د ذهني ازمويني يو ډول دادۍ چي يوه وينا و يوه چا ته اورول کيږي ، هغه تن بيا دا وينا په لوبه کي بل ګډونوال ته اوروي او هغه يې بيا بل ته اوروي او دا لړۍ تر پنځو او يا اتو تنو پوري دوام مومي ، تر ټولو لوبغاړو وروسته بيا هغه لومړۍ متن د وروستې لوبغاړب د خولې څخه داسي اوريدل کيږي ، چي د لومړي متن سره په زياتو برخو کي سر نه خوري او کله بيا داسي هم پيښيږي چي ورستۍ متن د لومړي متن بشپړ مخالف واوريدل شي . په دې لوبه يا ذهني ازمو ينه کي تر ټولو لومړۍ پام د حافظې پياوړتيا ته وي او دويم پام د ويلو او بيان لوري ته کيږي .
د جهاني صاحيب (( ملي سرود خو هم يوداستان لري )) ليکني په تړاو چي کومي ليکني وشوې ، داسي بريښي لکه چي د هغه ذهني ازمويني د هغه ورستي لوبغاړي څخه هغه لومړۍ متن اورو . چايې په تړاو ناقصه هندسه پيل کړه ، خبره د درې ضلعي مثلث کوي ، خو د زرياب صاحيب په يادولو يې دخبري څخه مربع جوړه کړېده . چا بيا په دې داستان کي هغه توۍ شوي خولې يادکړيدي چي د ملی سرود د جوړيدو لپاره تر اغزنو لارو تير شوۍ ، د کيکاسوس ( قفقاز ) پر غره اوښتۍ او په ستونزمنه لاره کي د جيب سپڼسي ( جادويې تارونه ) شين سترګو او پکول والا ترې خپل کړي ، چا د لومړي متن د منځپانګي پر ځای دهغه متن ليکوال ته د شهادت ګوته څنډلې ده ، او چا بيا د داستان تر ويلو پخوا په کړس کړس خندلي او پر ليکنه يې د ترديد پرته د تائېد مهر لګولۍ دۍ . دادۍ اوس زما وارشو،نه پوهيږم چي له مانه وروسته به کوم ورور خوله پرانيزي او د دې ذهني ازمويني لوبغاړۍ به شي .
زه خپله خبره د داستان د لومړي متن ليکوال څخه په دې پوښتنه پيل کوم چي : ولي جهاني صاحيب هغه داستان را ته واوراوه چي لا بشپړ نه دۍ ؟ خيال مي دادۍ چي همدې پوښتني د دې لوبي ګډونوال تاوده کړي او خپل اندونه د وېيوکو په زور داسې برملا کوي چي د لوستونکو او اوريدونکود ذهن تارونو ته يې هره ويوکې شهباز او غبرګون يې د ادم درباب ساز شي . خامخا به د دې سازه خوند اخلو ، خو داهم بايد ومنو چي زموږ ساز ته يوازي موږ نه بلکي نور هم غوږ نيولي ناست دي . يو شمير ناستو ته به د رباب ترنګ خونده ور نه وي ، ښايې څار به کوي ، لار به وهي ، کنډو کپرو ته به د ټيل وهلو ګړۍ ګوري او د تذوير لومه به د هغو وياندو ستوني ته اچول غواړي چي لا يې تندۍ سجدې ته نه دۍ کښته شوۍ .
دا دريم ځل دۍ چي د ملي سرود په اړه خبره د خپل منځۍ بانډاره تر خبري رسنيو رسيږي .هر ځل د هيواد يو نامتو وياند او شاعر په ګوته شوۍ ، وړاندي شوۍ شعر يې اورول شوۍ ، او حتی د کره کتني تر بريده يې ګويا د بشپړتيا پړاو وهلۍ دۍ . خو دوه و ځله وړاندي چا داداستان لڅ نه کړ ، دا دريم ځل څه پيښ شوه چي نيمګړۍ داستان را ته واورول شو . هر يو لوستونکۍ به د دې پوښتني يو ځواب لري خو زما هغه ځواب تر ډيرو نورو خوښ شويدۍ چي په دې اړه مي د يوې ټولني په غوښتنليک کي ولوستل ، او هغه دا چي : (( په واکمنه اداره کي يوه داسي برلاسې کړۍ شته چي د ملې سرود په ځنډولو کي دوې موخي پالي يوه دا چي پښتانه په دې توهين کړي چي د ملي سرود د جوړولو توان نه لري او بل دا چي يو شمير نور هيوادوال په دې و ځمي چي ګويا دا دپښتو امتيازدۍ . )) زما باور هم د همدې کړۍ پر شتون شته . او همدا کړۍ ده چي يو په بل پسې زموږ د هيواد نامتو قلموال د سپکو سپور ډګر ته را باسي .
د هيواد خوږ ژبي شاعر او نامتو ليکوال اکبر بري شعر د بانډار له مينځه رسنيو ته وليږل شو ، خوسندريزو څپو ته ونه رسيد ، پر لار تالا ترغه شو . دښکاريانو دا لومړۍ غشۍ پوخ ونښت . د پښتني بڼ يو بلبل يې را وپرځاوه . هغې کړۍ بله لومه کښيښودل ، دا ځل يې د پښتو ادب او پوهي يو نامتو سر لارۍ رفيع صاحيب را چاپير کړ،و يوې څرګندي ملامتۍ ته تر هڅولو ورو سته يې در سنيو خوا ته د پيلوزي تر بريده ورساوه . خو موخه د ملي سرود جوړول نه بلکي د پښتو وياړلو ستور ته زيان اړول وه ، داهم ونه منل شو . خو د ښکاري غشۍ په نښه ولګيد . اوس نو وار د جهاني شو د يوه داسي پښتون شاعر چي نه يوازي په هيواد کي دننه د نامتو ليکوال او شاعر په توګه منل شوۍ ، بلکي په سيمه کي هم د ستر شاعر په نوم پيژندل کيږي . ملي سرود جوړولو ته يې راوبولۍ ، د منلو او نه منلو خبري ورسره وشوې ، خو د برلاسي کړۍ لاره هم هغه وه ، چي خنډ او ځنډ به راولي ، هغسي چي د جهاني په (( ملي سرود هم يوداستان لري )) ليکنه کي ولوستل شوه . د جهاني په وړاندي دا ځل د حريف تذوير ټکنۍ شو ، د چوپتيا منتر يې اثر و نه ښندۍ ، او په پټه خوله يې تر کومي تير نه کړي ، جهاني د خپل سرکښ طبيعت په دود چيغه وکړه او د هغو څه نا څه نهو ( ٩ ) ورته دا ستانو نو څخه يې يو داستان را ته واوراوه .
تر هغه ځايه چي خبريم ، اوريدلي اولوستلي مي دي دملي سرود د جوړولو لپاره يوازي جهاني ته بلنه نه ده ورکړل شوې ، دا ډول بلني په هيواد کي دننه د راډيو او تلويزيون څخه بيا تر بهرنيو را ډيو يې خپرونو پوري ، واورول شوې . د کميسيون په نوم ليکونه ، د مسولو چارواکو له لوري د خپلو يارانو او انډيوالانو په نوم بلنليکونه ان د اروپا ، امريکا ، منځني ختيځ ، هند او پاکستان هيوادونو کي ميشتو افغانو ليکوالو او نامتو شاعرانو ته د ملي سرود د جوړولو په نيت ورسيدل ، چي يو له هغو څخه جهاني وو . که ښاعلي جهاني دا ګمان کړۍ وي چي ګويا دا بلنليک يوازي هغوۍ ته د کميسيون ، يا د اړوندو چارواکو اويا ښاغلي اولسمشر له خوا يوه ځانګړې غوښتنه وه ، خو رښتنۍ ګمان نه دۍ ، رښتيا خبره داده چي دا ډول بلنليکونه او غوښتني د هيواد نورو نامتو ليکوالو او شاعرانو ته ، د کميسيون له خوا ، يا د اړوندو چارواکو او يا خپله اولسمشره له لوري رسيدلي دي .
يوه بله خبره چي يادول يې اړين ګڼم ، هغه د هغو نورو نامتو ليکوالو اوشاعرانو يادونه ده چي په بيلا بيلو غونډو کي يې د ملي سرود لپاره شعرونه وړاندي شوي اود کميسيون له خوا ورته د شعر دسمون سپارښتنه شوې ، او مياشتي مياشتي يې په دي هيله انتظار ويستلۍ چي که يې شعر د ملي سرود لپاره ومنل شي . د هغوۍ خبره په خپل منځي خبرو اترو کي ياده شوې ، خو د دې درېو يادشويو په څير يې اواز تر خبري رسنيونه رسيدلې . دا چي له هم هغه پيله د هغي برلاسي کړۍ د خنډ او ځنډ پاليسي کارنده وساتل شوه ، اوس وينو چي د هغوۍ موخه د پلي کيدو څنډو ته رسيدلې ده . هغه څه چي يې کرلي وه تر هغه يې زيات وريبل ، ملي سرود جوړ نه شو ؛ د يوه تنظيم غزل دملی سرود په دود وساتل شوه ؛ په بيلا بيلو مهالونو کي يې په پښتود ملي سرود د جوړولو سپکاوۍ وکړ ؛ او تر دی ټولو زياته يوه بله لاس ته راوړنه هم لري او هغه دا چي ديو شمير پښتنو ليکوالو قلمونو ته يې د نيښ وهلو زهر واچول او په پښتو ليکدود يې د پښتون په ګوتو د پښتون دسپکاوۍ توري وليکل .
وروستۍ خبره دا کول غواړم ، داسي نه چي په روانو ناندريو کي خپله موخه ورکه کړو. ملي سرود لا نه دي منل شوۍ، په داسي يوه کلتوري کلک دريځ کي را ټوليدنه او په يوه اواز دا غوښتنه په کار ده چي اوسني چارواکي د ملي سرود د منلو لپاره ژر او غوڅ ګام پورته کړي . د جاپاني فيلسوف يوريتو موتاشي په وينا : د موخي څخه تيريدل د موخي د تر لاسه کيدو مانا نه لري ؛
په درنښت