سرچینه: د رویټرز خبري آژانس
یو تازه رپوټ چې د طالبانو له یو شمیر مشرانو سره د مرکو پر اساس د لندن د اقتصادي زدکړو له مرکز LSI څخه خپور شوی وایې چې د پاکستان استخباراتي اداره له طالبانو سره مالې او نورې لازمې مرستي کوي.
په رپوټ کې راغلي چې د پاکستان دغه اداره په افغانستان کې طالبانو ته پیسې، روزنه او امنیتي مرستې برابروي او دغه مرستې یې د پخوا په پرتله ډیري پراخي دي.
دلندن د اقتصادي زدکړو مرکز په خپل دغه راپور کې وایې چې ښایې پاکستان په خپل دغه کار سره غواړي په افغانستان کې د هند مخ پر زیاتیدونکي نفوذ کم کړي.
LSI دغه راپور په افغانستان کې د طالبانو له نهو مشرانو سره د روان کال د فبرورۍ او مې میاشتې تر منځ برابر کړی او هغوي ویلي چې له افغاني طالبانو سره مرسته د پاکستان داستخباراتي ادارې رسمې پالیسي ده.
په دې راپور کې دا هم ویل شوي چې د پاکستان ولسمشراصف علي زرداري هم د روان کال په لومړیو کې په خپل هیواد کې له جګپوړو طالب بندیانو سره کتلي او باور کېږي چې ده هغوی ته د خلاصون او د دوی له پوځي عملیاتو سره د مرستې ژمنه ورکړې ده او دا د دې ښکاره ثبوت دی چې د پاکستان ملکي حکومت هم په لوړه سویه د طالبانو ملاتړ کوي.
د پاکستان دیپلوماتیکو سرچینو د لندن سکول اف اکنامیکس د تحقیقاتي انستیتیوت راپو کمزوری وباله او ویې ویل چې له افغان طالبانو سره هرراز خبرې د افغانستان له حکومت سره اړه لري.
خو راپور وايي چې افغان او لوېدیځ امنیتي چارواکي وايي چې پاکستان دوه مخې پالیسي پرمخ بیايي. د دغه تحقیقاتي مرکز په وینا دا راپور یې د طالبانو له قومندانانو،پخوانیو طالب مشرانو او وزیرانو،همداراز له لوېدیځو او افغان امنیتي چارواکو سره د مرکوپراساس چمتو کړی دی.