وحيد سپين غر _ كابل
دپاكستان له جوړښته بيا تراوسه دپاكستان دسياسي لوبواصلي لوبغاړي دپاكستان دپوځ لوړرتبه جنرالان وو،اودي ،دمارشال ايوب خان نه نيولي بيا تراوسني جنرال مشرف پوري چي د اغزني لوبي دپيل كيدونوي سناريويي جوړه كړي اوغواړي چي ددغي لوبي په لوبولوسره چي مركزي كرداريي پخپله جنرال صيب ! په غاړه لري دپاكستاني ولس دبد مرغۍ اودكرښي ددواړوغاړوپښتنوقومونو د دښمنۍ لويه ګناه په غاړه واخلي ،اوديوه پوځي ديكتاتورپه توګه دپاكستان لپاره يوه نوي بدمرغي وزيږوي
جنرال مشرف دپاكستان دپوځي اوسياسي دراماتيكولوبوهغه لوبغاړي دي چي دلومړي ځل لپاره يي دهندوستان سره پرپوله د ((كا رګيل ))جګړه ييزه ډرامه پيل كړه اوځان يي پاكستانيانواونړيوالوته ديوه مكارخوناكامه لوبغاړي په توګه وروپيژانده
جنرال مشرف چي ديوي پوځي كودتاه په ترڅ كي يي تراوسه دواك په څوكي منګولي ټينګي كړي تل يي د پوځي اوشيطاني لوبوپه ترسره كولوسره دپاكستاني ولس پام له كورنيوسياسي ،اقتصادي اونوروستونزونه بلي خواته داړولوپه موخه دګاونډيوهيوادونوپه كورنيوچاروكي دلاسوهنو ستراتيژي غوره كړي اولادادي دي ناولي سياست ته دوام وركوي.
دافغانستان اوپاكستان په سرحدي پوله چي دډيورنددكرغيړني كرښي په نوم ياديږي دازغن سيم دتاوولوخبره اووړانديزهغه بله شرموونكي ډرامه ده چي دپاكستان دپوځي واكمن جنرال مشرف دپوځي اوغير سياسي تفكرزيږنده ده
دخبري سرچينوپه حواله جنرال پرويزمشرف امريكي ته دخپل يوه سفر په ترڅ كي دامريكي دبهرنيوچارودوزيري كوند ليزارايس سره په يوه ليد نه كي دافغانستان اوپاكستان په پوله چي ۲۴۰۰كيلومتره اوږدوالي لري د اغزن سيم دتاوولوخبره ياده كړي اودخپل دي وړانديزلپاره يي دادليل راوړي چي په دي كارسره به په پوله باندي دترهګرو ،اوقاچاقبرانوداوړيدو اورا اوړيدومخه ونيول شي ،همدارازدپاكستان دبهرنيوچارووزير خورشيد قصوري هم دمشرف داخبره تاييد كړي اوويلي يي دي چي په حساسوځايونوبه اغزن تارونه راتاوشي .
په دي پوله باندي هغه وخت دتګ راتګ لاري جوړي شوي چي روسانوپه افغانستان يرغل وكړاوپاكستاني چارواكودخپلوځانګړواهدافوپه خاطر دلته بيلابيل پوځي مركزونه جوړكړل اوله همدغه ځايونونه يي دافغانستان په وړاندي خپلي جګړي مخ په وړاندي بيولي ، دلته بيلابيل جنګي اوپوځي مركزونه جوړشوي وو،چي وروسته بيا په كي د دعربي ملكونوجنګيالي روزل كيدل .
اوس چي جنرال مشرف په دغه پوله باندي داغزن تاردتاوولوخبره كړي ،دادتروريزم سره دجګړي په نوم كوم پلان نه دي بلكه دادپاكستان دكرغيړني ستراتيژي يوه برخه ده چي غواړي له يوي خوادافغانستان په چاروكي دخپلومداخلولپاره لاره اواره كړي اوله بلي خوا دپولي په هغه غاړه دپښتنوپه روايتي ژوند اوحالاتوباندي خپله واكمني لاټينګه اودهغوي خودمختاري ته دپاي ټكي كښيږدي اودخپل وروستي هدف په توګه دپښتون قوم دلاځپلواوغلامولوهڅي ګړندي اوغښتلي كړي
په پيښوركي دافغانستان دچاروڅيړونكي پروفيسورشاه جهان په دي اند دي چي :داپوله يوه ډيره اوږده پوله ده اوپه دي پوله داغزن تارلګول ناممكنه خبره ده ،بله داچي دپولي دواړوبرخوكي پښتانه قبايل اوسيږي چي له يواوبل سره ازادتګ اوراتګ كوي كه چيرته داكاركيږي نودابه ددغوقبايلوپه ازاد تګ اوراتګ باندي ديوه بنديز په مانا وي ، هغه زياته كړه چي دايوه لويه منصوبه ده ،په دي غوراوفكركول په كاردي اودافغانستان دچارواكواوحكومت سره مشوره كول ضروري ده
شاه جهان زياته كړه چي دپاكستاني چارواكوله دي هڅونه داسي ښكاري چي دوي غواړي ترڅوپه دي سيمه كي دخپلوپوځي سرګرميواونويومنصوبولپاره دافغانستان په وړاندي يوبل محاذ پرانيزي ،ځكه چي پاكستان اوس دكشمير دهڅونه نااميده شوي اوداسي ښكاري چي كشميريان يوبل ته نژدي شوي اويوكيږي نوپاكستان اوس دافغانستان سره په پوله دپښتنودبي اتفاقي اوويشلوپه منصوبه كارشروع كړي دي ترڅوپښتانه چي ديووالي په خواروان دي سره بيل كړي ،هغه زياته كړه چي په دي پوله ګډ پښتون قومونه اوسيږي داغزن سيم اچول اودپوځونومورچي جوړول دمسئلو حل نشي كيدلي اونه هم داډول اقدامات ښي پايلي لري
دمبصرينوپه وينا جنرال پرويزمشرف داخبره نه پاكستاني ولس ته وړاندي كړي اونه يي هم دپارلمان سره شريكه كړيده ،دغه رازمشرف په دي مهمه موضوع دافغانستان له حكومت سره هم كومه خبره نه ده كړي ،په داسي حال كي چي دافغانستان حكومت اوولس دډيورند په كرښه خپل ځانګړي ملحوظات لري اوددي اړتياشته چي بايد داموضوع دافغاني چارواكوسره شريكه شي اودهغوي غوښتني اونظرونه په دي هكله وپوښتل شي اوبيا په دي اړه اقدام وشي.
په افغانستان كي دنويوحالاتوپه راتګ سره ،دپاكستان پخواني خوبونه چي افغاسنتان يي دخپلي واكمني پنځمه صوبه ګڼله اودطالبانوپه څير لاس پوځي يي په افغانستان واكمن كړي وو،پرځا ي اوښكلي تعبيرونه له ځانه سره رانه وړل ځكه خوپاكستان اوس دنويوستراتيژيواوشيطاني چلونوپه كارولوسره لګيا دي ترڅودافغانانودسولي ،پشرفت اوسوكالي په لاره كي نوي خنډونه راولاړكړي
ټولوافغانانواونړيوالوته څرګنده ده چي پاكستان په ښكاره دتروريزم سره دجګړي په نړيوال ايتلا ف كي ديوه متعهد اووفادارغړي په توګه خپله سينه ډبوي خوپه عمل كي پاكستان په دي اړوند هيڅ هم نه دي كړي ،په افغانستان كي داوسنيوناامنيوټول عوامل دپاكستان دخاوري راولاړشوي دي ،دافغانستان هغه سيمي اوولايات چي دپاكستان
سره په پوله كي پرتي دي ،په پرله پسي توګه دپاكستان له لوري دغلچكي بريدونه سره مخ دي
دايوښكاره حقيقت دي چي دترهګرواصلي ځالي په پاكستان كي دي ،ترهګر په پاكستان كي وسله وال كيږي اوافغانستان ته دورانيولپاره راليږدول كيږي
دپاكستان پرله پسي لاسوهنواوتجربوښودلي ده چي دافغانستان وراني دپاكستان داوږدي اوتغير نه منونكي ستراتيژي يوه ډيره مهمه برخه ده ،خوددي پرخلاف دپاكستان په وړاندي دافغانستان پاليسي ددوستي ،ښه ګاونډيتوب په اصولوولاړه ده دافغانستان حكومت دپاكستان دټولولاسوهنواوشيطاني چلونوپه وړاندي دخاموشي اوتيريدني لاره غوره كړي اوتراوسه يي درغنده ځواب كومه ځانګړي هڅه نه ده كړي خواوس دافغانستان دولت ته پكارده چي دپاكستان دښكاره اوپټولاسوهنواو توطيوپه وړاندي چوپه خوله پاتي نشي دپاكستان سره په اړيكواومناسباتوكي يوه ځانګړي اوهراړخيزه ستراتيژي جوړه كړي اودپاكستان دهررازنامناسبه اقدام په وړاندي رغنده اولازم ځواب وركړي
پاكستاني واكمن بايد په دي پوه شي چي دوي نشي كولي چي دډيورنددپولي په دواړوبرخوكي ميشت وروڼه پښتانه قومونه له يوبل نه جلاكړي
تاريخي حقيقت خودا دي چي دډيورنډ كرښه يوه تحميلي كرښه ده اوددي كرښي نه جلاسوي سيمه د واحد اونه بيليدونكي افغانستان برخه ده ،كه نن وي كه سبا دابرحقه هيله به ترسره كيږي ،دپولي دواړي غاړي پښتون قوم به يوكيږي ،اوداميدونونوي ګلان به راټوكيږي اواغزن خوبونه به رښتيا نه شي
زما دبابا كور او وروركه خداي كړويوسلا شي
دوينو په دي ډنډ كي به يو نوي ګل پيدا شي