هغوی بيرته راځی!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 3649
محمود نظري
دخبریدو نیټه : 2005-09-16

 

 

  

يو خبريال د ټاکني يو مرکز ته ورغی او هلته يوغټ مټ او پنډ سړي ته چې د سپيني لونګۍ سره يې سره کرايي نکټايي تړلې وه نژدې شو او د هغه نه يې وپوښتل :

 

- کولای شې د دی ټاکنو په هکله مالومات راکړې؟

 

 - بسم الله ....... دا ټاکني پارلمان ته د استازو د ټاکلو په خاطر دي او هر چا  چې زموږ شرايط پوره کړی وي کولا ی شي ځان کانديد کړی .

 

- مقصد مو  زموږ د شرايط  نه څه دی؟ او دا شرايط کوم دي؟

 

د کانديديد پر شونډو يوه ساختګي موسکا خپره شوه او ويي ويل :

 

- د دولت شرايط خويوازی خلک ختايستل  دي .خو زموږ تر مينځ شرايط بيا دا دي :

 

 هر چا چې د يولک نه کم وژلي وي هغه کشران دي بايد ځانونه ولسي جرګې ته کانديدکړي او هغوی چی د يو لک نه زيات وژلي وي هغوی بيا مشران  دی په اينتساپی(انتصابی) توګه اتومات مشرانو جرګې ته ځي.

بيا يې خوله ده خبريال غوږ ته نژدې کړه او ورو يې وويل :     ستاڅخه دی پټه نه وی ما تراوسه يو کس کم يو لک جنت ته استولي دي .

 

- په دې کلي کي څومره خلک د رايو ورکولو حق لری اوڅو کسو ځان کانديد کړی ....؟

 

کانديد بيله دی چی سوال تر اخيره واوري وويل :

 

- دلته لس زره کسان اوسيږي او شلو کسو ځان کانديد کړي دي  ګر چی دوه- درو آزادو  چوبکيانوشودګانو هم ځانونه کانديد کړي دي  خو زه هم لکه نورو هغوی نه شمېرم . هغو يو هم نه دی وژلی !!

 

او د ځان غولولو لپاره يې ځانونه کانديد کړي دي 

 

- داسي مالوميږی چه تاسو هم ځان کانديد کړي دی، څومره ډاډه ياست چی تاسودا مقام ګټۍ؟

 

کانديد په خپله نکتايی لاس تير کړ اووې موسل:

 

-       هو بلی! دا خلک وايی چی وکيل، وزير – مزير چيه کولای شي اوزه له ماشومتوبه د دی کار سره يوه خاصه مينه او علاقه لرم .

 

. او بيا يې په لوړ ږغ زياته کړه:

 

او د پوښتنی د دوېمی برخي په هکله  دی بايد ووايم شکر با سواده  خو به يې ،او په حساب خو به  پوهيږې، لس زره پر شلو کسو ووېشه ، څلور سوه کيږی .

 

له غروره ډکی يوې خندا وروسته يې زياته کړه: زه څلور سوه موسله سړي لرم او يو بل تن که په ختا اوساوه (سهوه) هم يوه رای راکي  نو بيله شکه زه غوره شوی وکيل يم

 

- که دی ونه ګټل؟

 

- خوله دی سمه ښوروه !که می ونه ګټل بيا نارې او چيغې واهم وايم تګي برګي شوې ده بيا هرو مرو کوم وزارت - مزارت يا د رييس جمهور مرستيالی خو راکوي

 

- که يې در نه کړه؟

 

کانديد وکيل، خبريال سر تر پايه د خريدار په سترګوتر نظر تير کړ ژبه يې پرخپلو وچو شونډو تيره کړه او ويې ويل :

 

- يو بل کس وژنم

 

او کرار يې د خبريال په غوږ کي وويل :

 

 خوبايدمنشوره (مشهور) سړی وی ځکه دولت ساده - ماده خلک نه حسابوي .

 

او په لوړ ږغ يې زياته کړه :بيا اتومات مشرانو جرګې ته ځم

 

 بيا يې د خبريال نه ورو د راز په ټوګه وپوښتل:

 

 - ته خو به منشوره يې!

 

- بلی زه په يوه بين المللی راديو که  کار کوم ټوله دنيا می پيژني

 

 -  ډير ښه !که ته خپل  آدرس راکړې ډير به خوشاله شم.

 

خبريال خبره تېره کړه او ويې پوښتل:

 

- که تا وګټل او ودی نه شوی کولای خلکو ته خدمت وکې  آيا د ګناه احساس به و نه کې؟

 

- نه بابا کومه ګناه! دا چی چا کار کړۍ او چا نه دی کړۍ نه څوک پوښتنه کوی او نه يې کولای شي زما هم لکه د نورو چپه کول او څملول ډير خوښيږي !

 

- مننه! ستا د بری په هيله

 

کانديد د خبريال نه په شوق وپوښتل:

 

- که دی خپل آدرس راکړې  ډيرخوشاله.....

 

خبريال د کانديد د سترګونه و ډار شو او ورو ورو پرشا شو  خو کانديد ورو  ورو  ورنژدې کېده او په زاريو يې همدا هيله کوله :

 

- ډيره مهربانی به مو وی که مو آدرس....

 

خبريال په منډه شو په منډه منډه  يې شا ته کتل  او ويل يې:

 

- نه نه  نه لرم،  زه آدرس نه لرم  ،

 

کانديد پسې نارې واهلې:

 

ـ   د تيلفون نمبر.....

 

ـ نه نه....

 

- دبل کوم  منشور انډيوال نمبر

 

- نه نه

 

خبريال په منډه منډه ځان هوايی ډګر ته ورساوه بيرته بهر ته وتښتېد. اوهلته يې خپل يو انډوال ته يې چې د ده پر ځای راتۍ د نصيحت  په ټوګه په نهيلۍ په غټو غټو سترګو ورو وويل :  ګوره  هغوی بيرته راځی بيا چپه چپه کول ......

 

بيا يې خپلي ناړي تيري  کړی  او په خوابدۍ يې انډيوال ته وويل: پام کوه !خپل آدرس  چا ته مه ورکوه،ژر راتښته!

 

انډيوال يې  په الوتې بڼه او لندو سترګو ورته وويل:

 

حق را پل که