تصوف او عرفان ۳۶،برخه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 36478
(علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته )
دخبریدو نیټه : 2010-06-23

تصوف او عرفان ۳۶،برخه

(علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته )

بسم الله الرحمن الرحيم

محترمواسلامي وروڼو دتصوف اوعرفان  په دې برخه کښي دامت مسلمه دیوه بل امام محقق ابن خلدون نظردتصوف په اړه درته ذکرکوم چی دادۍ

■ ابن خلدون  (توفي 808 هـ):

وقال ابن خلدون رحمه الله تعالى في كلامه عن علم التصوف: (هذا العلم من العلوم الشرعية الحادثة في الملة، وأصله أن طريقة هؤلاء القوم لم تزل عند سلف الأمة وكبارها من الصحابة والتابعين ومن بعدهم طريقة الحق والهداية،   وأصلها العكوف على العبادة والانقطاع الى الله تعالى، والإعراض عن زخرف الدنيا وزينتها،  والزهد فيما يقبل عليه الجمهور من لذة ومال وجاه، والانفراد عن الخلق في الخلوة للعبادة. وكان ذلك عاما في الصحابة والسلف، فلما فشا الإقبال على الدنيا في القرن الثاني وما بعده، وجنح الناس إلى مخالطة الدنيا،  اختص المقبلون على العبادة باسم الصوفية) المصدر: مقدمة ابن خلدون.  ژباړه،ابن خلدون رحمه الله په مقدمه خپله کی کوم چی یوعالمی منل سوی کتاب دۍ دتصوف په اړه فرمایلی دی   چی دتصوف علم دنوروشرعی علوموپه شان یعنی لکه علم فقه علم کلام علم اصول وغیرهاحادث  شرعی علم دۍ  اوکومه لارچی دصوفیه وولارده دادامت دسلفوعلما ووچی صحابه اوتابعین اوتبع تابعین  وغیرهم  دی لاروه  اودغه لاردصوفیه وودحق اودهدایت لارده اوبنیاداواصل ددې لاری ملازمت دعبادت دالله پاک دۍ اوبتمامه والله ته متوجه کېدل دی اواعراض کول دی له عیاشی څخه ددنیااوبې رغبتی کول دی په هغوشیانوکی چی اکثردخلګوپه مبتلاکېږی   لکه ددنیا اودجاه اوعزت اودنام اونښان محبت کول اودخلګوله عبث اوفضول اختلاط څخه  خلوت اوتنهایې کول دی داټول کارونه اصحابودنبی علیه السلام اوتابعینو نصب العین ګرځه ولی وو البته دتصوف په دغه خاص نامه سره دغه کارونه نه یادېدل خوپه دوهم قرن کښی چی کله ودنیا ته توجه دخلګومخ پرزیاتوالی سوه اوپه دې وجه په دېنی اموروکی  دپخواپه نسبت په خلګوکی سستی پیداسوه  نوهغه خلګ چی داصحابواودکبارودتابعینوپه شان همهغسی  له دنیا اوددنیا له عیاشی اودجاه اومال له محبت څخه اعراض کوونکی  وودصوفیه په نامه سره موسوم اونامداره سول ،محترمووروڼودابن خلدون له دغه بیان څخه داخبره وتاسی ته څرګنده سوه چی دتصوف ټول  حقائق په اصحابوتابعینوکی موجودول  خوصرف اوصرف  دتصوف اودصوفی نومونه نه ووبلکه ددغونوپه بدل کی دتقوی متقی  دمحسن اواحسان دصحابی یاتابعی نومونه ذکرکېدل  نواوس که صرف دغه نوم  چی نوی پیداسوکفر اوګمرهی وی نوالعیاذبالله علم حدیث  اودعلم حدیث  دمصلحاتونومونه چی مثلا داحدیث  موضوعی دۍ اوداحسن دۍ دالغیره حسن دۍ وغیره اودارنګه علم اصول اودهغه علم مصطلحات ټول بایدکفرسی ځکه داټول دتصوف ترنامه لا اکثروروسته پیدا سویدی  دتصوف مطالب خومثلا تقوی زهد اخلاص تواضع له دنیاڅخه بې رغبتی دنفس له رزیلواخلاقوڅخه پاکول اوپه ښواخلاقوسره دنفس ښایسته کول اوداسی نوردی ،دهغه تصوف اوصوفی  چی صرف  دصوفی نوم پرځان ږدی اوخپله لارتصوف بولی په حقیقت کی دشریعت اودقرآن اوحدیث مخالف وی مننه اوستاینه خوموږهم نکووبلکه دمولانا روم رحمه الله ددغه بیت مصداق یې بولو،چون بسی ابلیس آدم روی هست،لیکن یوڅوک چی علی الطلاق تصوف نه منی نوایا دابه موږنسوبیا ویلای چی دغه څوک قران اوحدیث اوشریعت نه منی خامخا یې ویلاسو،والسلام ومن الله التوفیق