توکل سمونزی
د وږې پر پنځلسمه نېڼه د شپې په منځنۍ برخه کې په کابل کې غير دولتي تلويزيون، طلوع د شمالي ټلوالې د يوه غړي، او د هېواد د لڼد مهالې او منځنۍ دورې د دفاع وزير، محمد قسيم چې ولسمشر کرزي د خلپې ځانګړي سياسي تګلارې پر بنسټ دده د شاليد (بکګرونډ) او اوسني موقف په پرتله څو ځله دروند د (مارشال) لقب هم ورکړی، مرکه خپره کړه.
که چا دغه مرکه په لږ ځيرنه سره کتلې وای نو له واره به پوهېدلی وای چې دا مهال د مارشال(!) حال په کومه کچه خراب دی.
د ارواپوهنې له اړخه ددغې مرکې په ترڅ کې د مارشال په څېره کې بشپړه نا ارامي او ګډوډي له ورايه ښکارېده. له دې سره سره چې د خبرو کيزه يې له واکه وتلې وه اواز يې هم شېبه په شېبه بدلون موند او کله چې به يې د خپل واک او ځواک په اړه پوښتنې ځوابولې نو يو ډول ارمان او به ورته درېدی خو په ډېر زور به يې ويله چې پر کور له ناستې څخه خوشاله دی.
نوموړي د حامد کرزي پر حکومت نيوکه وکړه چې په بېلابېلو لارو مجاهدينو ته سپکاوی کوي. ده همداشان او اوسنی حالت له نهيلی کوونکی او له بي باوريو څخه ډک وګاڼه.
دلته څوک نه پوهېږي چې د نوموړي موخه له مجاهدينو او د هغوی له سپکاوي څخه څه ده، که د مارشال موخه له مجاهدينو څخه خپل ځان او د ځان په څېر، واک خوښي او . . . سالاران وي نو دی دي په سړه سينه يوځل خپل ګريوان ته سر ټيټ کړي چې د خپل واک پر مهال يې د خپلو کرغېړنو کړنو په ترسره کولو او ځانګړو ګټو ته په ترجيح ورکولو سره په نړيواله کچه ځانونه ډېر سپک او بدنام کړل که اوس د کرزي ادارې او ملت؟
که د ده موخه له سپکاوي څخه له څوکيو څخه د څو نا اهلو، ټوپکيانو او غلو لېري کول وي نو په کار ده چې کرزي ته د ټوپکسالارانو او لوچکانو د سرکوټنې د وياړ مډال ورکړل شي. ځکه ټولو وليدل چې دغو خلکو چې جهاد يې خپل پلرنی ميراث ګڼلی، د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره د بهرنيانو په لمسون کومې ناخوالي د دې ځورېدلي ملت پر سر تېري نه کړې. اوس چې دوی په اوبو کې چاړه ليدلې نو په ډېره سرټمبګي سره د جهاد نوم د ځان د سپر او سپيناوي په توګه کاروي. راځئ حساب سره وکړو چې د هېواد په پنځه ويشت کلنه غميزه کې قوماندانونو او تالي څټو رهبرانو ډېر زيان ليدلی که ملت. په دې هېواد کې چې 2 ميليونه کسان شهيدان شول، ايا ټول د قوماندانانو او دا ډول کسانو د کورنۍ غړي و، که عام وګړي؟
مارشال او ملګري دي د دې خبرې ځواب ووايي چې ايا هغه مهال، چې پر کابل باندې د همدغو مجاهدو(!) تر منځ د بي مانا جګړې پر مهال د ګوليو او راکټونو باران و، ډېر نهيلي کوونکی و، که اوس. هغه وخت ولي ده او د ده په څېر د جهاد د نامه ولجه ګرو حالت د انديښنې وړ ونه ګاڼه؟
په دغه مرکه کې بله د يادونې وړ خبره دا ده چې ده وويل د ولسمشرۍ د ټولټاکنو پر مهال او وروسته يې حالات ګډو وډولای شوای، خو د هېواد د ګټو(؟)، عزت (؟) او حيثيت (؟) له امله يې دا کار ونه کړ.
دا خبره به پر ځای پريږدو چې څوک خپله عزت او حيثيت نه لري د بل چا هغه نشي خوندي کولای. رابه شو دې ته چې مارشاله دا کار تا د هېواد د عزت او حثيت له امله نه، بلکه د B52 او شين سترګو له دي ونشو کړای که نه هر چا ته مالومه ده چې غوا توره او شيدې يې سپيني دي. ځکه له دې ډول تشو خبرو سره سره په وار ور څرګنده شوې چې د کابل او يو شمېر سيمو په نا امنيو، چاودنو او وژنو کې د شمالي ټلوالې لاسونه دي. ددې تر څنګ په يو شمېر پلټونو کې ښوول شوې چې دا مهال په وزارتونو اوي يو شمېر دولتي ادارو کې روانې بې نظمۍ او فساد هم د همدې ټلوالې د غړو له لوري کېږي، چې د دغې خبرې ښه بېلګه پخپله مارشال دی. ټولو ته ښه ياد دي چې په منځمهاله اداره کې د ماليې وزير، اشرف غني احمدزي څو څو ځله مطبوعاتو ته په ډاګه کړه چې د فاع وزارت پيسې وړي خو حساب ته نه کښېني او کله چې حساب وشو نو همدغه مارشال له خپل حق څخه څو ځله زياتي پيسې ايستلي وې خو هيڅ څرګنده نه شوه چې نوموړي پيسې چېري او څنګه ولګېدې.
مارشال فهيم په دغه مرکه کې پر ده باندي د بشري حقونو د کميسون له لوري لګول شوي تورونه له تعصب ډک او سياسي انګيزو پر بنسټ وګڼل، خو دی دي په دا فلسفه ښه پوه وي چې هر مجرم يو وخت نه يو وخت د خپل عمل په سزا خامخا رسېږي، نو بايد دی بې ځايه خپل زړه ونه خوري هر وخت او هر چېري چې وي له خپلو ټولو هملارو سره به د زرداد په څېر د عدالت په پنجره کې ودرېږي.