څلورمذهبونه اوله هغوۍڅخه دانحراف لړی ،۴برخه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 36244
علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته
دخبریدو نیټه : 2010-06-12

څلورمذهبونه اوله هغوۍڅخه دانحراف لړی ،۴برخه
علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته
 بسم الله الرحمن الرحيم
ګرانوديني وروڼو په دې برخه کښي  دامام اعظم ابوحنيفة رحمه الله په باره کښي دځينوداسي علماووقولونه درته ذکرکوم چي دڅلورومذهبو خصو صا داحنافودښمنان يې هم مني چي  په دې شرحه دي
 عبدالله بن مبارک رضي الله تعالی عنه چی  دعمده اوغټومحدثینولکه بخاری وغیره بالذات یابالواسطه استاددۍ  اوپه هره معنی  په اسلامی امت کی  منل  سویدۍ  دامام اعظم په شان کی داسی بیتونه ویلی دی اوپرهغه چاباندی یې لعنت  ویلَی دۍ چی  دامام اعظم رحمه الله  قول دتعصب اوضلالت په وجه  رده وی
لقـــــــــدزان البلادومن عليها،،،                   امـــام الـــــــمسلمين ابوحنيفة
یعنی زما دی په  الله قسم وی چی خامخا ښایسته کړی دی ښارونه اوهغه خلګ چی په ښاروکی اوسی،،،امام دټولومسلمانانوچی ابوحنیفه دۍ،
باحکام واثــار وفقـــــــــــــــــــــــه،،،                 کآيـــات الزبورعلي الصحيفة                                       
په احکامودشریعت سره اوپه حدیثواوپه اقوالودصحابه وواودتابعینوسره اوپه علم فقه سره،،
فـمافي المشرقين لـــــــه نظير،،،                 ولا بــاالمـغربين ولابـــــــکـوفة
نونه په مشرقینوکی ده لره نظیرسته ،اونه په مغربینوکی اونه په کوفه کی
يبيت مــشمراســـــهراللــيالي  ، ،،               وصام نهاره لـــــــــــــلــــــــه خيفه
شپې دالله په عبات اوتلاوت وغیره سره روڼه وی،،اودورځی دالله له وېری څخه روژې نسی
فمن کأبـــي حنــــــيفةفي علاه ،،،                 امــــــــــام لـــــــــلخليقة والخليفة
 نوڅوک به دامام ابوحنیفه په شان لوړمقام لری ،چی امام دټول مخلوق دۍ اوخلیفه درسول دۍ
رأيــــــــت   العائبين له سفاها ،،،                خلاف الـــحق مع حجج ضعيفة
زه عالم يم په دې چي کوم خلګ  چی دامام اعظم عيب وايي نوهغه سفهاء اوبې عقلان دي،،، اودحق مخالف دي اودلائل يې ضعيف اوکمزوري دي ـ
 وکــــيف يحل  ان يؤذي فقيه  ،،،                 لـــــــه في الــأرض اثار شـــريفة

وقدقـــــال ابن ادريـــس مقالا،،،                  صـــحيح النقل في حِکم لطيفة
امام محمدبن ادريس شافعي ويلي دي چي ټول خلګ ټول علماء اوفقهاء په فقه کښي دابوحنيفه عيال دي
بـأن النـــــــاس في فـــقه عــيال،،،                 عـلی فــــــقه الامام ابــــــوحنيفه
فلـعنة ربـــــــــــــنـــــااعدادرمل ،،،                علــــی مــــن ردقــول ابي حنيفة،ردالمحتار،ج۱
نولعنت درب زموږدي وي په شمارداجزاوو درېګ پرهرهغه چاباندي چي رده وي قول دابو ـ حنیفه
 
پوسه چی  شاه ولی الله هغه علمی شخصیت دۍ  چی دواړه طرفه ئې منی  اهل سنت اوجماعت یعنی دڅلومذهبومنونکی اوتابعداران یې هم منی اومبتدعه یعنی له څلورومذهبوڅخه منکرخلګ ئې هم منی دَیْ یووخت وحرمینوته ولاړَی اوهلته څه موده واوسېدوپه دغه موده کی چی کوم فیوضات وده ته حاصل سوه کوم معلوماتونه چی وده  ته وسوه نوبیایې  هغه په یوه رساله کی سره راجمع کړل اودفیوض الحرمین په نامه سره یې دغه رساله نامدار کړه
شاه وولي الله دهلوي رحمه الله تعالي په   دغه خپله رساله ،فيوض الحرمپن،کښي داسی ليکلي دي
(عرفني رسول الله صلي الله عليه وسلم   ان المذهب الحنفي طريقة انيقة وهي اوفق الطرق بالسنة المعروفة  التي جمعت ونقحت في زمان البخاري واصحابه )یعنی  رسول علیه السلام دروحانی فیض  له لاری وماته  داخبره راوپېږندله زه یې په دې پوه کړم چی  حنفی مذهب یوه لاره ددین ده ډیره عجیبه اوددغه دحنفی مذهب لاره ترټولولاروډېره موافقه ده له هغوحدیثوسره چی معروف اومشهوردی هغه حدیثونه چی  جمع کړه سوی اوسوچه کړه سوی دی  په زمانه کی دبخاری اودملګرودده،،حضرت  داتاګنج بخش لاهوری په خپل کتاب کشف المحجوب کی لیکلی دی چی یحی بن معاذرازی متوفی ،۲۵۸هجری،رسول  علیه السلام په خوب ولېدَی نویې ورته وویل چی زه به چېری تاغواړم ای دخدای رسوله نورسول علیه السلام ورته وفرمایل چی په نز دابوحنیفه به می غواړې

 حضرت امام عبدالوهاب شعراني شافعي رحمه الله په لطائف المنن کی دامام اعظم په باره کښی داسی ليکلي دي (  فلاينبغي لاحد ان يعترض عليه [اي علی ابی حنيفة ] لکونه من اجل الأئمة واقدمهم تدوينا  للمذهب  واقربهم سندا الی النبي صلي  الله عليه وسلم ومشاهد الفعل اکابر التابعين وکان متقيداباالکتاب والسنة ومتبراًمن الرأي)
یعنی  دالایقه اوجائزه خبره نده چی څوک پرامام ابوحنیفه باندی اعتراض وکړی ځکه چی دَی ترنوروټولوامامانودډېرجلالت اوعظمت خاونددۍ اوترټولوړومبَی دده دمذهب تدوین سوَی دۍ اودَی ترټولوپه حیث دسندورسول علیه السلام ته ورنزدې دۍ ،ده دتابعینوداکابرواومشیرانو دکارومشاهده کړیې ده اودَی دقرآن اودحدیث پوره پوره پای بندوواوله دې څخه پاک ووچی دقرآن اوحدیث په مقابل کی  خپله رأیه  خوښه کړی،وروڼودمذهب دښمنان چی په اصل کی داسلام دښمنان  دی پرداسی سترامام باندی هم داتورلګوی چی ده دحدیثوخیال نه کاوه دامام شعرانی وغیره بیانونه خو مواوس ولېدَل پند ورڅخه واخلۍ والسلام ومن الله