ملي سرود دفرهنګي اپارتايد په توره لومه كې :

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 3598
كابلي والا _ هند
دخبریدو نیټه : 2005-09-09

كابلي والا _ هند ـ 

جمعه د وږي ١٧ د ١٣٨٤ لمريز کال

اوس يې څنګه كوې ضابط صاحب !؟ 

يووخت ، په هغو شپو او ورځوكې چې انقلابيانو اومجاهدينو كه وروڼه هم وو ، يوبل په سكرونوسره ويشتل اوپرديو لكه چرګان داسې سره جنګول ، په هغه مهال په مركزي افغانستان كې يوه دولتي پوسته مجاهدينواويادهغه وخت په نومونه اشراروولوټله ، يو ضابط او درى ،څلور تنه عسكر يي ونيول ، له ځان سره يې روان  كړل ، اوخپل منزل ته يې ورسول ، په يوه كوټه كې واچول ، ضابط خواركي له خپلو عسكرو څخه هيله وكړه چې نورماته ّضابط صاحب مه وايي ، په نامه مې بولئ ، مجاهد دا خبرې واوريدې ، راغى اوورته ويې چې تاسې خو ټول عسكران نه يې په تاسې كې يوتن ضابط دى ، كه هغه موږ ته را ونه ښئ ، نوعسكرچې موږ يې خوشي كوو  به هم راڅخه ژوندى ولاړ نه شي . مجاهد په څه شي پسې دباندې ووت اوكه به يې غوږ ورته نيولى و ،په دغه منځ كې يوه عسكر چې ډيرډارشوى و، ضابط ته مخ ور واړاوه او په درديدلي آوازيې ورته وويل : اوس يې څنګه كوې ضابط صاحب  ؟ ....

نوميالي شاعر باري جهاني دادى په دى ورځوكې دپښتنواوپه خاصوتوګه ما غوندې كسانوله پاره دخولې پرانيستولو اودحقايقوهغه تړلي بوخڅه اوياهم په اصلي ماهيت سره دمداري كڅوړه چې انتظارته يي زموږسترګې څلورشوې وي پرانيسته . او اوس يې دا دى موږ په هغه پوله ودرولوچې ټول پښتانه بايد يوبل ته سره وګوري اوله يوه اوبله بايد داپوښتنه وكړي چې اوس يې څنګه كوې ضابط صاحپ ؟

ملي سرود ، درته يادوم چي ديوه مثلث په منګولو كې لويدلي و او اوس يې خبره روښانه شوه چې ولي په توطيوكې ښكيل و او ولي مو خپله ګناه په نورو وراچوله ؟

  په دغه ترڅ  كې به ترټولو دمخه دمثلث برنۍ ضلعي ته ور وګرزو ، په دغه ضلع كې ښاغلى كرزى صاحب ناست دى ،څوك چې لويې جرګي دنده وركړې چې دى بايد دمسول كس په توګه په ملي سويه دا خلكواو شاعرانو ته دخيلو ډله ييزووسايلو له لارې اعلان كړي چې دا وكړئ اوياهم دا  په دې خاطرچې ملي سرود بايد جوړشي ، هغه ديوه ولس مشر په توګه نه بلكي دشخصي اړيكو پراساس دملت پرځاى اودملت دشاعرانو پرځاى داغلبه پرې زور وره شوه چې ملي سرود يي هم اول امريكايان ورته جوړكړي اوكه هغوى يې نه شي كولاى  نولږ ترلږ بايد يوامريكايي تبعه خو وي ... ځكه جهاني صاحب خواركى په لاس ورغى اوداملي دنده يې په شخصې توګه ښاغلي جهاني ته وروسپارله چې دا فرمايش بايد عملي كړي لكه چې په خورا رښتينوشاعرانه اخلاقو سره يې په دغه ټكي باندې اعتراف هم كړى دى او يوشاعربايد همداسې وي .

دمثلث په دويمه ضلع كې هيوادمل صاحب ناست دى ، نه پوهيږم چې هغه خواركى په دغه شخصي معامله خبرو اوكه  په غالب ګمان چې نه به و خبر ، هغه فرمان اوياحكم وليكه چې دهيواد شاعران هغوى خواران چې يوازې شعروايي اوله اصلي حاله خبرنه دي ، بايد خپل شعرونه ټاكلي كميسون ؟ ته ور واستوي چې ښاغلى زرياب يې مشردى . په دغه ترڅ كې دجهاني صاحب له ليكنې داسې ښكاري چې دملي سرود له پاره په عين وخت كې دوه كميسونه فعال وو، چې يودكرزي خپل كميسون و، چې جهاني صاحب يې په كې راګيركړى و اوبل دزرياب صاحب و چې ترسلو زيات ياران يې په كې بې خوبه كړي وو. اودهيڅ له پاره يې شعرونه پرې جوړول . په دغه ترڅ كې هيوادمل صاحب يوازې په يوه داسې برزخ كې  پاتې شو، چې نه يې اثرپه پورتنۍ ضلع و اونه هم په لاندنۍ ضلع (جهاني ) و، يعني په هرڅه كې هيڅ ، په دى مانا چې دده ضلع له دوو نوروضلعوسره په تړلي خط (_) نه ده وه تړلي بلكي يوازې له دواړوسره يي تړاوپه پري شوي خط ( ...) سره شوى دي.

په لاندنۍ ضلع كي دجهاني صاحب څلور ځله خواري اوڅلورځله فرمايش خو هغه څه دي چې والله كه به يې څوك بيلګي  دمحمود اومروان په دربارونو كې چې په شاعرانو به يې ان دخپلو اسونو ستاينې كولي  هم راوښيئ .آفرين دده په حوصله ، زه نه پوهيږم چې ددغه كار لامل سړى څه وبولي دښاغلي كرزى شخصي دوستي ، دده شاعرانه طبعې ځان غوښتنه اوكه له پښتوژبې سره دده مينه ؟ زه په دغه باره كې  اوس هم نه پوهيږم ، خو دومره ويلاى شم چې كه دى يې هرڅه وبولي زموږ باور به لږ پرې خام وي .

بيرته راګرزم پورتنۍ ضلعي يعني كرزي صاحب ته، كرزي چې په كوم هيواد كې ګوډه ماته ماستري ويلي ، زه هلته استاد يم ، كله چې امريكايانودى افغانستان پرګډۍ كيناوه ، نو په پيژندنه كي دا خبره راتله چې ده په شمله كې درس ويلى ، زما دوه پوهان دوستان وو ،چې هغوى له شمله پوهنتون سره علمي رابطه درلوده ، دواړه يې په خټه پښتانه وو، يوه يې هلته درس ويلى و، اوبل يې هلته دتاريخ استاد و، دغه استاد يوه ورځ راته وويل چې : كرزى چې دلته زده كوونكى و، يوبل خپلوان يې هم دلته ورسره و، خو مابه چې له ده دپښتنوپه باره كې پوښتنې كولي ، په هيڅ هم نه پوهيده ... اوله هغه بل خپلوان څخه يې خپل پښتانه لري ګرزيدل په  دي چې  هغه له ډيرې كاګۍ له خپلو پښتنوسره فارسي ويله ...

زه چې اوس اوس داستاد خان دغه خبري را يادوم ، زړه ته مې دا رسي چې ښاغلى كرزى په رښتياهم دخپلي ټولنې دجوړښت دپوهې  په اړه ډيرغريب دى ، نه خپله ټولنه پيژني اونه  هم ددغوخلكو  تيرتاريخ ته لږګوري ، تاسې باور وكړئ چې دى كه څه هم ددموكراسئ دعملي كولوپه نامه امريكايانو راوستى اوديوه امريكايي ظالمانه يرغل بريادى، خو زه باورلرم چې دى نه په دموكراسي  پوهيږي اونه غواړي دموكراسي په افغانستان كې عملي شي . يوڅو تنه ړانده اوكاڼه  يې راټول كړي ،له هغو ى يي يوه مافيايې داړه د دولت په نامه جوړه كړي چې په گډه  توګه يې په افغانستان كې ددموكراسئ بر عكس يوغيرانساني فرهنګي اپارتايد راپيل كړى دى ، داد كومې دموكراسۍ اصول دي چې په يوه هيواد كې دې دهغه هيواد اكثريت په سياسي او فرهنګي لحاظ ديوه څرګند توپيراو اپارتايد په لومه كې وساتل شي ، دادموكراسي ده چې اكثريت همدا اوس په امريكايانوباندي وژل كيږي ،په سياسي لحاظ په توطيوكي ښكيل كيږي اوپه فرهنګي لحاظ يې داحال دى چې په دموكراتيك كې ارګان كي لويه جرګه كي منل شوي پريكړه يې اوس دفرهاد دتيشې وارى پرسرلګيږي . كه داكړه وړه همداسې دوام مومي ، نوره به ترټولو داښه وې چې پښتانه بايد دمځكي دكري په سر دژوندكولو له حقه بې برخي شي ، كه دافغانستان برخليك داقليتونو اوسنۍ فرهنګي اپارتايد چې د اوسنې دموكراسئ دهرډول خلاف عمل دى ،ټاكلى شي ، نوبيا شاغلو پښتنو ،كراركينۍ  له دموكراسئ ځان مه خبروۍ اونورنو لكه كرزى غوندي ددغه فرهنګي اپارتايد چې په ملي سرود اوپښتو روان ناولتياوو ته غوږ ونيسئ ددوى نوكري وكړئ  اود يووشتمې پيړۍ په دغه پرمختللي دوركې چې هرڅه دنړۍ  په سياست او اداره كي  داكثريت په پريكړو پوري تړلي دي ، په دغه ترڅ كې تاسې بايد داقليتي غيرملي توكونود غيردموكراتيكې صوبدارئ نخروته لاس په نامه شئ.  په داسې حال كې چې افغانستان په تيرو دوولسيزو كې دغه ناولي صادره شوې تجربه  دهغې له پايلو سره  هم داپرون ددغوپردي پالو توكونوچې په يوه قام پورې هم نه وواړوند د څوورځوجناياتودسره تاريخ ډيره ښه ننداره وكړه ، دفارسي ژبي متل په دغه اړه سم دى چې (( آزموده را آزمودن خطاست ).

له دغه يادوني مې مطلب دادى چې ښاغلى كرزى بايد ديوه واكمن په توګه دومره هم ټيټ نه شي چې له يوې خوا ملت ته وايي زه ستاسي خدمتګاريم اوله بلي خوادهمدغه ملت پرضد په پټواوشخصي توطيو لاس پوري كوي ، دده سره دا وړ نه وه چې له يوې خوادخلكو دغولولوله پاره دملي سرود په نامه كميسون په هيوادمل او زرياب جوړوي اوله بلي خوا په يوه شاعرپسي امريكا ته تليفون كوي ، څومره ځورونكي خبره ده په تيره بيا دداسې چاله پاره چې له يوې خوا ځان ديوه ملت واكمن بولي اوله بلي خوا په دومره وړو مسايلوكې چې نه يې صلاحيت لري اونه يې عملي كولاى شي  ځان بوخت ساتي . دا په خپله ددغه ټكي څرګندويه خبره ده چې ډيرژر به پښتانه په خپله ستا له لاسه په يولړ خطرناكو غميزوباندي ور اوړي ،په دې چې دوى لكه جهاني صاحب اول خپل صداقت كوي ، خوكله يې چې څوك په خوله خاورې ور وموښي ، بيا يې عقل سرته راخي ، اودخپل صداقت قرباني پرته له دې چې په اصلي لامل ګوته كيږدي ، خپل هډ او وزر كوي لكه چې هيوادمل صاحب يې اوس  د ګراين ملاست واين مسجد په غم نيولى دى . زما په اند دجهانې له پاره ښه لاره داوه چې :

وايي چې يوه وږي چرسي ته چې ډيرستړى شوى و، چا تروې اوډوډى راوړه ، چې ويي خوري ، ده چې كله تروې وليدې نوكاسه (سنكى) يې په لغته وواهه ، كوربه يي په دغه عمل خورا خواشينى شو، خپل سنكي ته يې وكتل اوده ته يي وكتل حق حيران شو، نوريي څه ونه ويل يوازې پوښتنه تري وكړه چې دغه عمل دې ولي ترسره كړ؟

هغه په ځيرځيرورته وكتل له يوې شيبې وروسته يې ورته وويل : ( كاكازه د تروو مروپه كيسه كې نه يم زما يې غوا په كارده . غوا ...

 خو داچې جهاني صاحب په اول كې په ( بانه به سيل دګلوكړم څه نوربه وګورم )بسنه كړې اوبيا يې وروسته غږ راپورته كړپه دغه كارسره يې  نښه له اصلي هدفه په خطا ولګيده. ټاګور هغه مهال دهندخلكو دلوى شاعر په توګه ومانه چې كله يې دجليانواله باغ دعامې وژنې له امله د انګريزانو د ( سر) لوى وياړردكړاوويې ويل چې : نه غواړم داخپل ټيټ سر دسرپه لقب تردې هم ټيټ كړم .

 زه دانه وايم چې جهاني بايد داكارنه واى كړى ، بايد كړى يې واى ، اوبايد اوس هم ترې لاس په سرنه شي ،ملي سرود كه زموږ په وينوهم وليكل شي بايد ويې ليكو اوڅوك داحق نه لري چې په دغه باره ديوملت حق غصب كړي ،  مګرپوښتنه داده چې جهاني اوملت  اوشاعران بايد دكرزي اودهغه دفرهنګي اپارتايد پلوو عاملينودګناه اوتوطيې په جرم نورڅوك ګناهګارونه شميرل شي .   داسې هم بايد نه وي چې  ښاغلي كرزى ته چې  په دغه ترڅ كې مدعي دى  دبيلابيلو شخصي ملحوظاتو له امله بياهم څه نه وايي اويايي نه شې ويلاى ، دهيلي په ترڅ كې سرورته ټيټوي   اودالاډاډ هم وركوي چې:

 ته مې وژنه دقصاص انديښنه مه كړه _ دخيل خون په تور به ونيسم يوبل څوك

جهاني  صاحب اونورياران چې غوړ غوړشعرونه يې ليكل  اوپه پرله پسې سفرونو يي  دمځكې تناوونه په خوښيولنډول په هغه وخت كې ددې ځوانان نه شول چې مقاومت يې كړى واى  او ويلي واى داستاد بينوا شعر سم دى ، يوعمومي پروټست به يې كړى واى چې موږ تردغه شعر بل ملي ، هنرې اوافغاني شعرنه ليكلاى شو اونه يي ليكو ، خوداكارچا ونه كړ،زه دايوه خبره د اوسنيوادبياتواواوسني شعر دكارپوه په توګه په زغرده كوم چې زموږ يوشميرشاعران چې ځانو ته يوشى هم وايې دشعرپوهه نه لري ، ټول په تقليد اوكاپې ښاغلي دي ، ان يوشميرپه ماهرانه غلا ...   په علمي اوادبې لحاظ داټولې بيلګې چې تراوسه موږ ليدلې په دې ټولو كې داستاد بينوا دشعر په شان اوچت انسانې ، افغاني  اوملي پيغام  خورا كمزورى دى . زه اوس نه غواړم چې دلته په دغه باره كې نورڅه ووايم ، خودومره وايم چې زموږ يوشميرشاعرو يارانو بايد په دغه برخه كې په پټوسترګوكشميرنه واى ليدلاى ، بينوا ته بايد درناوى شوى واى اودهغه شعر بايد هماغسي په خپل ملي اهميت سره زموږ له خوملاتړشوى واى ، كرزى خو نه اديب دى اونه دومره سواد لري چې په شعراودهغه په مفهوم دې پوه شې ، تاسې خوشاعران وئ په هرڅه پوهيدئ بايد دغه ټكي ته متوجه شوي واى ، رفيع صاحب هم دجهانې  صاحب له تورې په همدغه ګناه چې داستاد بينوا دغه لوى انساني ارزښت ته دخپل پوهنيز وجدان له مخې ځير و په توره شوى ، زه فكركوم په دغه برخه كې دكوم داسې ځانګړي سرقت سوال دادبي كره كتنې له مخې نه مطرح كيږي ، دا سې سوال چې سړى يې د (بګت كبير ، خيام ، اوغني ) د سرچينو په اړه علمآ طرحه كولاى شي .

 په هندي او اردو ژبوكې همدااوس داسې شاعران شته چې ترټاګوراواقبال ځانونه زيات بولي خو په دې اعتراف كوي ،چې ددوى داښه شعرونه به د اقبال تر (ساري جهان سې اچها  _ هندوستان همارا ) اوياد ټاګور تر (جنه ګنه منه ادهينايك  جي هند ..) خلك زيات نه ومني اونه به يې خوښ كړي .

خو موږ داكارونه كړ ، جهاني صاحب هم داكارونه كړچې په پيل كې يې ځان په ميدان درولى واى لكه چې زموږ ټولو هيله هم ورته وه اودغه وروستى عقل يې ان هغه مهال په كار اچولى واى ، زه فكركوم چې  كه داكار په خپل وخت ترسره شوى واى اوس به بي شكه   جهاني صاحب دافغانانواوپښتنوپرضد دفرهنګي اپارتايد په  مقابله كې زموږ مخكښ و.

 زه يوځل بيا ټولو هغويارانو ته چې تردغې غوړې خو تورې كټوې لاندې بلې لمبې په سترګوويني  او لاس ترزنه ورته ناست دي، په ډاګه دا وايم چې يوه نامريي لاس بياهم خپله توطيه درباندې عملي كړه ، اوس مو يودبل غاړې ته سره وراچوي ، دخداى له پاره لږ ځان ويښ كړئ، اوپه دې لټه كې شئ چې تردې زيات مو يوبل ته سره چاړه اوغوښه نه كړي . پښتانه چې په نړى كې يې څوك د خپل هيواد برخليك ټاكلو ته نه پريږدي ، بايد په دې پوه شي چې لااوس هم توطيې ورته كيږي اولاهم دنړۍ ظالم ځواك اودهغه مختوري ګوډاګيان دى ته نه دې تيار چې دوى د په افغانستان كې ديوبرلاس قام اواكثريت په توګه ومني اويادې ددوې مدني ، روزنيزاونور حقوق دنړيوالې دموكراسئ له مخې دوى ته وركړي .

همداده چې اوس دښاغلي جهاني دجوړكړي مثلث په دريو واړو ضلعوكې بياهم درى كسان

   داسې سره راغلل چې دوى اوس خپلې ګناوې اوتيروتنې يوپه بل وراچوي اوهغوى چې ورته وايي (كه نه شي جوړولاى چې موږ يې ترجمه دركړو) . بياهم دخيرپه غونډى ورته كيناستل، خوله بده مرغه يوڅوك داسې نشته چې ورته ووايي ترفارسې شعر خواوس هم پښتو شعر هم پياوړى اوهم ترې اوچت دى ، دا خو څه دغزنويانو دوره اوياهم كلاسيك عصرنه دى چې دوى ځان ته غره شي او اوس يې هم په هغو شوروا كې وړه كړي .  ديوه عيني واقعيت په توګه بايد دا ومنوچې اوس فارسي ژبه په ادبې اوشعري لحاظ دنړۍ په خوراكمزروژبوكې راځي .

په دغه مثلث كې ترټولومهمه خبره داښه شوه چې توطيه راڅرګنده شوه اوهغه په داسې توګه

چې كرزى صاحب په خپله داپيل كړې اوپه خپله  يې بايد ځواب هم ووايي . زما په نظر په دغه مثلث كې دوى ضلعي  چي جهاني اوكرزى دي او ددواړو معامله په شخصي پيژندنه اوانډيوالۍ سره پيل شوې دملي سرود دملي موضوع په اړه اوس د معضلې اوقضې پولي ته رسيدلي  ، چې ثبوت يې هم په خپله په دوى پورې اړه لري . موږ اوس ددې قضيې دثبوت په اړه نه  څه ويلاى شو اونه هم څه ليكلاى ، خو دايوه خبره ده اوهغه داچې ددغه شان توطيو لړۍ چې  دافغانستان په اوسنۍ اداره كې له پورته تركښته په بيلابيلو برخوكې روانه ده داسې ښكاروي چې ددې ټولو واګي اولارښونه په خپله د ولس مشر له خوا كيږي ، داچې ديوه ملي سرود په سرداسې حال دى، تاسې فكروكړى چې ددې غريب هيواد  په اقتصادي ، نړيوالو، دفاعي ، سياسي اونورو برخو كې چې دا ويده ، شريف ، صادق اوميړنى ملت پرې خبرنه دى به څه حال وي .؟؟؟؟