جرگی یوه نطاق گل آغا احمدی وردگ ژینهوا ته ویلی چی دغی جرگی ته طالبان ندی راغوشتل شوی .

ژینهوا لیکی چی دغی جرگی ته 1600 کسان را بلل شوی چی پکی قومی مشران، د پارلمان وکیلان، اجتماعی اشخاص، حکومتی مامورین او دیپلوماتان را  بلل شوی چی دری ورزی به دوام ومومی .

ژینهوا لیکی چی له دی نه علاوه هغه کسان چی خپل عزیزان یی په جنگ کی له لاسه ورکړی تشویش لری چی د سولی په مشورتی جرگه کی به هغو کسانو ته د عفوی اعلان وشی چی په جنگی جنایتونو کی لاس لری او دغه خلک د جرگی د پریکړو او بحثونو نه زیاته ویره لری .

ژینهوا لیکی چی تندلاری طالبان به چی د خپلی واکمنی پر مهال یی نجونی مکتبونو ته نه پریشودی هغه قانون سنگه ومنی چی زنانه وو ته د کار او تعلیم حق ورکوی او د هغوی د دغو حقونو تظمین کوی.

ترجمه او ترتیب: میرویس جلالزی