وردګ جريده :
دبيات دكورني بنياد دپارلماني ټاكنو دښځينه نوماندو سره دوه ميلونه افغاني مرسته وكړه .ددغه بنياد رئس ښاغلي احسان الله بيات ويلي دي چې دا مرسته يې په هيواد كي ددموكراسي دټينګښت او په ټولنيزو، سياسي برخو كې د ښځو د ونډې اخيستنې او دهغوى د هڅونې په موخه ترسره كړې ده.
ويل كېږي په راتلونكو پارلماني ټاكنو كې چې د وږي په ۲۷ به په لاره واچول شي، ۵۸۲ ښځو د كانديدانو په توكه د پارلماني او ولايتي شورا د څوكيو د ترلاسه كولو لپاره پكې برخه اخيستې. له نوموړو ښځينه كانديدانو څخه ډېرى شمېر شكايت كوي چې دوى د خپل ټاكنيز كمپاين په برخه كې د ګڼو ستونزو په تېره بيا د مالي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. د بيات د كورنۍ دبنياد د مشر ښاغلي انجنير احسان الله بيات په وينا د دوى بنياد وروسته له ښځينه كانديدانو سره د دوه ميليونو افغانيو مرسته وكړه چې د ښځينه نوماندوپه ستونزو وپوهېدل.
همدا رنګه نوموړي زياته كړه چې د بيات د كورنۍ مرسته له هر ډول سياسي انګيزې څخه پرته ترسره شوې ده چې د ټول افغانستان ښځينه نوماندې تر پوښښ لاندې نيسي. د بيات دكورنۍ بنياد د ۰۷۰۰۵۵۰۶۶ مبايل شمېرې په اعلانولو سره د هېواد له ټولو ښځينه كانديدانو څخه غوښتنه وكړه چې ددې شمېرې سره د اړيكو په ټينګولو سره له نوموړي بنياد څخه خپله مرسته ترلاسه كړي