تعبير يې كړى زما پر رقيبانو به چپه شي . .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 3643
ښکلا مجله اولسمه ګڼه
دخبریدو نیټه : 2005-09-15

 

د ښکلا خبري

 

دا دى د افغانستان په ټول تاريخ كي زموږ هيواد د لومړي ځل لپاره په آزاده او ديموكراتيكه توګه د پارلمان جوړېدو له پديدې سره مخ دى، كه څه هم موږ تر دې مخكي پارلمانونه لرلي دي خو هغه په رښتينې توګه د افغانانو استازي پارلمانونه نه وو. خو د اوسني پارلمان جوړېدو لپاره چي په څنګه كيفيت سره چمتووالى نيول كيږي دا ډېر بيسارى دى. خو ورسره په مخكي پرتې ستونزي يې هم له شمېره وتلي دي، موږ خو به دا ومنو چي ټولو افغانانو ته په آزاده، مخامخ او پټه توګه د رايي وركولو زمينه برابريږي، خو دا چي د ولس د اكثريت ذهني كچه مو ډيره ټيټه، له سياسي شعور څخه لږ برخمن او د خپل خيروشر له توپير څه عاجزه دى، كه څه هم ځيني دا دعوه كوي چي ولس مو پوه شوى دى، ښه او بد پېژندلاى شي او وړ كانديد ته رايه وركولاى شي، خو دا هسي يوه خوشبيني ده. ډېر تريخ واقعيت دا دى چي ولس مو له سياسي او ملي څېرو سره لږ آشنا دى، او د ولس ذهنيت مو د زورواكو، سياسي مداريانو، ملي ضد اشخاصو له خوا ترور شوى دى، هري خوا ته چي يې زړه شي همغي ته يې كږولاى شي. نو دا مهال د دې امكانات فوق العاده زيات دي چي جوړېدونكي پارلمان ته به همدا غله، قاتلان، ملي ضد، بېسواده، له فكري او ذهني بحران سره مخ څېرې رواني وي.

موږ په اوسنيو چټكو او حساسو حالاتو كي په لنډ مهال كي د ولس د ذهني روښانتيا او اوچتولو هيله نلرو او نه د زورواكو او سياسي جادوګرو د مخنيوي توان لرو، خو يوه د لږ خلاصون لار چي را پاته ده هغه له سپېڅلو، ملي او شعوري كانديدانو سره د همږغۍ پر پلان او پروګرام باندي كار كول دي. كه چيري د افغانستان له هر ولايت څخه دوه-دوه تنه په ملي فكر او شعور سمبال وكيلان ولسي جرګې ته ولاړ شي، نو دوى كولاى شي چي يو لاس او يو ږغ شي، د حكومت پلوو او حكومت مخالفو ډلو تر څنګ د يو ه دريېم ځواك په توګه د افغانستان او افغانانو په ګټه د ملي فكر سنګر ونيسي، دوى به ګوري كه حكومت داسي يو پلان او فرمان را وړاندي كوي چي هغه د افغانستان په ګټه وي، طبعي خبره ده چي حكومت پلوه ځواك به يې ملاتړ كوي نو دغه درېيم ځواك به ورسره يو ځاى كيږي په دې توګه به اكثريت جوړوي او پرېكړه به د اكثريت پر بنسټ كيږي. كه د حكومت پلان او فرمان د افغانستان له ملي گټو سره ټكر درلود، نو طبعاً د حكومت اپوزيسيون په هر حال كي ورسره مخالفت لري، بيا به ملي ځواك له اپوزيسيون سره يو ځاى ږغ پورته كوي. نو په دې توګه سره موږ كولاى شو چي يو نسبتاً نورمال او څه نا څه په معيار پوره پارلمان ولرو، او سر له همدا اوسه لا بايد ټول د ملي فكر كانديدان د افغانستان له ګوټ-ګوټ څخه سره په تماس كي او همږغه و اوسي. موږ د ښكلا په دې گڼه كي د افغانستان له بېلابيلو ولايتو څخه د نسبتاً وړ كانديدانو اعلانونه او انځورونه خپروو، ښايي دوى غوندي نور اهل كسان به هم وي خو موږ سپېڅلو او شعوري كانديدانو ته د يوې بېلګي په توګه په پارلمان كي د درېيم او ملي ځواك د جوړېدو لپاره د همږغۍ په نيت دا كار كوو او هيله لرو  چي دا دريم ملي ځواك جوړ او د خپل ويښ شعور د رڼا تېغونه د بې شعوره او ملي ضد ذهنونو د بلا ګانو تر سترګو وباسي.

 

تعبير يې كړى زما پر رقيبانو به چپه شي

چپه كاكل مي خوب كي د جانان ليدلى دى

 

د ښكلا د څښتن په امان

www.benawa.com/skala