سرچینه: مونسټر اینډ کریټیکس
د پاکستاني استخباراتي ادارې یوه مقام ویلي دي چې د ډیورنډ کرښې په دواړو غاړو کې په درځنونو اروپایان له طالبانو سره اوږه پر اوږه په افغانستان کې د ناټو او پاکستاني حکومت پر خلاف جګړه کوي.
نوموړي مقام چې نه يې غوښتل نوم یې واخیستل شي ویلي دي چې دغه معلومات يې له یوه جرمني طالب (رامي مکناسي) څخه تر لاسه کړيدي او زیاتوي چې د کرښې پر دواړو غاړو د جرمني، سویډن، هسپانیې او ناروي وګړي له طالبانو سره ملګري دي.
ویل کيږي چې ۲۵ کلن رامي د هامبورګ اصلي اوسیدونکي او د (جرمن طالبان مجاهدین) په نوم د یوې ډلي چې له القاعده سره هم اړیکي لري غړی دی او د سه شنبې په ورځ هغه مهال نیول شویچې چادري يې اغوستې وه او غوښتل يې له دوو ځايي اوسیدونکو سره یو ځاي په موټر کې له شمالي وزیرستان څخه ووزي.
د معلوماتو پر بنسټ نوموړی په ۲۰۰۹ کال کي له پنځو نورو جرمنیانو سره چې دوې يې ښځي وې د ایران او بلوچستان له لاري ځان تر طالبانو رسولی و.
سرچینه زیاتوي چې نیول شوي جرمني وګړي دوي ته ګټور معلومات ورکړي او وايي چې یو شمیر اروپايي جنګیالي پوځي روزنه تر لاسه کوي او یو شمير په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو پر وړاندي په جګړه کي عملاً ښکیل دي.
رامي مکناسي ویلي چې اروپايي مسلمانان غواړي له امریکا او د هغې له اروپايي ملګرو څخه د هغو ظلمونو غچ واخلي چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې يې د مسلمانانو پر وړاندي ترسره کړي دي.
نوموړي اروپايي طالب وايي چې د وزیرستان په میرعلي کې يې پوځي روزنه تر لاسه کړې او په افغانستان کي جنګیدلی هم دی.
د یادولو وړ ده چې د جرمنې استخباراتي ادارو هم تایید کړې ده چې په وروستیو کلونو کې په لسګونو جرمنیان او نور هغه بهرنیان چي د جرمني تابعیت لري پاکستان ته د سخت دریځو له خوا د نظامي روزنې د ترلاسه کولو په موخه تللي دي.
د یادولو وړ ده چې پاکستاني فیصل شهزاد چې د امریکا په نیویارک کې یې د یوې چاودنې ناکامه هڅه وکړه هم په شمالي وزیرستان کې نظامي روزنه تر لاسه کړې وه.