UPI:طالبان له ایران او پاکستان څخه مرسته اخلي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 36764

دخبریدو نیټه : 2010-07-04

سرچینه: یو پې اي آژانس

لندن- د جولاۍ دوهمه

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی

په افغانستان کې د بریټانیا د اردو یوه عالي رتبه جنرال د لومړي ځل لپاره اقرار کړی چې په افغانستان کې طالبانو سره د بمونو د جوړولو په برخه کې ایران او پاکستان تخنیکي اومالې مرستې کوي.

د UPI نړیوالې رسنۍ په افغانستان کې دبریټانوي عسکرو له ویاند تورن جنرال ګورډن مسنجر څخه په حواله خبر ورکړی چې طالبان په بي ساري توګه د پاکستان او ایران په همکارۍ خپلو جګړیزو تکتیکونو ته بدلون ورکوي اود طالبانو اود ناټو د عسکرو تر منځ نن صبا د تکتیک او تکنالوژۍ یوه خاصه وسله واله مقابله پیل شوي ده .

دغه جنرال ویلي چې دوي پوره شواهد لري چې طالبانوته تخنیکي اومالي مرستي د پاکستان او ایران په دننه کې برابریږي .

جنرال مسنجر وویل: (( دغو طالبانوته څه مالي او تخنیکي مرستي له ایران څخه او څه مالي او تخنیکي مرستې له پاکستان څخه برابیږي)).

UPI  لیکي چې تر اوسه پوري کور ساختو بمونو او ماینونو په افغانستان کې د بریټانیې شاوخوا ۳۰۰ عسکر وژلي او په سلګونو نور یې چې دمګړۍ په بیلا بیلو روغتونونو کې بستریان دي ژوبل کړي دي.

بریټانیا د افغان ماموریت پر مهال د خپلو سرتیرو وروستۍ مرګ ژوبلي سخته اندیښمنه کړي ده .

دغه بریټانوي جنرال د ماینونو او کور ساختو بمونو د کشفولو په برخه کې د ولسي افغانانو له همکارۍ څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې وخت ناوخته ورته ولسي وګړي د دښمن د ماینونو په باب معلومات ورکوي تر څو هم په خپله دوي او هم متحد عسکر ترینه خوندي شي.

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی