رانا خپلواک
د ملي سرود کريږه٠٠٠
دبیچاره افغانستان بیچاره ملي سرود په زړه مې را وه ګرځیده کله مې چه د ډیر محترم جهاني صاحب لیکنه ،ملي سرود خو?هم یو داستان لري، وه لوستله٠
بیچاره ملي سرود کله د کمونستانو په لاس ځانګي، کله د مجاهدينو، کله د طالبانو او کله هم د کپيتالیستانو د نانځکو نښانه سي٠ یو معصوم بې ژبۍ ملي سرود٠٠٠
د ګډوډیشن په اوسنۍ دوره کی به د ملي سرود خوا مخوا دغه حال وي،٠٠٠ د خره شو -ویونکو څخه نیولی تر د امریکا، عربستان، ایران او پاکستان سوغاتونو پورې ټول اوس په یو دسترخوان یو پسه ته ناست دي٠ اوازونه لوړ دي، ارادې پخې او ګټې بیشماره٠
یو وخت د یووالي غږونکۍ ملي سرود اوس د تجارت په تله پروت اول د چا د ګټې نغمه وه غږوي؟، په زړه را ولویده او سر مې وه ټکوه کله می چې د جهاني صاحب وینا تر پایه ولوسته٠
نو خبره د ملي سرود ده٠ کوم چا د ملي سرود څخه هم ټپوس کړۍ چه دۍ څه غواړي؟ کور غواړي یا کالي غواړي؟ زه باور لرم چه د ملي سرود هم زمونږ د هیواد په شان زړه ډک دۍ٠یوه کريغه یې په خوله ده٠٠٠ تاسو یې کریغې ته غوږ کړۍ: دۍ نه "د ازادي او نیکمرغي لمر ویني، نه تل افغان ملت تل جمهوریت ويني، نه د وطن د عشق افتخار ویني او نه هم د چا په زړه کې ریښتینۍ د الله اکبرتوب ویني٠٠٠ دۍ د ملي سرود معنې تاسو نه پوښتي٠٠٠ دۍ د ملي سرود ملت لټوي٠٠٠ دۍ نه ملت ویني او نه هم د ملي سرود اهمیت!