CNN: کندهاري مشران وایې عملیات روان کړﺉ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 36302
ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی
دخبریدو نیټه : 2010-06-14

 


سرچینه: سې ان ان
رپوټ: نیک رابرت سون

د افغانستان ولسمشر حامد کرزی  او په افغانستان کې د ناټو عمومي قوماندان جنرال ستنلي مک کرستال د یکشنبې په ورځ په کندهار کې ول تر څو د خپل هغه پلان په اړه له خلکو سره خبري وکړي چې له مخې به یې په دغه ولایت کې عملیات پيلیږي.
سې ان ان له کرزي څخه په حواله لیکي چې دغه ناسته بریالۍ وه.

له شاوخوا دری سوه قومي مشرانو او سپینږیرو سره تر ناستې وروسته کرزي وویل چې ده له مشرانو څخه د عملیاتو د پلیدو لپاره شین څراغ وموند او هغوي ورسره موافقه وکړه چې باید په ولایت کې د مخالفینو اوترهګرو د ځپلو لپاره پوځي عملیات پيل شي.

سې ان ان لیکي چې له جنرال کرستال سره د مشرانو په مخکنې کتار کې ناست حامد کرزي وویل چې دی د دغو عملیاتو د پیلیدو لپاره د قومي مشرانو پراخ او ټینګ ملاتړ ته اړتیا لري.
سې ان ان وایې چې د کرزي مخې ته ډیر مشران په توشکو او ځیني په فرشونو ناست ول او د هغه هغو خبرو ته یې غوږ نیولی وو چې ویل یې کندهار ته به امنیت راولي او د ادارې فساد مخه به نیسي.

نوموړي په خپلو خبرو کې طالبانو ته هم یو سخت پیغام ورساوه.
کرزي وویل: ((  لومړی زه له طا لبانوغواړم چې سوله وکړي، د خپل هیواد سړې او ماشومان مه وژنۍ، ځانونه له القاعدې او نورو ترهګرو جلا کړﺉ )).

سې ان ان وایې چې کرزي په خپلو خبرو کې د عملیاتو د پیلیدو دقیقه نیټه په ګوتو نه کړه خو دا یې وویل چې په دغو عملیاتو کې به چې د هیلې نوم ورکړل شوی امریکایي سرتیري حضور او برخه ولري