دمسلمانانودموجوده مشکلاتودحل اصلی لار،۱برخه
علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته
نحمده ونصلی علی رسوله الکریم
ګرانواودرنومومنواواسلامی وروڼوتاسی ته معلومه ده چی په موجوده وخت کی اسلامی هیوادونه له قسم قسم کورنی اوخارجی اومابینی مشکاتوسره لاس په ګرېوان دی نن مسلمانان نسبت وکفری دنیاته دکمزورۍ په مشکل مبتلادی نن مسلمانان دکفارودپرله پسې یرغلونوپه مشکل چی پرمسلمانانوباندی یې کوی مبتلا دی ،نن په مسلمانانوکی کافران بیدرېغه لاس وهنی کوی اوله اسلامی دولتونوڅخه یی اسلامی حریت سلب کړیدۍ اواسلامی هیوادونه یې یودبل په دښمنی کښی اچیولی دی له دې مشکل سره مسلمانان لاس اوګرېواندی نن مسلمانان په اقتصادی مشکلاتواخته دی دبېدینی په مشکل مبتلا دی دمابینی جنګونوپه مصیبت کی راګیر دی دعراق فلسطین ،افغانستان پاکستان،کشمیرکرغیړن مصائب ستاسی په وړاندی حاضر دی څونه چی مسلمانان ددنیوی راحت اوداقتصاددتقویت دپاره دکفاروغلامی کوی هغومره نوربې راحته کېږی هغومره نورله اقتصادی مشکلا توسره مخامخ کېږی هغونه نور دخدای په غضب اخته کېږی له دې سره سره تاسی وینی چی مسلمانان په هرځای کښی په قومی تعصباتومبتلادی په کلتوری اومنطقوی شخړوکښی مصروف دی په مذهبی بدبېنیومبتلادی دالله پاک دغه حکم یې چی ،انماالمؤمنون اخوة،صرف نظر ګرځولَیْ دۍ اودالله داقول چی ،واعتصموابحبل الله جمیعاًولاتفرقوا،یې هیرکړیدۍ اوپه دغه قرآنی فرمان یې چی ،ولاتنازعوا فتفشلواوتذهب ریحکم ،سترګی پټی کړیې دی اودالله له دغه هدایت څخه چی ،ولن ترضی عنک الیهودولاالنصاری حتی تتبع ملتهم، په اغماض کی واقع دی،سربیره پردې دمسلمانوهرکلَی اوکوردبدبختۍ په ویراخته دۍ پلاره له زوی اوزوی له پلار سره په جنجال دۍ ښځه اومېړه سره په جنجال دی وروراوورورهمسایه اوهمسایه سره په جنجال دی اوداسی نور بېحسابه مصیبتونه دی چی مسلمانان په مبتلادی،په دنیا کی ددې مشکلاتودحل دلارواوچارو دموندلوپه باره کی شوراګانی کېږی جرګې کېږی ،نظرونه غوښتل کېږی ،کافراومسلمان دواړه په دې کښی خورا ستړی دی خوڅونه چی جرګې کېږی ،څونه چی هڅی اومنډی کېږی هغونه مسلمانان نورهم په غضب اخته کېږی داځکه چی هیڅوک هغه ځای نګَرَوی چی کاه په خیزی مسلمانان دمرض چاره په داسی ډاکټرکوی چی هغه له پېړیو پېړیوددوی وهلاکت ته تږَی وو،زه دیوه دینی اوباتجربه عالم په صفت غواړم چی په دې باره کی مسلمانان ددوی دمشکلاتوواساسی حل لاری ته متوجه کړم چی په دوهمه برخه کښی به ان شاءالله درته راسی،والسلام ومن الله التوفیق نوربیا