( مسعود ) له جګړه مارۍ نه تر ملي اتلولۍ پورې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 3599
م . ي . ب .
دخبریدو نیټه : 2005-09-08

 

 ليکوال : م . ي. ب

 

د افغانستان په تاریخ کي تر ټولو کرغېړنه څېرهد هېواد له نوميالۍ درې څخه راټوکېدلى زمرى اود  همدې درې اتل څلور کاله مخکې د يوې خونړۍ چاودنې په ترڅ کې له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې، خو هغه څه چې يې خپل ولس ته پرېښودل يو پايېدونکى سرخوږى و.  پوره څلور کاله وړاندې، د پنجشېر په دره کې چې اوس ورته پنجشېر ولايت وايي قومندان احمدشاه مسعود د يوه ځانمرګي بريد په ټس کې ووژل شو.  

د هر انسان مرګ په طبيعي ډول د خواشينۍ وړ وي، په تېره بيا د هغسې کسانو چې په خپل شاوخوا کې يو څه اغېز ولري.  د مسعود وژنې که د يوې برخې خلکو لپاره ډېره خواشينوونکې وه، خو د هېواد په کچه چندان د غم خبره نه وه، په هغه ډول لکه چې يې نن ځينې ظاهري خواخوږي او دولتي چارواکي پرې په اصطلاح "د تمساح اوښکي" تويوي.  له نېکه مرغه  د دې ظاهري "خواشينۍ" شدت هم ورځ په ورځ مخ پر کمېدو دی . 

 

که  د نوې ادارې د راتګ لومړي کال ته وګورو هغه مهال د کابل هره کوڅه او د دولت هر دفتر او ان ډېرى هټۍ د سلماني تر دوکان او حمام پورې د مسعود په انځورونو پوښل شوي وو، خو نن له يو شمېر محدودو چارواکو، قومندانانو او د پنچشېر د غرنۍ درې ځينې اوسېدونکو نه پرته  دا څېره د نورو کسانو له  پامه لوېدلې ده. 

د افغانستان په يوه ټاکونکي مهال کې چې له شخړو او ناندريو ډک و، د جګړه ځپلي هېواد استازيو تېر کال په لويه جرګه کې د اساسي قانون پر سر له ډېرو جنجالونو وروسته چې ان په اخر کې د شېندل کېدو وېره وه د قانون په يوه ماده کې ښاغلي مسعود ته د "ملي اتل" او پخوانى پاچا ته د "ملت بابا" نوم ورکړ.  خو هغه مهال، د ځينو نورو مادو په څېر چې عمر يې لنډمهالى ښکاري لکه د اساسي قانون په سريزه کې د مقاومت يادونه او داسې نور په رښتينې ډول يو نازک وخت و.  هو رښتيا، ښاغلى مسعود د افغانانو د وروستۍ خپلمنځي جګړې چې دوى ورته "مقاومت" وايي د سرلارې په توګه د ملي اتل په توګه وپېژندل شو.  منل شوې خبره ده چې د ١٣٧١ کال د مجاهدينو په لاس د کابل د نيونې وروسته  نورې ټولې جګړې داخلي جنګ بلل کېږي ، چې ورانوونکې پايلې او دردوونکې خاطرې يې هېوادوالو ته راوړې.  هغه وراني ته په پام سره چې له همدې کاله وروسته جګړو افغانستان ته وراړولى، د همدې دورې لوبغاړې هېڅکله چا ته   د منلو وړ نه دي او خپله دغه اوږده بوخته هم د غندنې ده.  نو څنګه، موږ د دغو جګړو يو پياوړي لوبغاړې ته په ستاينه امنا وکړو؟  څنګه هغه چا ته ملي اتل ووايو چې د ويجاړوونکو جګړو اورته يې پوکول؟

په افسوس سره چې د هېواد په تر ټولو معتبر قانون کې هم دغې جګړې او د هغې لوبغاړو ته يو ډول مشروعيت او ان امتياز ورکول کېږي.   مقاومت چې يوه سپېڅلې جګړه نه ده او نه خو دا مانا ښندي، د څه ګټې لپاره يې لمانځنه کوو؟ د تاريخ په اوږدو کې موږ ډېرې کورنۍ جګړې لرو، او ټولې د جنايتکارانو له لاسه رامنځته شوې دي، وروستې دا هم همداسې درواخلئ.

په داسې حال کې چې هڅې روانې دي چې د هېواد بېلابېلې ډلې او ګوندونه سره يوموټي شي د داسې څيزونو له منځه اخيستل چې د جنجال لامل ګرځي زما په اند يو اړين ګام دى.  مسعود ته د "ملي اتل" ويل او د هغه د تلين لمانځل هم په دې ډله توپيرپاروونکو مسئلو څخه شمېرل کېږي چې ښه او اسانه حل لاره به يې دا وي چې بايد له پامه وغورځېږي. 

مسعود ته څنګه د ټول افغان ولس اتل ويلاى شو، هغه چا ته چې کله دى د خپل ژوند په وروستيو کلونو کې ترکيې ته په سفر ولاړ او هلته ځينې وپوښتل شول چې ولې د ده جامه او ژبه د افغانستان ملي هغه نه دي، ده په ځواب کې وويل چې هغه د عصري خلکو جامي خوښوي او "ما به پشتو ضرورت نداريم."  نو کله چې دى پښتو ته اړتيا نه لري، څه ډول به داسې ولس چې د ډېرى خلکو ژبه يې پښتو ده- ده ته د يوې ملي څېرې په سترګه وګوري؟

 

سږ کال د چنګاښ په ٢٥مه  د افغانستان د عدالت پروژې  Afghanistan Justice Project ، چې دنده يې په افغانستان کې په کورنيو جګړو کې د ښکېلو جناينکارانو پېژنده ده، په يوه ځانګړې راپور کې د مسعود د شوراى نظار ډله د١٩٨٠ لسيزې په هغو جنګي جرمونو او تېريو کې د برخې لرلو لامله پړه وبلله، چې ډېره ښکاره بېلګه يې د کابل ورانى او د لسګونو زرو خلکو شهيدانول دي.  کله چې په دې ډول د داسې تورنې ډلې مشر هم د مجرمينو په کتار کې راشي، نو د هېواد تر ټولو لوړ قانون څنګه هغه د ملي اتل په توګه پېژني؟  قانون خو د خلکو لپاره او د هغوى په ګټه  وى او طبعاً په دې خلکو کې هغه څوک هم راځي چې نېغ په نېغه د ده او د ده د ډلې د زياتيو په پايله کې قرباني شوي دي؟  

ښه خبره به دا وي چې اوس چې شرايط مخ پر ښه کېدو دي او د ده پلويان هم د واک او زور له ګدۍ څخه  په ګوښه کېدو دي بايد د راتلونکي پارلمان له جوړښته وروسته د اساسي قانون په داسې جنجالي برخو باندې له سره غور وشي.  اړتيا څه ده چې قانون د لنډمهالو مصلحتونو او د زورو د دباو په پايله کې په داسې څه بې اعتباره کړو لکه د مسعود اتل بلل.

 

بل هوښيارانه وړانديز به دا وي چې ښاغلى مسعود لکه څنګه چې له پخوا راهيسې مشهوره وه چې دى په اصطلاح 'شير پنجشير' دى همغسې دې د اوس لپاره هم د پنجشېر د درې زمرى وبلل شي، نه د ټول ملت اتل، چې د دې هېواد  د ګڼو پرګنو تر منځ د غوسې او کرکې احساس راپاروي.  که نور هم رښتينې واوسو او د توپک د زور خبره يوه خوا کېږدو، خپله په پنجشېر کې به هم کېداى شي ډېر خلک ده ته اتل يا زمرى و نه وايي.  په مسعود دې هغه د ده مشهور لقب 'شير پنجشير'  يا د پنجشېر زمرى پرې مبارک وي.   

 

موږ ګورو چې په پنجشېر کې چېرته چې قومندان مسعود ښخ دى د ده په ګور څومره لګښت راغلى او په څومره شانداره ډول جوړ شوى دى.  د هغه د قبر لپاره يوه ناوهواره غونډۍ هواره شوې، لاره ترې چاپېره شوې، برېښنا ورغلې، ساتونکې او ان يوه وسله واله قطعه ورته ټاکل شوې، اوبه ورخېژول شوې او ټوله غونډۍ چمن شوې، خو د هېواد د خپلواکۍ او د مجاهدينو د برياليتوب په وياړ نه چا څلى جوړ کړ او نه خو چا هومره لګښت پرې وکړ، ان چې د دغو رښتينو شهيدانو قبرونو او نومونه لا نادرکه دي او کورنۍ يې نه په ايران کې د زده کړو وس لري او نه په لندن کې د سفير کېدلو چانس.  

په کابل کې د ده په نوم د عامې روغتيا څلور لارې د شهيد مسعود په نامه نومول شوې او هلته يو لوى مينار د جوړېدو په حال کې دى چې دا شيان هم په دې تمه جوړېږي تر څو د هغه نوم تلپاتى واوسي.  خو بيا هم هوښيارانه وړانديز به دا وي چې مخکې له دې چې خپله تاريخ دغه د لمانځنې څلي رانسکور کړي بايد اوسني چارواکي داسې ساده کارونه ونه کړي. 

اسلم وطنجار د غويي په کودتا کې لوى رول تر سره کړ او د ده د قطعې ټانک لومړى هغه و چې د ولسمشر داود خان په ماڼۍ يې بريد وکړ.  وطنجار د څو کلونو لپاره ښه ووياړل شو او د ده د يادګار لپاره د هغه  رنګين ټانګ د ارګ تر مخ په يوه دنګ ځاى ولاړ و او ساتل کېده به.   څنګه چې د وطنجار کړنې تاريخ ته د وياړونو وړ نه وې هغه ټانګ چې د ده په درناوي  او د ده د توري د يادګار په توګه  درول شوى و هم له څو کلونو وروسته د مجاهدينو د بري په ورځ  له خاورو سره يو شو.  يوه ورځ به دا ملت یو واقعي غمخور او ملي مشر پیدا کوي چي ولس په واقعي توګه خپل ملي اتلان ونوموي ، هغه وخت به بیا همدا ولس وي چي اوسني پرمایشي  ملي اتلان او مارشالان یو په یو تر غوږ نیسي څه چي یې کرلې ریبي به یې .

 

داسې متعصب سړى به څنګه په رښتيا توګه ملي شخصيت وبلل شي چې يوه ورځ  هم  چا په افغاني پګړۍ کې و نه ليد او نه يې يو تورى د افغانستان ملي ژبه ځينې واورېده .  حيرانوونکې خو لا داده چې دلته په دې سياستي لوبو کې هر څه سر چپه روان دي، د لنډمهالو مصلحتونو لامله به تور ته سپين او سپين ته تور وايې.  د تېر کال د اساسي قانون په لويه جرګه کې جنګي سالار جنرال رشيد دوستم ته ولسمشر حامدکرزي د سولې د اتل لقب ورکړ، چې د ډېرو لپاره د هغه پخوانيو کړنو ته پام سره خورا هېښوونکې وه.

 

د ده ياد په يو بل ډول هم په ښه زور سره تازه ساتل شوى او هغه داسې چې  انځورونه يې ډېر بد معاشان، د قانون سررغړوونکي او وسله وال غله په خپلو ګاډو کې کاروي تر څو له خپلو ناروا کارونو ته له دې لارې مشروعيت ورکړي، او يو ډول مغشوشتيا يې رامنځته کړې چې ګواکې  د ده د انځور په حضور کې د جرمونو کول قانوني بڼه لري.  د هغه "رښتينې او نږدې ملګرو" لکه قسيم فهيم او يونس قانوني خو په لومړيو ورځو کې چې ښه پياوړي څوکۍ يې د هغه له برکته تر لاسه کړې وې په هره وينا او ناسته کې د "شهيد امير صاحب" يادونه کوله او څو اوښکې به يې پرې تويولي، خو وروسته ښکاره شوه چې هغوى خورا بې وفا وختل او يواځې تر هغه مهاله يې ملګرې پاتې شول چې خپلې  شخصي سياسي ګټې يې د هغه په نامه کې ليدلي. 

 

 

ايا د مسعود د قبر په ښه جوړولو او په درنو لګښتونو د هغه لپاره د څلي جوړولو باندې به مسعود د خداى له محکمې څخه ځان خلاص کړي او يا به دا ده ته رښتينې نړيوال حقوقي ډګر کې برائت ورکړي؟ نه هېڅکله نه.

ملک فهد چې د عربو تر ټولو د شتمن هېواد يو خادم پاچا و کله چې تېره مياشت ومړ په يوه عادي هديره کې په عادي قبر کې خښ کړاى شو، خو خوار افغانستان د مسعود د قبر لپاره له ډبرينو غونډيو څخه ګلخانه جوړوي او يوه شانداره ماڼۍ په پلازمېنه کې ورته رغوي.  فهد تر موږ غريب و، او که يې خواخوږي نه درولودل چې د ده د خداي په وړاندې د بښنې لپاره يې داسې ماڼۍ جوړه کړې واى.  دا پيسې که په هغو يتيمانو، معيوبينو او بېوزلو  مصرف شوې واى چې د مسعود او د هغه د ډلې د خپلمنځي جګړو قرباني شوي او د کور غړي يې له لاسه ورکړې ښه به نه وه؟!

کله چې د خپلواکي ګټونکې مجاهدين بريالي شول او انګرېزان يې له هېواده وشړل په سوله يېزه توګه يوه  يو هوښيار او د ملي ګټو پېژندونکي دولت ته يې واګې وسپارلې، او سپېڅلي جنګيالي (مجاهدين) په کراره په کور کېناستل، خو د مسعود ډلې چې کله کابل ونيو په يو ځل نه بلکې هم د جهاد په پاى کې او هم د مقاومت په پاى کې يې او هم د جهاد په جريان کې ګڼې ورانۍ رامنځ ته کړې او ډېر يې له دې نړۍ څخه هابلې ته ولېږدول، او د هغوى مېندې يې بورې کړي. 

نو ښاغلى مسعود په دې ارزي چې ملي اتل وبلل شي؟

اوس د جګړه ځپلو  افغانانو ستره هيله داده چې دا ډول مجرمين که مړه دي که ژوندي د بې پلوه نړيوالو د حقونو د موسسو لخوا وپېژندل شي او څوک چې ژوندي دي په رښتينې ډول محاکمه کړاى شي.

پاى

 

 

 د افغانستان په تاریخ کي تر ټولو کرغېړنه څېره

په کابل کې د مسعود په ياد جوړېدونکى منارباندې د مسعود انځور

 

 

د مسعود يو بېړا پلوى د هغه انځور ښکلوي

 

 

د مسعود منار، کابل د عامه روغتيا څلورلارې