Guardian: د اتمراو صالح استعفا ناورین دی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 36148

دخبریدو نیټه : 2010-06-06

سرچینه: ګارډین بریټانوۍ ورځپاڼه

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی

د ګارډين ورځپاڼې په خپله ننۍ ګڼه کې د حامد کرزي د کابنیې د دوو د ورځپاڼي په باور کلیدي او وتلو غړو د استعفا په اړه یوه مقاله خپره کړي ده .

ګارډین لیکي، د حامد کرزي د کابینې دوه په نړیواله کچه د درناوې وړ کسان د تیرې اونۍ د سولې د مشورتې جرګې پر بهیر د برید د د سیسې د شنډولو په برخه کې د ناکامۍ له امله له دندې ګوښه شول.

طالبان وتوانیدل چې د جرګې په لومړۍ ورځ د لویې جرګې په خیمه چې پکې ۱۶۰۰ تنه قومي مشران او مخور را ټول شوي ول برید وکړي.

ګارډین لیکي چې د بریټانیې له پوهنتون څخه فارغ د کورنیو چارو افغان وزیر حنیف اتمر او د استخباراتو مشر امرالله صالح استعفا به هغه هڅي چې غرب د امنیت د ښه کولو لپآره پیل کړي تیر ډیره بریده متاثرې کړي.

یوه غربي امنیتي متخصص چې له دواړو دغو مستعفیانو سره یې ګډ کار کړی وایې چې دغه غبرګه استعفا یو بحران دی.

هغه وایې: (( دا دوه په امنیتي سکتور کې دوه مهم کسان وو دغو دوو د امنيت د راوستلو او د فساد د له منځه وړلو په برخه کې ښه نوم ګټلی و او که اوس د دوی پرځای په فساد کې ښکېل کسان کېني نو موږ هم بايد خپلې بسترې راټولې کړو او کورونو ته به لاړ شو)).

دغو استعفاوو په کابل کې هغه اوازې نورې هم ګړندۍ کړې چې ولسمشر کرزي پر دغو دوو چارواکو چې د بهرنيانو سخت ملاتړ ورسره و، باور نه درلود.

د ورځپاڼې په باور د لوېديځ لپاره په ځانکړې توګه امرالله صالح ډېر ارزښتناک افسر و چې لا يې له هغه وخته له سي آی اې او برتانيايي استخباراتو ام ای ۶ سره اړيکي لرل چې د طالب ضد شمالي ټلوالې د کوماندان احمدشاه مسعود نژدې همکار و.

بهرني ډيپلوماټان او د ولسمشرۍ د ماڼۍ د ننه ځينې کسان وايي د ولسمشر کرزي او دواړو وزيرانو ترمنځ اړيکي له ډېره وخته ښه نه وو او ولسمشر د کال په پيل کې له ښاغلي اتمر څخه د استعفا غوښتنه کړې وه.

 ګارډين ورځپاڼه وړاندې د يوه پخواني لوړپوړي افغان ډيپلوماټ له خولې ليکي: ''دا د نړيوالې ټولنې پرمخ وروستۍ څپېړه وه.''

ډيپلوماټ زياتوي په دې سره ولسمشر امريکايانو ته دا ويل غواړي چې نور، نو امرالله صالح نشي ترې ساتلی او برتانيايانو ته همدا ګواښ د حنيف اتمر په اړه کوي.