د نړۍ لومړی کمپيوتري پښتو قاموس د مفت ډاون لوډ لپاره پر ليکه شو!
قاموسونه ټکی کام يوه کمپيوتري پروژه ده چي لږ کم يو کال وړاندي يو څو افغاني ځوانانو پېل کړېده. ددغي پروژې موخه په لومړي پړاو کي د ټولو چاپ شوو پښتو قاموسونو راټولول او د هغوی په کمپيوتر کي ځېرمه کول دي. د پروژې پر مخ بېونکي دا هم په نظر کي لري چي په دوهم پړاو کي د انټرنټ د کارونکو په مرسته يوه داسي پر کرښه يا آن لاين پروژه جوړه کړي، چي د کومي له مخه به د انټرنټ کارونکي وکولای شي چي پخپله پر کرښه نوي لغاتونه و قاموسونو ته ورواچوي. د دغه راټول شوو موادو سمون به بيا د ژبپوهانو په مرسته تر سره کيږي.
پداسي حال کي چي و کمپيوتري پښتو قاموس جوړولو ته څو تجارتي شرکتونو هم ملا تړلې ده د قاموسونه ټکی کام پروژه پدې وتوانېدل چي له دغو تجارتي شرکتو نه وړاندي يو کمپيوتري قاموس په وړيا توګه د نړۍ و انټرنټي جال ته واچوي. دغه کوچنی پروګرام چي حجم يه 3.4 مېګابايټ دی، د پښتو ټولني لخواچاپ شوي د انګليسي پښتو قاموس پر بنسټ جوړ شوی دی. دغه پروګرام د هوتکي پاڅون د درې سومي کاليزي په وياړ دپروژې پرمخ بېونکو لخوا و افغانانو ته ډالۍ کيږي. دغه پروګرام د هر انټرنټ کارونکې لپاره په وړيا توګه د کښته کولو يا ډاونلوډ کولو لپاره دقاموسونه ټکی کام پر انټرنټي پاڼه اېښودل شوی دی. دغه پروګرام د قاموسونه ټکی کام او د برېښنا ټکی کام په ګډو هلو ځلو مينځ ته راغلی دی. دپروګرام جوړونکی پنځه ويشت کلن ځوان اجمل حمزه دی.
دقاموسونه ټکی کام د پروژې پر مخ بېونکي ژمنه کوي چي خپل پر اوسني انګليسي پښتو کمپيوتري قاموس به نور کار هم کوي او د نورو اسانتياوو د راوستلو تر څنګ به د انګليسي او پښتو لغاتونو شمېر هم پکښي زياتوي. په پام کي نيول شوې چي ډېر ژر به د پښتو فرانسوي کمپيوتري ډکشنري هم پر ليکه شي. د قاموسونه ټکی کام پروژه اوس پر لاندني پروژو کار کوي:
ــ پښتوـ فرانسوي آن لاين او کمپيوتري قاموس (لږ کار يه پاته دی)
ــ فرانسوي ـ پښتو آن لاين او کمپيوتري قاموس
ــ الماني ـ پښتو آن لاين او کمپيوتري قاموس
ــ پښتو پښتو تشريحي کمپيوتري او آن لاين قاموس
د قاموسونه تکی کام پر مخ بېونکي د خپلو ټولو هيواد والو نه د کومک غوښتنه کوي. هر هغه څوک چي په کمپيوتر او يا ژبپوهنه کي پوهه لري کولای سي چي پدغه پروژه کي ونډه واخلي.
شاغاسي احمد