Gurdian:آیا دافغان ماموریت پای شته؟!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 36659

دخبریدو نیټه : 2010-07-01

سرچینه : ګارډين

آیا دافغان ماموریت پای شته؟!

میرویس جلالزی

د ګارډین ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګنه کې په افغانستان کې د ۳۰۰ بریټانوي پوځي د وژل کیدو وروسته یوه مقاله خپره کړي چې پکې یې په افغانستان کې د بریټانیا د ماموریت په اړه لیکنه کړي ده .

ورځپاڼه لیکي کله چې ۳۰۰م بریټانوی عسکر په افغانستان کې ووژل شو اوس دغې پوښتنه د هر چا په ذهن کې را ولاړه شوي چې څرنګه به دغه هر څه پای مومي.

ګارډین لیکې چې په افغانستان کې د دریسوم بریټانوي عسکر مړینې اوس دا مسله جدي کړه چې څرنګه به په افغانستان کې تر اته نیم کلن ماموریت وروسته اوس بریټانوي سرتیري دغلته خپل ماموریت پای ته رسوي.

دا ټولو ته یوه دردناکه خاطره ده په خاصه توګه هغو کورنیو ته چې په افغانستان کې یې خپل سرتیري له لاسه ورکړي او افغان ماموریت یې د خپلو بچیانو په وینو تر اوسه پوري ساتلی دی .

ګارډین لیکي چې د دریسوم سرتیري تر مړینې دمخه د نورو سرتیرو مړینه هم کومه اسانه خبره نه وه او نه د دغه مرګ او د هغو مرګونو توپير شته خو اصلي مسله ده ده چې دغه رقم ( ۳۰۰) یو لوړ او پوره رقم دی نو ځکه یې په اړه ډیري لیکني ګیږي.

په دغه جګړه کې ګڼ شمیر نور عسکر ژوبل شوي هم دي چې شمیره یې سلګونو ته رسیږي.

د مطلب لیکوال په عراق کې د امریکایي ځواکونو د وخت د قوماندان جنرال دیوید پتریوس سره د خپل سفر پر مهال هغه پوښتنه را  اخلي چې پتریوس په ۲۰۰۳ کال کې ورسره د خبرو پر مهال مطرح کړي وه او هغه دا وه چې اوس به هر څه څرنګه پای ته رسیږي او خاطمه به څه وي؟!


افغان کمپاین چې جنرال ستنلي مک کریستال ورته ۳۰ زره نور عسکر هم را وغوښتل اوس ښکاري چې د سرتیرو په ورتګ سره لا پسې سخت شوی او مخالفین هم شدید مقاومت کوي.
د بریټانیې صدراعظم افغانستان ته د خپل سفر پر مهال خپل ملت ته وویل چې په را روانو میاشتو  کې به په هلمند او کندهار کې د سرتیرو تلفات لا هم پسې زیات شي خو بریټانوي سرتیري به د یوې معینې مودې پوري پاتې شي.

اوس اوبهاما او کامیرون دواړه په یوه نظر دې چې د ۲۰۱۱ کال د جولاۍ له میاشتې وروسته به خپل سرتیري له افغانستان څخه وباسي.

ګارډین لیکي چې د افغانستان په جنوب کې به بغاوتونه لا پسې تاوده شي او طالبان چې پرې د پاکستان په خاوره کې دننه هم فشار زیات دی کندهار او هلمند ته را اوړي تر څو دغلته د امریکا له بي پیلوته بریدونو خوندي پاتې شي او د خپلو افغان ملګرو ملاتړ وکړي.

By:Mirwais Jalalzai