دې زړه په سر مې ټينګ لاس ایښی وه، پښو کې مې ورو ورو دمه په ختمیدو وه ، ساه ګانو هم نیولی وم، رنګ الوتی ښکاریدمه، ناڅاپه مې لاسونه د زړه له سره ښکته روان شول، هڅه مې وکړه خو نور دومره دم مې په لاسونو کې نه وه چې دې زړه په سر پاتې شي،نو کله مې چې ځانته پام شولو، نو پوه شوم چې یوازې او يوازې دې درې ساه ګانو کښلو وخت لرمه.
په همدې سوچونو کې غرق وم چې ناڅاپه راباندې غږ وشولو، زه په خپل کړي کار پيښيمانه يم ، له دغه خبرې اوریدو سره د زړه یو ټکان او یوه ساه ختمه شوله، بیا يي وویل چې ته ما اوس وبښه له دغه خبرې سره د زړه دوهمه ساه هم ختمه شوله، دریمه خبره يي دا وکړه.
زه په رښتیا تا سره مینه لرم ، تا ته په یاد دي چې تا ما ته څومره سوالونه او زاری کړي وه چې یوازې یو ځل دغه خبره راته وکړه چې زه تا سره مینه لرم نور درنه هيڅ نه غواړم او ما نادانې درته نه کوله، اوس چې ته هر څه غواړې هغه به زه درته ووایم، خوته هم یو ځل ووایه چې زه هم د پخوا په شان تا سره مینه لرم.
له دغو خبرو سره د زړه دریم ټکان ، دریمه ساه او د ژوند ټوله برخه پای ته ورسیده .
دې وخت کې دې ناڅاپه په چیغو شوله نارې او سورې يي شورع کړلې، ټول خلک يي په ځآن خبر کړل خلک ټول راغلل او تر دواړو چاپيره شول خلکو له دي وپوښتل چې ولې ژاړې او څه خبره ده ، دي خلکو ته وویل چې دا ګوری اوس زما د خبرو ځواب نه راکوي.
کابل ، ګران افغانستان