لاسنجلس ټایمز:افغانستان کې د امریکې مشترکې موخې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 36766

دخبریدو نیټه : 2010-07-04

سرچینه:لاسنجلس ټایمز

رالیږنه: مدثر زمان

د امريکا په لاس انجلس ټايمز ورځپاڼه کې په افغانستان کې د امریکا د ګډ هدفونه تر عنوان لاندي یوه مقاله خپره شوي ده .

په مقاله کې ویل شوي چې د اوباما د ادارې له لوري ستراتيژيک هدفونه هماغسي چې تعريف شوي، دا دي چې افغانستان بيا د القاعده او نورو  ترهګرو په ځالې بدل نه شي څود ۲۰۰۱ ع کال د ډسمبر د يوولسمې نېټې بریدونه تکرار نه شي.

د دې هدف د پوره کېدو لپاره افغان او نړېوال ځواکونه هڅه کوي چې طالب ياغيان وځپي او په افغانستان کې د يوه مضبوط حکومت له رامنځته کېدو سره مرسته وکړي.

د روان کال له پيله تراوسه پورې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو شمېر مخ  پرزياتېدو دى، چې په هلمند کې يې يو لړ لوي عمليات هم وکړل.

خوڅرنګه چې د حامد کرزي حکومت له دې عملياتو وروسته په سيمه کې خلکو ته ملکي او امنيتي خدمات ونه رسولاي شول، د دغو عملياتو اغېز کم  رنګه شو.

د همدې ناکامۍ له کبله دوهم عمليات چې ټاکل شوې وه، په کندهار ولايت کې ترسره شي وځنډول شول ان که دا دوهم عمليات اجرا شوي هم واى ښايي ښې نتيجې يې نه واى ورکړى.

نو ترهغه وخته چې طالبان په پاکستان کې په پناه ځايونواو تدارکاتي لارې لري، کېداي شي بيا راشي بيا منظم شي او بيا جګړه پيل کړي.

د لاس انجلس ټايمز ورځپاڼې له ليکنې سره سم د پاکستان د حکومت ستراتيژيک هدفونه دا دي، چې ترخپل پخواني دښمن هند په کابل کې زيات نفوذ ولري.

د امريکا حکومت هم غواړي، چې د افغانستان او پاکستان اړيکې ښې وي خو په عين حال کې نه غواړي چې افغانستان د پاکستان يو لاس پوڅى حکومت وي.

ورځپاڼه په دوام کې کاږي، جنرال پيتريوس او د هغه عسکر د جګړې په ميدان کې ښه کارونه کولاى شي خو ترڅو چې پيتريوس او نورامريکايي چارواکي کرزى مجبوره نه کړي  چې خپلو خلکو ته ښه خدمات وړاندې کړي او د خلکو ملاتړ ترلاسه کړي همدا راز پاکستان قانع نه کړي، چې په خپله خاوره کې د تروريستانو اډې له منځه يوسي، امريکايي پوځيان به په افغانستان کې بريالي نه شي.