سيلۍ وه،دكړكيوله ستوونوچې ورتېرېدۀ،شغ-شغ يې كول.شپه ډېره تيارۀ وه پتنګ خپل كالي څنډل.مريم غلې وه،ځمكې ته يې كتل،پتنګ ددروازې په لورورغى،غوږيې پورې سريښ كړ،مريم وروكتل،بېرته راغى،كړكۍ يې پرانيسته،سيلۍ وه،خونديې ورنكړ،بېرته يې پورې كړه.مريم په تخت ناسته وه،پښې يې زنګولې،پتنګ ووېل:
-څنګه دې مرچ باركړي دي؟
مريم بد-بدوروكتل.
پتنګ ووېل:
-ځم.
مريم په كاوړووېل:
-رنګ دې وركوه!
-ولې؟څۀ مې كړي؟
-شرم خوتۀ نۀ لرې.بې سترګوبنيادمه!
پتنګ يې خبرې مسخره كړې،مريم نوره هم په غصه شوه.لاښكلې شوه.پېكى يې له مخه لرې كړ،په زوټه يې ووېل:
-دلېوني زويه!آبله شپه دې زماپه مخ چك لګولى،تراوسه يې خاپ پاتې دى.
پتنګ وخندل،خبره يې عادي كوله،ويې وېل:
-نوولې؟
مريم ووېل:
-شرمونه د ي!!.
پتنګ وخندل:
-په دې وړو- وړوخبروپسې مۀ ګرځه.سربه دې سپين شي.هۀ!شرمونه دي.
مريم غاښونه وچيچل:
- په سترګوکې دې غول خيشته دي،په څه به وشرمېږې؟
پتنګ موسكى شو،خواته يې كېناست،لاس يې پرې واچاوه،مريم يې لاس پورې واهۀ،ويې وېل:
-پرون مې خواښې راغلې وه،دهمدې لپاره ترې پټه شوم.
پتنګ ووېل:
-ومې بخښه،په ځان نه يم پوه شوى.
مريم غلې شوه،پتنګ دروازې ته ورغى،غوږيې پورې سريښ كړ،كړكۍ ته ورغى،پرايې نيسته،بهريې وكتل،بېرته يې بنده كړه،دخوب تخت ته ورغى،له مريم سره كېناست،لاسونه يې ترې چاپېركړل،دتخت كټ مخى ګډوډشو،هرڅۀ له ياده ووتل،دواړوګرمي محسوسوله.نن شپه ډېره په مرورتياتېره شوه،پتنګ دخپل لاسي سات شين ګروپ ولګاوۀ،وخت يې مالوم كړ،ځان يې سمبال كړ،مريم ته يې وروووېل:
-يوه خبره وكړم؟
هغې ووېل:
-لس خووكړه.
پتنګ ووېل:
-هلته به څۀ جواب وركوې؟
مريم دپتنګ جامې ورواخيستې،وريې كړې،سپارښتنه يې ورته وكړه:
-چپه يې وانه غوندې.
پتنګ ووېل:
-ماپوښتنه كړې وه.
مريم ځان ناجاڼه كړ،ويې وېل:
-هلته خوبه ته هم ځواب وركوې.
پتنګ ووېل:
-اخرت درته نۀ يادوم،دوادۀ په شپه.
مريم كټ مخى سماوۀ،ويې وېل:
-هغۀ ته مې امتحان وركړى دى.