د چین د ولسي جمهوریت دوه متضاد سیاسي سېستمونه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 36364
سراج الحق ببرک زۍ ځدراڼ
دخبریدو نیټه : 2010-06-16

په تیر پسې - دوهمه برخه ......

۶ . دراتلونکې نړیوال ځواک  سیمه یزه او نړیوال  اقتصادي سیاست                                                       ‍                                                                                                              
پرون له چین سره په نړیواله کچه ځښت ډیر تبعیضي چلند کیدو. نن چین د نړۍ په هرکونج  کې  شتون لري  او نړۍ اوس د چین  او دچینایانو دکار په اړه ډیر څه پوهیږي .  چین د نړۍ ستر مارکیټ دی . په اسیا کې پر ټولو مارکیټونو باندې انحصار ي اغیزه  لري . د چین صادراتي توکود دریمه نړۍ  هیوادو فابریکي او بازارنو یې  ټول وران کړي دي . په تیره بیاد  اسیا لویه وچه د  چین ترستراتیجیکې اقتصادي کنټړول لاندې ده .
چینایې توکې د لویدیځ په بازارونو کې  لمبيږي . چین  د ټولو  اومو توکو یوه نه مړیدونکې تنده او لوږه لري .   په تیره بیا  تیلو ته ډیره اړتیا لري . چین په خپله د نړۍ دوه سلنې  تیل لري . چین په میلیونو ډالر د قزاقستان،  نایجریا،سودان ،اندونیزیا،وینزویلا او د کاناډا دتیلو په زیرمو کې پانګونه کړي ده .  پر عراق باندې د متحده ایالاتو یرغل څخه مخکې چین  هلته ډیر ه پانګه  درلوده . اوس چین په ایران او سعودي  عربو کې ډیر ه پانګونه کړي ده .                                                                                   
 دچین کپیتالېست  او کمونېست دولت د افغانستان  سره په ختیز کې سرحدي پوله لري . چین د افغانستان له طبیعي زیرمو سره  د نورو هیوادو په پرتله  ډیره لېوالتیا لري، ځکه افغانستان د دوی  نږدې ګاونډې هیواد دی .  په ۲۰۰۷ کال کې چین وکولای شوای له روسیې ،امریکا، کاناډا او قزاقستان سره په مزایده کې د لوګر د مس عینک کان د استخراج امتیاز چې درې نیم میلیارده ډالره پانګونه په کې کېږي، ترلاسه کړي . چین په افغانستان کې  ترټولو جدي پانګه کوونکی هیواد  دی . سربېره  پر دې چین د اقتصادي او سیاسي نفوذ له لارې په افغانستان کې د هند او پاکستان پر سیالۍ هم څارنه کوي . د چین د اقتصادي فعالیتونو پراختیا په افغانستان کې په تېره له منځنۍ او سویلي اسیا او منځني ختیځ سره  ډیر ازښت لري . په تیربیا د افغانستان نښلول  له دغو سیمو سره د چینایانو لپاره  دسیمه یزه  امنیتي او اقتصادي  ستراتیجۍ یو مهم عنصر ګڼل کیږي . دتبتیانو او عیغوریانو  سیمې د چین سیمه ایز امنیت د ټينګښت لپاره اندېښنې جوړې کړي دي . ځکه دعیغورو او تبتیانو بلتون غوښتونکې  غورځنګونه  په پټو مبارزو بوخت دي  .
                           
 دچین نړیوال ځواک کیدل  جاپان ته ستر کړکیچ رامنځته کړي  دی . جاپان اوس منلې  چې په اسیا کې جاپان  لومړني اقتصادي او سیاسي  ځواک نه دی . جاپان همداوس چین ته  د ختیزو اسیایي هیوادو د ټولنې  جوړولو وړاندیز کړی دی .
په نړۍ کې  دوه له پنځو انسانانو څخه یو هندې او یو چینایي دي  .  که  چین او هند د خپلو میلیاردو وګړو سره یو ستراتجیک  تړون ته ورسیږي ، لویدیځ او امریکا به مجبور وی چې د دوی پښو ته سر ټیټ کړي . دغه دواړه هیوادونه  په نړۍ کې د خپلو ډیرو فابریکو او مخ پر ودې ،پرمختللي لابراتوارنو، اقتصادي او پوځې ځواک له امله نه ماتیدونکې دولتونه  دي . د ښامار او د فیل یوځای کیدل ناشونې بریښي ،چین او هند دسبا ورځې نړۍ  او داومو ټوکو په سر دیو بل سیلان  دي . چین په دې برخه کې د هند څخه  لس کاله پرمختللې دی .  هند لکه چین دنړیوال اقتصادي بحران ګټونکې دی  . د IWF د سیروی له مخه ۸۰۰ میلیونه چینایان  ۶۰۰ هندیان  بې روزګاره دي . هند د خپل اقتصادي ودې چټکولو لپاره د خپلو ګاوندیانو سره  سولې ته  ډیره اړتیا لري  .  دغه سوله  د امریکې متحده ایالات په ګټه هم ده. افغانستان او پاکستان د امریکې د بهرنې سیاست اجنډاپه مرکز کې شتون لري . دهند او چین اریکې لا ډیري کړکیچنې دي ، د دوی ترمنځ  تل  د پولې په سر  اخ او دب رامنځته کیږي .  د پیکینګ او اسلام اباد اتحاد د هند په سترګو کې یو ازغې  دی . هند او پاکستان دیو بل تاریخې دښمنان دي . دا دښمنې هغه مهال نوره ترینګلې شوه کله چې په پاکستان کې ځانوژونکې ترهګر و روزنه ومیند او د هند د بمبي ښار په سوداګریزه سیمه کې بمي چاودنې ترسره کړي اود ۱۶۳ انسانانو څخه  ژوند واخیست . هند له پاکستان  دترهګر په وړاندې مبارزه کې  د مشروطه همکاري  اعلان کړي  . هند په حقه سره  د پاکستان ولسمشر زرداري په واک کې پاتې کیدل د نوموړي هیواد  د کورنیو کړکیچنو حلاتو ته په کتو سره  د شک په سترګه ګوري .
چین له ایران سره پراخ تجارتي اړیکي لري . چین د ایران  له تیلو او نور  زیرمو سره ډیره لېوالتیا لري . په همدې وجه چین د امنیت په شورا کې د ایران په وړاندې  د یورانیمو په بډایه کولو کړکېچ کې د نوموړي هیواد پلوي کوي . چین د پاکستان په ګوادر بندر کې  هم ډېره پانګونه کړې ،چین غواړي د هند سمندري لار لڼده  کړي او د پاکستان له  لارې  د عربو خلیچ ته ځان نږدې کړي . چین  کولاې شي د افغانستان له لارې  دا دوه هېوادونه د خپل سینکیانګ له سیمې سره ونښلوي کړي.
دولسي جمهوریت سیاسي سېستم په اروپا کې دوه اړخیزه څیره لري . د چین ګوتنیونکې سیاست پوهان، خبریالان ،د بشرد حقوقو یا رښتونوفعالین د  چین  په  سیاست کې دیو فولادي دیکتاتوري سوک چار وینې، د چین په دنننه کې ټول سیاسي،بشري  نوښتونه  اوخوځښتونه  ځپې او په بهرنې سیاست کې بې  له کومه  پامه خپله ملي ستراتیجۍ  پر نور هیوادو باندې  مني .                                                                                                                                           دچین ولسي جمهوریت  اوس د نړیوالو اقتصادي  چارو بانک  ګرځیدلي دی . دا شونې ده چې چین زموږ د نړۍ یو ستر اقتصادي ځواک وګرځي . چین اوس د متحده ایالاتو او اروپایي ټولني  تر څنګه دریم ځواک دي .                دچین اود امریکې  متحده ایالاتو نړیوالې سیاسي اقتصادي اړیکې  او د دغې هیوادو اړیکې د اسیایي هیوادو،د پخوانې نړیوال زبرځواک  روسیه  سره  یوې بلې ژوري څیړني  ته لړتیا لري .په دغه لیکنه کې ځای ورته نشم ورکولي  .چین به د امریکې  متحده ایالات  د یواځنې نړیوال زبر ځواک په څیر ډیر زرمنخل کړي .ځکه اقتصادي ځواک تل سیاسي ځواک وی . دچین ولسي جمهوریت یو سیاسي اقتصادي نړیوال ځواک دی او ورسره دامریکې متحده ایالاتو یو ستراتیجیک سیال بلل کیږي . لویدیځه نړۍ یوځل بیا په الارمي ټوګه  د لري ختیز نړیوال ځواک راتوکیدو ته ګوي . لویدیځ له ځان  څخه پوښتنه کوي چې موږ باید د چین له ستر   هیواد څخه وډارشو ؟  همداوس لویدیځ نه شي کولې یواځی د نړیوال سیاست اجنډا  وټاکې .  لویدیځ د شلو نه تر دیرشو کاله پوري  وخت لري چې نړیوال سیاست  د چینایانو سره یوځای وټاکې .

۷  . د چین او امریکې سیاسي او اقتصادي  اړیکې

امریکا او چین نن زموږ د  نړۍ دوه خورا مهم زبرځواکه هیوادونه  دي . چین مخکې له نړیوال پانګوالې سېستم څخه  یو لوی اقتصادي ځواک وو .
   د دوهمې نړیوالې جګړې په  پاې کې  د ختیز او لویدیځ دوه قطبې سېستمونه   د نړۍ په  سیاسي، اقتصادي چارو باندې رامنځته شول . ختیزبلاک د پخوانې شوروي اتحاد او لویدیځ  بلاک د امریکا متحده ایالاتو په مشري  لارښونه ورته کیده . د ۱۹۹۰  کال په پیل کې د شوروي اتحاد د لمنځه تللو سره د دوه قطبي سېستم پای رامنځته شو . یواځینې  نړیوال زبرځواک د امریکې متحده ایالات د خپل پوځې او اقتصادي ځواک له امله پاتې شو . ورسره یو شمیر نور نړیوال  ځواکونه شتون لري . دوی هڅه کوي چې څنګه  دغه یو قطبي سېستم په مختلفو  ډولونو باندې   په  دوه اویا څو قطبي سېستمومو باندې  واړوي  . دسارې په توګه نه یواځې  دنه دولتي اسلامي بنسټپال  ځواک فعالین بلکې سیمه یزه ځواکونه لکه  اروپایي ټولنه،دولتي ځواکونه  لکه روسیه او د چین  ولسي جمهوریت  یاده ولې شو . چین په ټولو ځواکونو کې دغې موخې یعني نړیوال ځواک  ته د رسیدو ډیر نږدي شوي دی . راتلونکې نړیوال زبر ځواک ؟ ، دغه پوښتنه د پام وړ ده . نړیوال له  دوه قطبي سېستمونو څخه  ناوړه  او زړه بګنوونکې تجربي لري . په میلیونه انسانان د دوی په سیاليو کې لمنځه تللي دي  .
په نږدې راتلونکې کې  به دامریکې اوچین ترمنځ  پوځې جګړه پیل نشي خو د دوی ترمنځه اقتصادي جګړه  د سړې جګړې په څیر  پیل شوي ده  . دغه دواړه  هیوادونه یواځې د خپل اقتصاد د سمبالښت ،سمیورتیا  او ګټې په اړه فکر کوي . دواړه خواوې  د اوسنیو خوراپیچلي حالاتو په وړاندې د نړیوال بحراني اقتصادي حالات او  دنړۍ اقتصاد پرمختیا یي لارو چارو دبدلون  ، جوړښت او ښوالي په اړه  هېڅ  فکر نه کوي . د بارک اوباما  حکومت  د رامنځ ته کیدو سره د چین او امریکې سیاسي، پوځې او اقتصادي  اړیکې  له هغه مهاله  ډیرې کړکیچینې شوې ، کله چې پنتاګوڼ ټایوان ته د  ۶،۴ میلیارده  ډالرو پوځې تجهزات پلورلو  اعلان وکړ .ورسره د بارک اوباما  له خوا  په تبت  کې دچینایي د حکومت څخه  د بشر د رښتونو  درناوې  غوښتنه  وشوه  . چین په پیکینګ کې د امریکې سفارت  ته د یو لیک استولو له  لارې د سپیني ماڼي دغه پریکړه وغندله او  ان د دواړو هیوادو دسیاسي اقتصادي اړیکو د  بریکون ګواښ یې په کې وکړو . چین ټایوان ته  دامریکې د وسلو پلورل پلان د خپل ملي امنیت لپاره یو سترګواښ او په سیمه کې د امریکې پوځې اغیزه په ډیریدو ویني . له همدې امله  په چین کې امریکایي  ضد احساسات په ډیریدو دي . دچین حکومت او د چینایانو غبرګون هېڅ کله دومره شدید نه وه . دبیلګې په څیر په ۱۹۹۹ کال کې د چین سفارت په پخواني یوګوسلاویا کې  د امریکايي جیټ الواتکو له خوا بمباري شو . چینایانو د امریکې بښنه او د سفارت تاوان یي و مانه . چین اوس ټایوان ته  د امریکې وسلو پلورلو په اړه ډیر ټینګ غبرګون ښودلي دی . د چین د وسله وال پوځ لوی درستیز وویل ، چین د امریکې هرډول پوځې ګواښ ته چمتووالي لري .
چین پرنړیوال مالې اقتصاد او سیاست  باندې ستره اغیزه لري  .د ډالر برخلیک د چینایانو په لاس کې دی،
څومره چې امریکا په یوقطبېزم باندې ټینګه ولاړه وي هغمره چین ته اسانه ده ،د خپل اقتصادي ودې له لاري په نړیوال سیاست کې  له  هند، روسې، سویلې امریکا او افریقا کې  ځانه ته متحدین او یو اتحاد رامنځته کړي .
چین کولې شي چې د ین بیه لوړه کړي ، د چین حکومت هڅه کوي چې د چین رسمي کرنسي ین بیه قصدآ ټیټه وساتي ، تر څو چې په نړیوال مارکیټ کې د دوی مالونه ښه و پلورل شي . تر ۲۰۰۵ کال ین  د امریکې  ډالرو پوري تړلې  کرنسي وه  .  چین   ا مریکې ته تر ټولو ډیر لوی پورورکونکې هیواد دی .                                                                 د افغانستان  او عراق جګړي د چین او امریکې  لومړني  اقتصادي جګړي  دي،داجګړې د نړۍ د تیلود زریمو پر سر  دي چې د نړۍ په تاریخ کې لیکل کیږي . داجګړي په لومړۍ ګام  کې د تیلود طبعې زیرمو په سر نه  د کولتورنو، مذهبونو جګړي دي . همداوس امریکایان  په دغه جګړو کې د خپل پوځې او اقتصادي ظرفیتونو ورستي پلو ته رسیدلې دي .
فرانسوي اقتصادپوه جان فرانسیو سوسبیله  کتاب ،، چین او امریکا دا پروګرام شوي جګړه،،  په نوم  دی، دی لیکي ،چین به  د امریکې سیال په څیر ډیر ژر  راڅرګندشي  . په کتاب کې  د امریکې او چین په اړه یوه ډیره ښه  په زړه پورې څیړنه شوي ده . 
دالمانې لیکوال ولفګنګ هیرندکتاب ،،یرغل پر اسیا،،  په نوم دی، دی  د لودیدیځ دلمنځه تللو لاملونه نه یواځي  د چین په نوي  رامنځته کیدونکې ځواک کې بلکې دبرازیل، هند او  روس  په پښودریدلو کې  هم ویني . د هغه څیړنې اروپایان د اروپا د راتلونکې  په اړه ډیر اندیښمن کړي دي  .
همدااوس د المان  فدرالي جمهوریت ولسمشر  د ریښتیا په ویلو سره  له خپلي دندي  څخه  استعفا ته مجبور کړل شو . کله چې هغه په افغانستان کې د ناټو ترمشري لاندې د خپل هیواد پوځي یرغل د المان هیواد د اقتصادي ګټو ساتنه وبلله . نوموړی ويلي وه چي د المان غوندي يوهيوادته چي بهرنۍ سوداګري يې د اقتصاد لويه برخه جوړوي اړینه  ده چي د خپلو اقتصادي ګټو په وجه  خپل سرتيري په جګړیزو  دنده وګماري .  ښاغلي  هروست کوهلر پخوا د نړیوا ل بانک  یو  تجربه لرونکې مشر  وو . ولسمشر پوهیدو چې  دی د  المان داساسي قانون پربنسټ په سیاست کې لاسوهنه ونشي کولاي  . سربیره پردي   ده د المان لپاره خبري وکړي ، خوپه اصل کې  ولسمشر  د امریکې په مشري د ناټوځواکونو جګړو ته په افغانستان  کې  اشاره وکړه .            
 
په ۲۰۰۱ کال د امریکا متحده ایالاتو د خپلو ناټو تړون ملګروسره په افغانستان کې د ترهګرۍ پروړاندې د جګړې ترنامه لاندې پوځې یرغل  وکړو ،د یوې پلمې په توګه دخپلو پټو سیاسي،اقتصادي او پوخې  موخو لپاره داسیا  زړه  افغانستان  ونیو . په اصل کې دوی دخپلو جیوستراتیجکۍ، جیوایکونومکۍ  موخو لپاره
د ترهگرۍ پر وړاندې د جگړې له نامه څخه د یوې پلمې په توگه کار واخیست چې تر دغه نامه لاندې په سیمه کې د ناټو او د امریکا د متحده ایالاتو پوځي  ماشین جوړ او خپل ناپایه او نا څرگنده  پوځې، سیاسي او اقتصادي   پایښت  ژوندي  وساتي . امریکې د ناټو په مشرې په ټولې منځنۍ او ختیزې آسیا کې  پوځي اډي د همدې  موخو  لپاره  جوړ کړي دي . امریکا هڅه کوي د چین ،هند او روس په پرتله نوموړي سیمي په خپل کنټرول کې ولري . که داسي ونه کړي امریکا او لویدیځ نوره په اسیا کې پښه نه شي ایښودلي . دامریکې او ناټو امپریالیستي، هژمونیستي ،کولونیالیستي   پوځونه د  افغانستان  اوله اسیا څخه دووتلو سره به  د  چین  دولت هژمونېستي  او امپریالیستي سیاست  په سیمه او  اسیا کې پراختیا ومومي ، ورسره به دنړیوال سیاست او د جګړو نومونه او بڼه به بدله شي .
۸  . لنډیز .
چینایان   د لویدیځوالو  لخوا   ۱۵۰کلن  رټل شوي  دسرتیټوالې تاریخ نه  ویره  وي . د چین حکومت  خپل هیواد ته  لویدیځواله ولسواکې   د یو نامعقول  نظم  او موډل په څیر  رد  وي  . دچین کمونېست ګوندپه خپل انحصاري واک باندې ټینګ ولاړ دی .  چین هېڅ  ډول ناپیلې سیاسي  کتونکې نه مني او منظم شوي سیاسي فعالین  تل په چین کې  ځپل کیږي . له همدې امله د چین ولسي جمهوریت یو مستبد او توریتی حکومتي سېستم دی .که څه هم له ۱۹۹۰ کالونو څخه تر اوسه   په چین کې ژور بدلونونه په اقتصادي او ټولنیزو برخو کې  راغلې،  چې د ماوسیتونګ له مهال سره نه پرتله کیږي .                                                                                                                                               چینایان له بنسټه  زموږ د نړۍ  بښل شوي کپیټالیستان  او سوداګر دي . چین به  د نړۍ فابریکې په توګه له  لوی صنعتي هیوادونو څخه  لکه امریکا، جاپان،او اروپا  تخنیک او صنعت په لاس کې واخلې . په نوموړو هیوادو  کې بې روزګاري ورځ تربله په ډیر ریدو شي  .چینایانوله سلګونو کلونو څخه په نړیواله کچه  سوداګري کړي ده . چین غواړي د نړۍ کارخانونه یا   فابریکه وګرځې . لویدیځ باید ډیره موده د نړۍ  له کارخانې  څخه  ارزانه  توکې  راونیسې .  مارکسیستي، لیننیستي اوماوېستي سوسیالیزم په چین کې هڅې یو نمایشي څلې ګرځیدلي  دی . چین  به ډیر ژر د یو نوې کپیټالېستي  نړیوال  زبرځواک   په څیر راڅرګندشي  . 
نولسمه پیړۍ د انګریزنو وه،شلمه پیړۍ د امریکایانو ده ، یوویشتمه پیړۍ به په ریښتیاسره د چینایانو وي  .
د ځینو پښتنو ځواب به د چین راتلونکې نړیوال  سیاست  ورکړي . لکه  چین به د لویدیځ سره په  دغه نوې نړیوا لتوب کې څنګه لوبه کوي ؟ د چین  راتلونکې سیاسي او اقتصادي ځواک ستراتیجۍ به په څه ډول وي ؟ چین کوم ټوکې په لاس کې لري چې خپله اراده د یو زبرځواک په څیر په نړۍ کې  پرته له پوځې ځواک څخه پلې کړي .    چین به دنړیوال ځواک  په ځیر څه ډول کرکتر  ځان ته غوره کړي ؟ کمونېستي او کپټالیستي سېستم دیوې لنډې مودې پورې په چین کې چلیږي .  په  یوویشتمي پېړۍ کې د چین  نړیوال ځواک کیدو سره به نړۍ په بنستیزه ډول بدلون ومومي . نوې نړۍ به څوقطبې وي  ؟د نویو نړیوالو ځواکونو  موخې به همداسي  یواځې دپوځې  ځواک، زبښاک  او برلاسي جګړي وي او  یا د ټولې  نړۍ د وګړولپاره اوسا او سولمن ژوند  لپاره کار کول وي ؟. له چین څخه  دا بې مخه بې سټه زیړ ښامار په سیمه ایزه او نړیواله کچه  موږ  ټولو  ته  ډار په کار دی .

پای