د افغانستان جنګي جنايت کاران به محکمې ته راوکاږل شي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 3616

دخبریدو نیټه : 2005-09-11

دافغانستان حکومت وایي دحساب کتاب لپاره دجنگي جنایتکارانو دوسیې به دنوي پارلمان ترجوړیدو وروسته وڅېړي .
 څه ناڅه دوه میاشتي دمخه په کابل کی د بشري حقونوخپلواک کمیسیون د مجاهدینو د واکمنۍ په اړو  دوړاو د هغوی د کړو جرمونو په باب د عدالت ږغ ترنامه لاندي یو راپور خپور کړ .
 دې سازمان له افغان حکومت نه غوښتنه وکړه ترڅو هغه جنایتکاران چی د ولس د مال او ځان پور ورله غاړي دی محاکمې ته را وکاږي .
 په لست کي د مارشال فهیم ، عبدالرب رسول سیاف ، عبدالکریم خلیلي گلبدین حکمتیار او ځینی نورو نومونه خپاره شوي وو .
 اوس په نړیوالو چاروکي د ولس مشر حامد کرزي سلاکار ډاکټر دادفر سپنتا خبري اژانسونو ته ویلي وایې جمهورریس حامد کرزی له جهادي مشرانو سره په دې مسله خبري کوي .
 وروسته بیا یوشمیرجهادي مشرانو پدې راپور اعتراضونه وکړل چي گڼي په افغانستان کي یې دیو ځانگړي دورې د جنایاتو جاج اخیستی .
 اوس چی په افغانستان کي د ولسی جرگی او ویلایتي جرگگیو انتخابات ترسره کیږی دیته زیاتره کاندیدان هم یا هغه جنگي جنایت کاران اویا ددوی له خوا ټاکل شوي وکیلان دي .
 دا کسان چی زور او زر لري د زیاتو خپلواکو کاندیدانو په پرتله زیات بریالي بلل کیږي .
 خلک پارلمان ته ددوی له تگ نه ویره لري .
 خو د جمهورریس سلاکار سپنتا وایی په افغانستان کي جنایتکاران ندي محاکمه شوي چی پدوې باندی جرم ثبوت کړي ځکه خو قانون دویته د کاندیدا حق ورکوي او دی کسانو اوس قانون ته پناه وړې
 دی وایي دخواشینی ځای دی چي پارلمان ته له تگ نه د جنگي جنایتکارانو او بشري حقونو د ناقضینو مخه ونه نیوه سوه