محمد يونس برهان
کابل، ١٣٨٤ل. وږى ٢٦
ټاکل شوې ده چې د وږې په ٢٧مه نېټه تر ١٢ميليونه زيات افغانان د نېغ په نېغه ټولټاکنو له لارې د پارلمان د ولسي جرګې او د ولايتي شوراګانو استازي وټاکي. خود مخ په خرابېدونکې امنيت، د خلکو او خپله د کانديدانو د لږ پوهاوي، د جنګمشرانو ټاکل کېدل او په اوږدو نوملړونو (لستونو) کې د خپلې خوښې کانديد موندل او په نښه کول هغه ستونزې دي چې مخکې له مخکې يې اندېښنې راپيدا کړې دي.
تېرې څو ورځې د امنيت له پلوه په څو اونيو کې تر ټولو خونړۍ وې. په کندهار، زابل، اروزګان، هلمند او غزني کې د طالب جنګياليو، افغان پوليسو او د اردو ځواکونو وژنې، په اروزګان، غزني او کندهار کې د امريکايي سرتېرو ټپي کېدل، په نورستان کې په يوې ښځينې کانديدې باندې بريد او د هغې ټپې کېدنه، په هلمند کې د کانديد وژنه او دلته په پلازمېنه کابل کې په بمي چاودنه کې د دوو کاناډايي سرتېرو ټپي کېدل او د موسهي د ولسوالۍ د پوليسو د مشر او دوو نورو پوليسو وژل کېدل هغه څه دي چې په تېرو پنځو ورځو کې پېښ شوي او د ويجاړېدونکي امنيتي وضعي ښوونه کوي.
د طالبانو وياند مفتي لطيف الله حکيمي د جمعې په ورځ افغانانو ته خبردارى ورکړ چې د رايه اچونې مرکزونو ته ولاړ نه شي، او که نه پړه به يې پر خپله غاړه وي. که څه هم نوموړي وړاندې ويلي و چې طالبان به د ټاکنو په مرکزونو بريد نه کوي، خو اوس يې خبردارى ورکړى چې ټاکنيزو سيمو ته تګ ځان په خطر کې اچول دي. که څه هم د تېر کال د ولسمشرۍ ټاکنو ته په پام سره چې د طالبانو پراخ ګواښونه د ټولټاکنو په ورځ ناسم وختل، او کومه ځانګړې امنيتي پېښه رامنځته نه شوه، خو سږ کال دې ته په پام سره چې د جنګياليو کارندتوب دا کال دتېرو څلورو کلونو په پرتله تر ټولو مرګونى ګرځولى و، دا ګواښونه تر يوځايه عملي بريښي. د هېواد په ګڼو ولايتونو کې شپه پاڼې وېشل شوي چې خلکو ته د رايې نه ورکولو سپارښتنه کوي. د وږې په ٢٤مه د کورنيو چارو وزير علي احمد جلالي او هم په کابل کې د امريکا د متحده ايالاتو سفير Ronald Neumann ډاډ ورکړ چې د ټاکنو په ورځ به امنيت ټينګ وي او مخالف جنګيالي به ونه شي کولاى چې د ټولټاکنو بهير ګډوډ کړي.
امنيتي ستونزي او د جنګياليو لخوا ګواښونه کېدلاى شي چې په هېواد او په تېره بياپه سوېلي او ختيځو سيمو کې د خلکو په ګډون ډېر اغېز وکړي. څنګه چې د اوسنيو ټاکنو لپاره تر تېر کال ډېرو خلکو نومونه ليکلي دي، تمه ده چې زيات ټاکونکي رايې واچوي، خو د سږ کال امنيت ته په پام سره په ځينو سيمو کې کېداى شي دا کچه تر تېر کال ډېره کمه واوسي.
په داسې هېواد کې چې نږدې درې برخې يې نالوستي دي د لوېديځ ډوله ټاکنو په اړه لږ پوهاى د ټاکنو د ښو پايلو د ترلاسه کولو په مخ کې بل ګواښ دى. خپله د نوماندو په اړه داسې اندېښنې شته چې ډېر يې د پارلمان او د پارلمان د غړيو په توګه د خپلو دندو په اړه پوره معلومات نه لري، نو څنګه به د هېواد د باندنۍ او داخلي تګلارو باندې تصميم نيسي او څه ډول به د قانون جوړونې په پروسه کې خپله ونډه په سمه توګه ترسره کړي. له مخکې لا په ټاکنيز قانون باندې ګڼې نيوکې وې چې ولې يې د لوستوالۍ په اړه کوم شرط کانديدانو ته نه دى ايښى. د ټاکونکو د غوڅ ډېرکي نالوستوالي د هغوى دنده لا پېچلې کړې ده. ډېر لا له سره په دې سم نه دي پوه چې پارلماني استازي د څه لپاره ټاکي. ځينې فکر کوي چې ګواکې هغوى به سيمييز چارواکي وي او ان ځينې خو لا فکر کوي چې دا ځل بيا ولسمشر ټاکي. د رايه ورکولو په پاڼو اوږده نوملړونه د ټاکونکو لپار يوه بله لويه ستونزه ده چې هم د مغشوشتيا او هم د ډېر وخت ضايع کېدلو لامل ګرځېداى شي. په کابل کې دګڼ مېشتي ولايت په توګه چې تر ټولو زياتې د ولسي جرګې او ولايتي شورا څوکۍ لري يواځې د ولسي جرګې لپاره د رايه پاڼو پر اووه مخونو ٣٩٠ نومونه ليست شوي دي. په دې کې د يو نالوستي کس لپاره د خپل د خوښې کانديد موندل له يوې خوا ستونزمن کار دى او له بل پلوه تر اندازې زيات وخت ته اړتيا لري.
جنګي مجرمين په پارلمان کې
ولسي جرګې ته د جنګمشرانو او په جنګي جنايتونو د تورنو کسانو د راتګ وېره بيا تر دې ټولو لويه خبره ده چې د نړيوالو بشري حقونو د ډلو په ګډون يې افغانان هم اندېښمن کړي دي. داسې وېره ده چې د سيمييزو قوماندانانو، زورورو وسلوالو او د تېرو کورنيو جګړو د فعالو لوبغاړو لپاره په ټاکنيز قانون کې ښه لاره هواره شوې ده چې به بيا د خپل زور او زرو په واسطه د قانون جوړونې واکمنان شي. د ټاکنيز او اساسي قانون له مخې هر هغه څوک چې د نياوتون (محکمې ) لخوا مجرم نه وي پېژندل شوى مجرم نه دى او که نور شرايط پوره کړاى شي کولاى شي د ټاکنو لپاره ودرېږي. خو دا يواځې ولسي جرګې ته د تورنو کسانو د تګ خبره نه ده، بلکې اوسنۍ ټاکنې به دې ته لار هواروي چې د هېواد د راتلونکي سياستوال او اداره کوونکي به څوک وي. په کابل کې د ملګرو ملتونو وياند Adrian Edwards او د ټاکنو د ګډ کمېسون وياند سلطان احمد بهين په بېلابېلو مرکو کې راته وويل چې که څه هم ځينې تورن کسان ټاکنو ته ولاړ دي، خو دا اوس خپله په خلکو پورې اړه لري چې څوک ټاکي. خپله ولسمشر کرزي تېره او نۍ له بي بي سي سره په يوه مرکه کې وويل : ((که زه يو څوک مجرم وګڼم، هغه ته به رايه ورنه کړم، او هر بل افغان هم همداسې کولاى شي.))
خو ايا همدا ځواب قانع کوونکى دى؟
مناسب مهال؟
په داسې حال کې چې د نړيوالو ډېر پام نن د افغانستان په سبانيو ټاکنو باندې دى ځکه نږدې په تېرو څلورو لسيزو کې لومړى ځل دى چې افغانان د ولسواکو ټولټاکنو له لارې پارلمان ټاکي، په دې اړه لا هم پوښتنې شته چې ايا د جګړه ځپلي هېواد لپاره اوسنى وخت وړ مهال و چې ټاکنې ترسره کړي؟
ډېر شنونکي داسې فکر کوي چې، هو، هر څومره ژر چې کېداى شي د دولت درې ګوني واکونه، چې پکې د قانون جوړونې واک هم دى د يوه سړي (ولسمشر) له لاس څخه بايد واخيستل شي تر څو بشپړه ولسواکۍ ته لاره هواره شي، خو يو شمېر نور بيا باور لري چې دا يو سړى که بد هم وي تر دې ښه دى چې ډېر بد سړي واک په لاس کې واخلي. هېڅوک وړاندوينه نه شي کولاى چې د افغانستان نوى پارلمان به څه ډول جوړښت ولري، هغه پارلمان چې له ازادخيالو کمونيست پلوو ګوندونو نېولې بيا تر سخت دريځو طالبانو پورې د تېر مهال د ټولو سياسي اړخونو پخواني استازي به پکې ځاى ولري.
خو بيا هم د هېواد په لروبر کې داسې هيلې شته چې له جنګ جګړو څخه ستړى هېواد لږ تر لږه په ښکاره خو د ولسواکۍ په لورې لومړني ګامونه اخلي، چې دا ځلې که د دې بهير واکمنان د خلکو له باور څخه ناوړه ګټه وانخلي دا اوږده لاره به په برياليتوب سره منزل ته ورسېږي
پـاى
له پژواک نه په مننه