دی پټهان غني خان ( درشیدخاطر لیکنه )

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 36790
رشيدخاطر
دخبریدو نیټه : 2010-07-04

ځما خبرې
فلسفه، تاريخ او ناول چې سره ټاله شي نو د غني خان کتاب - دي پهتان – ترې جوړشي. دا کتاب د پښتنو د تاريخ او کلتور يوه لنډه او خوندوره هنداره ده چې د پښتون څېهره پکې داسې ښکاري څنګه چې ده. د پښتنو د اصل نسل يا نوغي په هکله خو پکې خبرې شوې دي خو څه کوټلې ځواب يې په نظر نه راځي البته دا خبره د فکر وړ ښکاري چې پښتانه اروړه٭ نسل دی او د هاغه ټولو ټبرو نووس٭ ريښې لري کوم چې وخت په وخت د افغانستان په لاره د هند پلوو تا راغلي دي. خو اوس ځنې افغاني او نړيوالو تاريخ پوهانو دا خبره څه نا څه يو ځای تا رسولې ده چې پښتانه د ارياي ټبر ساکي خيل دي خو ځنې لوديز ختيزپوهان او خپله کورني تاريخ پوهه، توکم پوهه او ژبپوهه ددې د زبات٭ دپاره بلورين او کوټلې دليل غواړي. هم دا لامل دی چې د پخوا غوندې اوس هم په نړيواله کچه دا هڅې روانې دي چې د پښتنو د پښت بنسټ را برسېره کړي اودې سوال تا ډاډمن ځواب اوواي. اوس اوس د انګلستان په ځنې ورځپاڼو کې دا خبر چاپ شوې دی چې د اسرايلو دولت يو پروژه٭ رغولې ده او هغې تا يې پېسې ورکړي دي. دا پروژه به د ژونځور يا ډي اين ای په رڼا کې ددې پوښتنې جاج اخلي چې پښتانه څوک دي؟ کېدی شي چې دا هرڅه په شا باندې سياسي غرضونه لري خودا هم ده چې د پښتنو د پښت په هکله څه زړه پورې خبرتياوې٭ له په لاسو نه دي راغلي. دا خو ما دلته دا خبره هسې اوږده کړه ګنې غني خان دې خبرې تا دومره لېواله نه دی چې پښتانه څوک دي؟ هغه واي پښتانه که هرڅوک دي خو زه پرې ميېن يم.
غنې خان نيمه پېړۍ مخکې دا کتاب ددې دپاره ليکلی وو چې پښتانه پر پېرنګيانو ور اوپېژني او د دويۍ د خويونو، کړو وړو، ورانو وروکو، ډول سورنا، سندرو، اغونځو او ارمانونو نه يې خبر کړي.
د کتاب ژبه ډېره لوړه، خوندوره خو په ځنې ځايو کې بې کچه ستغه او پېچلې ده. د کتاب ځنې برخې خو داسې دي چې ليکوال پکې خپلې داخلي انګېرنې څرګندې کړې دي او داسې فلسفيانه رنګ يې اغستی دی چې پوهېدل پرې اسان نه دي. او بيا دا پرې له د پاسه چې خان ځای پر ځای د خليل جبران ليک ډول هم خپل کړی دی. دا ژباړنه د کتاب د انترنيتي ورژن نه شوې ده چې ځنې غونډلې پکې نيمګړې او ناسمې برېښي.
دا ژباړنه تر وسه وسه پورې په نوې او څومره چې کېدی شوه، په فونېمک ليکدود کې شوې ده او که چرته پکې د تازي او يا کومې بلې ژبې توري کارول شوې وي نو ځکه چې يا خو د پښتو د سستم سره په چپه٭ کې نه دي او يا ماتا د هغې د پښتو توري ياد نه دي. دا خبره ډېره مهمه ده چې د پوهې او علم خورولو سره سره پښتو ژبې تا هم وده ورکول ډېر ارزښت لري. که مونږه داسې نه کوو نو نه خو يې مونږ پخپله او نه يې نورو پښتنو تا زده کولې شو. البته د پښتو د خنډيزو تورو مانې ليکل پکاردي. ددې کتاب په پای کې دغه خنډيز توري ليدی شۍ.
که رښتيا اووايم نو ځما په ژوند کې دا يو وړومبې کار دی چې سرتا مې اورسولواو ددې درنښت لامل په هره مانا نورالل پاونده او محمد فايق ايسپ زي دي. که ددې دواړو هڅونه او پارونه را سره نه وې نو ګرانه وه چې دا کار مې سرتا رسولی وې. د خپلې لورکۍ کشماله خاطر هم مننه کوم چې د انګرېزۍ ځنې ستوزې يې راته هوارې کړې.
يواځې دا نه چې ګنې دا وړومبې کار دی چې سرتا مې او رسولو بلکې نزدې نزدې وړومبۍ ژباړنه مې هم ده. که په ژباړنه کې چرته نا سمې او تېر وتنې وي هغه ټولې زما په غاړه دي او هغه د کتاب د متن نيمګړتيا مه ګڼۍ
٭٭٭٭٭

غني خان

سريزه
څنګه چې خبرې په يو مناسب ځای پای تا رسول ستونځمن کار دې هم دغسې په ليکلو کې پېل کول اسان کار نه دی او ليکونکې نپوهېږي چې له کومه ځايه ې را اونيسم. ددې نه د سوخت خبره بله نه وي چې ستا مخې تا سپين کاغذ پروت وي ته ورته په ټغو ټغو ګورې څه ليکل پرې غواړې خو ليکلی نشې.
زه تاسو تا د پښتنو په هکله څه وېل غواړم چا سره چې زه ډېره مينه کوم خو نه پوهېږم چې پېل له کومه ځايه اوکم. زه غواړم چې تاسو هم دويۍ سره زما غوندې مينه اوکړۍ. خو ده سره مينه کول اسان کار نه دی ځکه چې دې څومره ساده نو دومره پېچلې هم دی. زه غواړم چې دې د خېبر د غرو سرونو او هشنغر ډاګو نه را کوز کړم او تاسو سره ې په شلېدلو جامو دروزرغي پېزار٭ کې مخامخ کړم چې سترګې يې د سړيتوب، خندا او ورانکارۍ او کپرۍ ې د ماشومتيا او غرورنه ډکه ده چې خپله غريبي او غوښتنې يې پکې پټې ساتلې دي. زه غواړم چې يې راولم او تاسو سره دخپلو هلوځلواو خوبونو- مينې او دښمنو، ځمکو او سنګرونو د خپل نوي ټوپک او زاړې ښځې په بابله خبرې اوکړي.
خو تاسو به اووينۍ چې دا کار اسان نه دی. هرڅو که ماتا دا ګرانه ده چې ليکل له کومه ځايه پېل کړم خو بيا هم ما سره ددې دپاره يو پلان شته. زه به اوکړې شم چې هغه تاسو تا د خپلې مينې سندره اوواي چې داسې تاسو د هغه د زړه د درازه انګېرنه٭ اوکړۍ. هغه به تاسو تا د ښاپېرو کيسه تېره کړي کومه چې هغه خپلو ماشومانو تا اوروي. هغه به درته د خپل کلي يوه پېښه واوروي چې دغسې د خپل ژوند نه دې خبر کړي. هغه به درسره د سپوږمۍ خبره اوکړي چې دغسې د خپل مينتوب حال درته اوواي. هغه به درسره د خپل دود دستور خبره اوکړي چې دغسې د خپل دوی٭ نه دې خبر کړي. هغه به تاسو تا د خپلو شوکو ډاکو، چپاوونو٭ او مخوخبرې اوکړي چې دغسې خپل زور درته اوښاي  هغه به درته د ميا ملا او جادو منتر خبره هم تېره کړي چې دغسې د زړه تياره يې اووينې. هغه به تاسو سره د ژوند او مرګ ، سم او ناسم خبره هم اوکړي او هيله لرم چې اوس يې لږ ډېر اوپېژنۍ او چې هغه تاسو اوپېژنۍ نو زه به تاسو تا د هغه، د هغه د سبا او او تاسو(پېرنګې) سره د هغه د اړيکو په هکله څه اووايم. که دا ستاسو خوښه وي او کنه خو دې ستاسو ګاونډي دی او ستاسو د کور ډېر بې بخته پلوو تا روسيه پراته ده. دده پېژندګلوستاسو دپاره ډېر ارزښت لري ځکه چې دی(روسيه) ددې سيمو د سبا دپاره پلانونه لري او دده تاسو پلوو تا د راتګ لار د پښتنو په کورده.
زه به اوس تاسو سره ستاسو ددې ګاونډي پېژندګلو اوکړم چې په سر ې ښايسته پګړۍ او په تن ې کاڅير ډوله جامې اغوستې دی. خو دا خبره به په دې ځاي پرېږدو راځۍ چې دده د پښت او نسل په بابله څه اووايو. ‎
٭٭٭٭٭٭
تاريخ
ډېر خلک چې دده پوزې تا وګوري نو د يهودي ګومان پرې کوي، دک او دليل يې دا وي چې پښتانه د يهودو يوه وروکه کورنۍ ده. دده اسلامي ګروهه٭ او دده پر ژوند باندې د مذهب ډېره ژوره اغېزه دې دک او دليل تا پونده ورکوي. خو دده د ژوند لارې چارې او نورمالونه٭ دا ښاي چې دی د يهودي پر ځاې د يونان خلکو تا ډېر څېرمه دی.
زه د پښتنو د پښت اونسل په لټون پسې ډېر سرګردانه وم . په دې لړ کې چې ما چا سره سلا مشوره کولې شوه نو هغه زوړ خړپ او دروغجن هېرډوټس و. ده چې به څه اورېدل نو په هغې به ې باور کولو او هاغه څه به ې ليکل چې په څه به ې عقيده وه. هغه د پښتنو سيمه د بېکټريه په نوم سره يادوي او واي چې دلته تور تور واړه خلک ژوند کوي چې د زرو او مسا لو په باپار کې بوخت دي . هغه مخکې ليکې چې دا خلک دا سره زر د يوې دشتې نه د سر په بها راغونډوي . په دې دشته کې د سپو هسې غټ غټ مېږي اوسېږي چې دويۍ دا سره زر د شپې د سوړو نه د زمکې مخ تا رااوباسي. د زرو په دې دشته کې نمر دومره تاوجن وي چې د اوښ نه سربيره بل کوم ځناور پکې ژوند نشي کولې. په دشته کې د ډېر تاو او ګرمۍ له کبله دا غټ غټ مېږي د ورځې په سوړو کې ناست وي او د شپې په يخوبي کې سره زر د سوړو نه د زمکې سر تا رااوباسي. دنمر د راختو سره څنګه چې دا مېږي خپلو سوړو تا اوننوځي نو دا تور تور واړه خلک د خپلو اوښانو سره په دشته خواره شي، سره زر راغونډ کړي په اوښانو يې بار کړي او د نمر د پرېوتو او د مېږو د سوړو نه بېرتا راوتو نه مخکې مخکې د دشتې نه اوځي. هغه واي چې په دويۍ کې ځنې خلک اووژلي شي او څه خلک په تېښته کې بريالي شي.
ددې خبرو نه دا جوتېګي چې
۱...د بېکټريا خلک لکه د يونانيانو هسې جنګيالي نه وو خو دويۍ وتلي دروغجن يانې باپاريان وو.
۲...د سکندراعظم په وخت کې هم لکه چې نړۍ د تجارت او اجاره دارۍ سره اشنا وه.
۳...ددې الواک٭ زباتولو٭ دپاره دا يواځنې دليل دی چې پښتانه ګنې يهوديان دي.
۴...ګران هېرډوټس په بشپړه توګه ر ېښتونې وو ځکه ي داسې بربنډ دروغ ليکلي دي.
دنيا همېشه د هېروډوټس غوندې په وتلو او دروغجنو خلکو باندې باور کړی دی. ددې نه دا خبره هم څرګندېګي چې د هېروډوټس د خيالي بېکټريا خلک نه تور او واړه وو او نه اجاره دار تاجران وو. ددې پر چپه٭ دا خلک اېغ نېغ، غټ پټ او سره سپين وو او د وخت تيري دپاره يې تجارت نه بلکې مرګ ژوبله کوله.
هسې خو ښکاري داسي چې د هېروډوټس ځنې دوستان په بېکتريا کې د سيندونو په غاړو او درو کې اباد وو.دې خلکو به ښکلې جونې خپلې مېرمنې جوړولې او خپلو ملشومانو تا به يې د جنګونو ، مېړانو، ژوند، مرګ اوغاورتيه خبرې کولې. د کلو نومونه او د خلکو رواجونه ې يوناني دي. د يونانيانو غوندې لوې لوی شاعران او ستر جنګيالې دی. او هم د يونانيانو په څېر ټول جنګونه د ښځو په سر کوي. پښتون خپله مېړنې دی او هم مېړنې خلک خوښوي.
د پښتنو څه رېښتونې ليکلې تاريخ نشته خو په زرهاو داسې نښې نښانې ې پرېښې دي چې که سړی ورته ځېر شي نو ډېره زده کړه ترېنه کېدی شي ځکه چې ددې پاتې شونو٭ هره تيګه ګويانه ده. ځنې ډېرې لرغونې پاتې شونې د يوناني دور نه په غوڅه توګه بيلې دي. دا په ډول، جوړښت او خيال کې د هند د اوړيسه ژوند ژواک او تهذيب تا ورته دي يانې د بوتانو رنګ جوسه او ډول د نني پښتون سره څه سمون نه خوري. خو کله چې مونږه د بده مت او بده مت-يوناني دور نښو نښانو، د بدها، باچايانو او نورو خلکو بوتانو تا غور اوکړو نو روښانه شي چې دا د نني پښتون انځور سره ډېر جوړښت خوري. داسې برېښي چې د پښتنو دا اوسنې غال او تشدد د بدها د يو اوږد سوله اېزه دور چارانګ٭ او انګازه٭ وي.
په نسلي توګه پښتون د يونانيانو سره اغغږلې شوې دی خو دا نه ده مالومه چې د يونانيانو دا وړومبۍ جړه د چا سره پېوند شوې ده او هغه اولنې خلک څوک وو؟ خو زه په دې لړ کې بېخي فکرمن نه يم او نه دا اندېښنه لرم چې پنځه زره کاله مخکې دده پېژندګلو څه وه؟
دا پښتون د اسلام نه مخکې بده پروره او د بده مت نه مخکې هندو وو. زه نه پوهېږم چې دې د کوم ډول بدها پېروکاروو ځکه چې د هغه په زرهاو انځورونه او بوتان ده رغولي وو. څنګه چې پښتون ښه ويشتونکې او کوټڼ سرتېری دی دغسې دومره ډېر خپلواکه دی چې د چا استاځګر٭ ملاتړجوړېدی شي او هم دا لامل کېدی شي چې وتلې بوت توږنې٭ وو خو ښه بده پرست نه وو.
پښتون هرڅوک که دی نو وي به خو يهودي بېخي نه دی. يهوديان خپلو بچوتا د جنګونو، مړانو، مرګ ژوبلو خبرې نه کوي. دې کېدی شي د هاغه ټولو نسلونو يو ګډ نسل وي کوم چې د اسيا د زړه نه وخت پر وخت هند پلوو تا راغلي دي لکه ترک، يونانيان، ايرانيان او منګول. او دغسې هر نسل خپله خپله برخه د خوۍ بوۍ، رنګ جوسې، مذهب او ميناناکو سندرو په رنګ پرېښې وي. دده پنځ٭ او مزاج لکه دده د جامو، دده د شان غمازي کوي. دده جنګ خوښ وي خو سپا ګري نه. ساز او اواز سره مينه کوي خو سازګر ې ښای نشي. دې مهربانه او زړه سواندی دی خو چاتا ې څرګندوي نا. دده تاد٭ او خيا لونه دواړهېښنده٭ دي. وينه او کپرۍ دواړه تودې لري خو ناچاره او غاوره دی او که چرې يهوديان داسې وي نو بيا پښتانه هم يهوديان دي.
د پښتون د پېژنګلو دپاره دا اړينه خبره ده چې د تېر پر ځاې نن باندې غور اوکړی شي. دې که يهودي دی او که يوناني، دا پر خپل ځاې خو ستا دا٭ ګاونډي داسې پنځ٭ او کردار لري چې يا خو به دې زړه پورې يار او يا د سر دښمن وي. د ښادمنۍ او خوښۍ څه وسيله نلري چې دا دده د ټولونه غټ ميراث هم دی او ستره ناکامي هم.

٭٭٭٭٭
کلي والې سندرې
کلي والې سندرې د يو ملت روحاني انځور٭ وي خو دا اړينه ده چې دغه ملت لرغونې هم وي او رېښتونې هم. يو رېښتونې انګېرنه٭ لرل دومره د مېړانې کار نه دی ، ډېر ګران کار ددې څرګندونه ده او په ځانګړې توګه د هاغه چا دپاره څوک چې ډېر مهذ به وي. کله چې رواج د رغښت٭ ښيان شي او سترګې د اورېدونکي مخ تا د خپلې مينې د مخ نه په غور کاته شورو کړي نو دا هاغه وخت دی چې يو قانون په ساز، جذبه پر اخلاقو او خواهش پر مينه واوړي. اريان مشې که چرې تاسوتا د پښتون سندرې خونکارې، لغړې او اېغې نېغې ښکاري دا ځکه چې دې په يوه لرې دره يا ورکوټي کلي کې يواځې او ځانله په لرغوني او شاړشبړ چاپېريال کې ژوند کوي او د څه راتلونکې پېښې (مرګ ژوبله) په اندېښنو کې دومره بوخت دی چې د ځان د پرمختګ او ودې شوچ ترېنه هېر دی.
راځۍ چې تاسو د دير سيمې تا بوځم. دغلته دې مونږ پلوو تا راروان دی چې په رنګ جوسه، ډول ډال او لوړتيه برابرسړې دی. وېښتان ې اوږده اوږده، غوړ، ږمنځ کړي او د رېښمنو سور رومال ې ترينه تاو کړی دی ، داسې برېښي لکه د باچا پر سر تاج. سترګې يې غټې غټې تورې کړې دي، په غوږ يې ګل اېښودی دی او شونډې ې پر دنداسه ډوبې سرې کړې دي. په لاس کې ې ستار او په غاړه کې ټوپک دی. چې ترڅو پورې تا د هغه سترګو تا جوخت جوخت نوي کتلي نو ته به واې چې ګنې څوک ښځولک دی. سترګې ې رڼې ، د سړيتوب او نرتوب نه ډکې ، يره نه پېژني خو ژوند دومره نلري چې مرګ اوپېژني. دی پر دې سرو شونډو او تورو سترګو خپل سر داو تا ږدي. د پښتني قبيلې دا نر بچې په ډاګه مخامخ جنګ کوي او د څه شاته کېږي نه. د يرې پر وخت خاندي او سندرې واي . راځۍ چې دده سندرې تا غوږ شو!
ای چې کت په کت ګلونه دې په سر کې اېخودي دي او په سترګو کې هم
ای زما مينې، ته لکه د نرګس هسې ښکلې يې
ای زما د مينې خزانې
ته زما ژوند زما روح
اوغرنې ګل لاله يې
ته زما د سهار ستورې
لکه د کمبر٭ ګل
د غره د سر سپينه واوره
ستا خندا لکه د څاو٭
ستا خبرې لکه ماښامې باد
ای زما د ګلو لختې چې په سترګو کې يې درله د سپوږمۍ هسې رڼا اچولې ده
اې زما بلبلې راشه او زما په زړه کې اباده شه

ښکته د سيند سره پراتو پټو نه د جينۍ پر خوږ اواز سره سندره اورېدلې کېږي او ښکاري داسې چې دا ګنې پر پټو کې ولاړو اونو تا ګويانه ده او واي چې!
ای په ما مينه
ماله د ايلم٭ په سر باندې يوه جونګړه جوړه کړه
چې زه ورته لکه د زرکې په ګډا ګډا راشمه

داد مينې داستان دغشان په سندرو او ځوابي سندرو شورو شي. بيا هلک څوک مېنځته کړي چې دده مور پلار ددې داستانه خبر کړي. داسې اوګڼه چې هر څه په خېر سره تر سره شول او د جينۍ پلارګنۍ غاړه کېخوده خو داسې کله کله کېږي. د جينۍ مور د واده نېټه ورکړي چې دغسې دا زرينه زرکه هلک تا اوسپاري. د هلک د غاړې جينکۍ په ښکلو ښاېسته جامو کې د نکريزو د تال سره د جينۍ کورتا روانې وي. په لاره تمبل غږېږي او د تمبل په تال سره سندرې وېلې کېږي.
ځلمې د نختر اونې هسې دنګ لوړ دی
او ناوې د ګلابو هسې غونچه
د هغې پر سر زرين شال
او په زنه ې شين خال
دغسې د دويۍ دواړو واده اوشي او دواړه سره يو ځاې ژوند کوي او دواړه په دې پوهېږي چې د دويۍ دواړو يو ځاې اوسېدل تر ډېره وخته دپاره نه دي او ډېر زر به د بېلتانه لښکرې دويۍ د يو بل نه جدا کړي.يوه ورځ دی د کوره بهرتا اوځي او بيا چرې هم پستنه نشي. د خپلو همپښته٭ او هم نسله خلکو له لاسه په سپين مېدان په ګولو غلبېل کړې شي او اومري. دده ښځې تا دوه ګړۍ خوشالي ، دوه بچي او د ټول عمر غمونه پاتې شي. هغې د خپل مېړه ټوپک او ستار د خپلو ځامنو دپاره سمبال ساتي. کله کله چې په ماښامي کې ورته د مينې سندره را په زړه شي نو سترګې ې ډېرې درانې شي خو اوښکې د زړه دننه اوساتي. هغه خپل مشر ځوې د ځان پورې راجوخت کړي ځکه چې دی په رنګ جوسه کې پلارتا تللې دی او د کشر ځوې خندا ې د پلار هسې ده. په ماښام چي د انغري غاړې تا کېني نو وړومبې د خپلو ځامنو سترګو تا اوګوري او بيا د هغه خالي ځاې تا نو زړه ې خوراور لاړ شي. زمونږ پلار د چا پشان و؟ هلکان پوښتنه کوي! هغه ځامنوتا دا نشي وېيلې چې هغه لوې ډاکټر، فلاسفر يا عالم و، ورته واي چې هغه ستر انسان او مړنې جګړن و او بيا ورته د هاغه جنګ سندره واوروي کوم جنګ کې چې ملېزو اليزو تا ماتې ورکړې وه . د دويۍ پلار هم په دې جنګ کې د دريو وروڼو او پنځو تربورانو سره وژلې شوې وو.

دا يوه ډېره سپېره، سړه
او د پسرلي وروستۍ ورځ وه
کله چې حکيم خان او د هغه مېړنو ځوانانو
د الي زو کلا فتح کړه.
استاځګری راغې
په يو خپه کور پر کور
کلي پر کلي اوګرزېدو
او د ملېزو خلکو تا يې د جنګ کولو غږ ور کړو
سړو ټوپکوتا لاس کړو
مېرمنې پردعاګانوسرشوې
مېندو چغې سورې جوړې کړې
سړو خپلو بچوتا اوکتل
چې په څېرمه ډاګه کې ې لوبې کولې
غاښونه ې اوچيچل
او ساړه اسوېلي ې اوکړل
ورور د ورور سترګوتا اوکتل
چې څنګه انګېرنه لري
مېرمنو ژړل
او مېندو چغې وهلې.
سړي لاړل
ماشومان د واړو واړو زړونو سره
پر ژړه انګوله سرپاتې شول
چې پلاران، ترونه او رونړه ې يادول
او د مېندو او مېرمنو ژړه واوېلابه
لا نوردوېۍ پرچغو کول
خو واړه پر دا هر څه نه پوهېږي.
سړي د ازرو٭ په دره ورتېرشول
د ناروکۍ سرتا اوختل
د خندا خوشالۍ سندرې ې وېيلې
چې سبانې مرګ د نن په ټوکوټکالو کې هېرکړي.
د الي زو باچا
خپل نيازبين ځوې ښکل کړو
چې د باچا يواځنې ځوې و
هغه نر، ځواکمن او غضبناک و.
زه له ټولو زيات غاوره او ځواکمن يم
او د هيچا زور او غرور زما مخه نشي نيولې
زه به دويۍ ټول په ګولو سوريسوري کړم.
د ملېزو سړو
پر مرګ پورې خندنې کولو
او باچا پورې ملنډې
لښکر روان شو
سندرې ې وېيلې
د مرګ او ژوند
جنت دوزخ
اونو، ګلونو، اوبو، چينو
او حورو
دا هرڅه د خداې شان دی
زمونږ ستاېنې او سندرې
او مرګ ژوند هر څه ستا لره دي
او ستا دپاره جنګېږو
کمزوري ژاړي او
چې څوک جنګېږي هغه جنت تا ځي.
او حکيم خان
په اس سور شه
او په ځوانانو ې غږ اوکړو
ای د نرانو نيکونو او پلارانو بچو
اخر هاغه ورځ راغله
چې سړيتوب پکې تاللې کېږي
دا هاغه ورځ ده
چې اوښايۍ
چې تاسو جنګ لره پېدا يۍ
او رېښتوني يۍ
او دا ورځ ستاسونه
ستاسو د وينې، خوبونو، ژوند او ځوانۍ غوښتنه کوي.
سندره شۍ او د اسانو واګې راکاږۍ
د حکيم خان دپاره لاسونه پورته کړۍ
چې ژوندې وو نو سندره و
او چې مړ شو نو مينه
او د شاهې مردان نوم ې اوګټلو.
هغه د خپلو سړونه مخکې شو
جنګ اوشو وينې اوبهېدلې
کلا رااونيولې شو
باچا اووژلې شو
او حکيم خان د هغه ښځې خپلې مېرمنې کړې.
اوو۷ سوه جنازې پورته شوې
ماشومانو منډې کړې
چې هغوۍ اووېني
چا چې د دويۍ دپاره خوشالۍ او خنداګانې راوړې وې.

پښتون د نرم زړه لرونکې دی خو دا نرم زړه يې په کړاک او کانړيز تن کې پټ ساتلې دی. دې دومره ښه او مړنې جنګيالې دی چې په دې بابله د زرې نه زره کمزوري هم چاتا نه ښاي. واي چې مه دومره خوږېږه چې څوک دې اوخوري او مه دومره ترخېږه چې څوک دې اوتوکي. دغسې خپل خواږه يې په ترښو کې رانغاړلي دي او دا يې د ځان ساتنې سوچه، نږه او ساده لار خوښه کړې ده. دده غال وړې پنځ ، ځواکمنه٭ وجود او نرم زړه سره داسې بې جوړه او بې ډنګه دي چې د ټيکاو ژوند تېرولو دپاره بېخي مناسب نه دي البته د جوله ګرۍ٭ او شاعرۍ دپاره ډېرجوت دي. هغه خپل مخ تريخ او بوزه ځکه ساتي چې درنه خپلې پستې او نرمې سترګې پټې کړي. په کتو کې سوختمن ښکاري خو چې ښځې پسې يې په ژړه اووينې نو دا به دې هېر شي.
دده مورپلار دده پالنه او روزنه د ځان پشان سخته او کړاکه کوي. ورته واي چې د کوړکوړۍ سترګې ډېرې ښکلې دي خو هوا د باتور دپاره پېدا ده. نو ځکه دا ملالې سترګې دې پټې کړه، پنجې دې لکه د باتور رااوباسه. خو کله کله په ماښامي کې د ژوند ټولې سختۍ هېرې کړي او لکه د کوړکوړي کوکو شوروکړي!
ای د ګلونو په څېر ښکلې
سترګې دې د پستو رڼاګانو ډکې
شونډې دې نشې نشې
چې روغ سړی لېونې کوي
ای خدايه تا ورکړه انسانانو تا
رڼا او سندره
او ور دې کړو زما مېينې تا د خندا په ځاې
د سپينو او سرو ګلونو بڼ
او تا ورکړو
مينې له د سمندر هسې زور
او د باچا هسې زړه
تا ولې ورکړو ساز تا اواز او رنګ
او د دعا هسې اثر؟
ماله دې د غمونو او ارمانونود نيا راکړه
زما زړه دې له مينې ډک کړو
د مستۍ او حېرانتيا نه
او بيا دې هغې له خوبولې سترګې ورکړې
ښايست او کرار
چې کله د سپوږمۍ هسې ځلېږي
کله د تورنګي هسې خوارېږي
کله له تمو اوخوبونو ډکې
ای د دوزخ، قيامت او دردونو خدايه
ای د کږو وږو وېښتو، ملغلرو او سندرو خدايه
ای د مينې، ښکله، ځوانۍ او لېونتوب خدايه
اې د پرپرک هسې مينې او د ګلونو هسې خوبونو خدايه
د نرګس، ګل لاله او ګلابو خالقه
او د باد سبا، ساز او مينې
نو تا بيا ولې د ښايست نه
دخاورو دا ښار اباد کړو؟
او تا ولې ورکړو مېينې له
د ځان هسې رڼا او سندره؟

دا غريب (پښتون) د ملا په خبره دومره نه پوهېږي څومره چې زه دده په خبره پوهېږم .
ما خوتاسو دده د سندرو په مانا پوهه کړۍ خو ددې په سراوتال نه، کوم چې ددې بنسټيز توکې دی. تاسو ددې په لوستو باندې هله پوهېدې شۍ کله چې دا اووينۍ او واورۍ. تاسو ددې په يو بېت هم پوهېدې نشۍ تر څو پورې چې پرې ګوتې را نه کاږۍ او د اننګو سره ې اونه مښۍ دپاره چې ددې په ژور ، پېچلي او پوست سوري باندې پوهه شي او جوړ يې کړۍ. په رښتيا که تاسو د پښتون سندره اورېدل او پوهېدل غواړۍ نو بيا تاسو له پکار دي چې په ماښامي کې د يو سيند غاړې تا لاړ شۍ څه وخت چې جونې له ګودره اوبه اوړي او ځوانان د ديدن په تمه د ګودر نه ګېر چاپېره پيرونه خوري. دا ددې ځوانانو دپاره دشرابود نشې نه کم نه وي.
ما تاسو تا د پښتون کلې واې سندرې او يوه عامه زاړه کيسه تېره کړه چې په واده او ماشومانو باندې تمامېږي. مينه او واده دده د رواياتو مهمه برخه ده. د پښتون دپاره مېنتوب او واده تړلې او پېيلې دي هيڅ يو پښتون د واده نه سربېره د مينې سوچ نشي کولې او که چرې داسې څوک اوکي نو دا د سر په بها وي او نو ځکه د پښتنو د مينې ټوله شاعري ددې نه ګېرچاپېره ګرځي.
که ته روايات مات کړې نو په دنيا کې که ته چرته هم اوسېږې خو ټولنه به درپسې لټون کوي او ستاينه به دې کوي. څوک چې بوتان ماتوي سړې د هغه پرستش کوي او ځان د بت خانې ساتنې او عبادت ګزار ګنړي.
يو پښتون سړی د خپلې لور خاوند وژني خو بيا هم د مينې ستاينې واي. ته به اومنې چې دا ډېره هېښنده رويه ده. خو ستا ددې رويې نه زياته هېښنده نه ده چې غل په سولۍ خېژوې او د باپاري مرسته کوې. دا د سړي روحيه ده چې عيسی په سولۍ خېژوي او پيلېټ تا د خوړنې بلنه ورکوي. خو کله چې سندره ويېل شي نو دا بيا عيسی وي نه چې پيلېټ٭. د قانون دپاره څوک د مينې سندره نه واي او نه چرې يو شاعر د هاغه ښځې دپاره د مينې سندرې ليکي چې د کومې ښځې لس بچي وي.
پښتانه هم ستاسو غوندې انګېرنې لري خو که تاسو جېل خوښوۍ نو دې کارتوس خوښوي. ستاسو او د دويۍ احساسات او انګېرنې يو شان دي خو د پښتون څرګندونې٭ ځواکمنې او طاقتورې دي ځکه چې دې خپله ځواکمن او غريب دی. دې خو پيلېټ٭ تا مړه خوړيزه نشي ورکوې بس يو چک ډوډۍ ورکولې شي. خو کله چې د مينې سندره بولي نو سترګې يې ستاسو غوندې د مستۍ او خوب نه ډکې شې ځکه چې مينه او خوبونه لکه د شري او ښاپېرو هرځايز٭ دي
٭٭٭٭٭
يوه پېښه
د پېښور په سيمه کې د ژمې شپې تکې تورې، اوږدې، خوندناکې ، يخې او د ګنګوسو نه ډکې وي. دا ډېر ښه لګي چې سړی د اور په غاړه ناست وي، لمبو تا ګوري اوخپلو خوبونو له رښتيا لټوي. زه د نورکله غوندې د اور غاړې تا ناست وم او په اور مې لرګي اړول را اړول چې په دې کې مې د خپل زړه پوري دوست مرتضی خان د راتلو غږ تر غوږو شو او د لرې نه يې اواز پورته کړو، ياره چرته يې. راځه راځه زه دلته کې يم، ور مې ورته لرې کړو. د هغه دواړو ټوپکمارو راته سلام اوکړو او بيا غاړې تا شول. زه او مرتضی خان دننه لاړو او کېناستو. دې نرې پرې او د کچ نه لږ زيات لوړو. د هغه سر غټ، تندې پلن او زنه يې کونجنه وه. خو کوم څيزونه چې د هغه په مخ کې ډېر په ډاګه او ښکاره وو نو دا دده نه غلې کېدونکې ورکوټې خله، خونکارې شکمنې سترګې، د ځيرکتيا نه ډک غټ سر او غاړې تا پرته تماچه. جامې به ې ډېرې پاکې نه وې او لاسونه به ې خيرن او غټ غټ وو. د سړي زړه به نه غوښتل چې دې دننه راشي خو زما زړه د هغه سره وو ، ور به مې ورته پرانستو ځکه چې مونږه د نيکونو راسې د يو بل دوستان وو.
مرتضی د غاوره خان مشر ځوې وو اوددې غرور ساتلو دپاره ده ډېر په وړوکوالي کې سړی وژلې و چا چې د ده د پلار سپکاوې کړی وو. د ديارلسو کالو په عمر کې مخرور شو، د دېرشو کالو وو چې اونيولې شو او څوارلس کاله يې د هند په زندانونو کې تېر کړل. چې د زندانه راغلو نو په ملي غورځنګ کې ې ګډون اوکړو او بيا جيل تا لاړو. دې په جيل کې د ټولونه تورن او بدنام بندي وو ځکه چې دومره زوړ او کمزوری وو چې سخت او کړاک کار به يې نشو کولې، که څه کار به ې کولو نو هغه هم د خپلې خوښې. د جېل خانې چارواکي يې پوزې له را اوستي وو. .....هغه دننه راغې او د اور غاړې تا زما مخامخ کېناستو. ما ترينه پوښتنه اوکړه ً کمانډره ً ژوند څنګه دی؟ هغه په ۱۹۳۰ کې سرخ پوش(خداي خدمتګار) کمانډر وو. هغه په اور باندې اوږد نظر واچولو او ګويانه شه ، زه اوس دومره زوړ شوې يم چې د ژوند په مانا پوهه شم. ما د هغه شکمنو سترګو تا اوکتل. دا نېغې او خوبولې وې . هغه زه يو دوست او ملګری منلې وم نو ځکه ې شک راباندې نه کولو. ما ترېنه پوښتنه اوکړه کومه چې به ما همېشه د هغه نه کول غوښتل. دا راته اووايه چې د مخرورتيا په وروستيو ورځو کې تا خپل زړه پورې دوست عطا ولې وژلې وو؟ هغه زما سترګو تا جوخت جوخت اوکتل چې ځان ډاډمن کړي او بيا اور تا ً عطا ما د خپل تره دپاره وژلې وو څوک چې زما اوس هم ډېر بدي شي. تا ته مالومه ده چې زه دولس کاله ياغي وم او ما سره به د مخرورانو لويه ډله وه چې د شپې به يې په کلو او لارو ډاکې اچولې او د غله مالونه به يې ما له راوړل ځکه چې د هغوۍ د چاې ډوډۍ او ټوپک تماچې بوج ځما پر غاړه وو. له دې امله زه د تره ډېر خوښ وم. په دا رنګ ورانکارو کې به يې زما ډېره ډاډګيرنه کوله او سپوټ به ې راکولو او ددې په بدل کې به ما د هغه دښمنان کېمنډل. هغه ډېر لالچي وو. ځما په وجه به پېرنګي سرکار او د کلي خانانو د هغه ډېر درناوې کولو. خو په دې هرڅه باندې زه ډېر وروستو پوهه شوم. ځما دا خيال وو چې تره په ما ميېن دی ځکه چې زه د هغه وينه او وجود يم ، زما پلار دده ورور دی او ما چې به څه کول نو ډېر په مينه او اخلاص سره به مې کول.
د ژمي په يو يخ ماښامي کې ما پسې زما پټغا لي تا استازې راغلې چې زه دې د خپلې ابۍ پوښتنې دپاره د هغې کورتا لاړ شم. چې هلته اورسېدم نو درنګ شېبه وروستو مې تره هم راغې. راتلو سره يې راته يوه لويه کيسه تېره کړه چې عطا څنګه زما د دښمنانو سره زما د وژلو باندرې٭ تړي. هغه ما له په خپو پرېوتو او په ژړه شو چې ما بچ کړه او د خپل خاندان غرور او درناوې اوساته. ما چې د هغه اوښکو او رپېدونکو لاسو تا اوکتل نو چورلټ مې ورته انکار اوکړو. دې خبرې سره زما تندار مينځ تا را اودانګل خو نه هغې ژړل او نه يې لاس رېږدېدل خو سترګې يې د اسرې او سوالونو نه ډکې وې، زما نه يې پوښتنه اوکړه که چرې زما د سترګو د وړاندې څوک ځما د پلار ورور مړ کړي نو؟ هغې زياته کړه چې تره دې زوړ بوډا سړې دی او ته له خېره ځوان او تکړه يې. ته به د خپل خاندان دا پور نه ورکوې چې ته يې زېږولې، لوې کړی او دومره نوم يې درله درکړی دی؟ ستا پلار عبدالله خو چرې پاتې نه وو راغلی. هغه خان پېدا وو د خانانو غوندې يې ژوند کولو او خان غوندې مړ شو. دې خبرې اورېدو سره زما خود لاړو او د عطا د وژلو نيت مې اوکړو. څنګه دې مړ کړو؟ ما ترنه پوښتنه اوکړه! هغه خو ډېر زورور،زړه ور، او بې رحمه سړی وو. هغه څو وارې د سرکار او د خلکود قانون د ښکېل نه وتلی وو. ..... عطا زما ډېر بدي شو ګو چې هغه په رنګ جوسه او ليدو کتو کې ډېر ښکلې وو اوخلکو به د هغه د بهادرۍ او نرتوب په لارو کوڅو کې ستاينې کولې خو د ه زما د هم جومات بوډا پلار وژلې وو. هاغه وخت زه وړوکې وم او دومره نه پوهېدم چې په دې بوډا سړي باندې د مرګ بدل پاتې وو. څه چې ده په ځوانۍ کې کرلي وو هغه عطا په خپله ځوانۍ کې لو کړل. د پښتون سړي د وينې تويولو نه سربېره په بل څه د بدل تنده نه سړېږي او خوا يې هله سړه شي چې وينه اوبيوي. دده دپاره څه شيان داسې دي چې د خپل ژوند نه ورته زيات خواږه وي او ځنې داسې هم دي چې هرڅه سره سره پرې خپل ژوند هم داو کوي. په ځوانۍ کې دا بوډا سړی ډېر مست او زورور وو. کمزوری او غريب خلک به ې تنګولو او د هغوۍ رښتې٭ به يې د خپو لاندې کولې. خو وخت تېرېدو سره کمزوروخلکو عطا پېدا کړو. هغه چې ځلمې شو نو پوهه شو چې زما مور او وروڼه ولې د کوزو سترګو ژوند تېروي. هغه د بوډا سړي د وژلو فېصله اوکړه ځکه چې دا د کوزو او ټيټو سترګو ژوند تېرول يې خوښ نه وو. هغه دومره ښکلې او ځواکمن ځوان وو چې شرم تا غاړه کېږدي. ټوپک تا يې لاس کړو او په ډز سره ې شرم تس نس کړو، سترګې يې اوچتې کړې او خلکو ورته درناوی اووې خو زما بدي شو ځکه چې ماتا د بوډا سړي تېرې کړنې او تاريخ نه و ما لوم. زه د هغه او د هغه د ښځې د سپنو وېښتو او مهربانه رويې نه متاثره وم او د ده دتاريخ نه بېخي ناخبره وم. ټولنه سرکښه خلک ډېر خوښوي او چې د عطا غوندې ښکلې او بهادر وي نو بيا خو يې په سر سترګو ګرزوي. د زاړو بدي شو خو د ځوانانو نښان اوګرزېدو. يوه ورځ هغه زما د نيکه ژرندې سره مړ پروت وو او د کلي خلک د هغه د ليدو دپاره ورمات وو. زه هم ورغلم . دغه وخت زما عمر دولس کاله وو. څنګه چې هغه مړ شو نو خلکو د هغه جرمونه او بد ۍ په ګوته کول شورو کړل او د هغه په ځاې يې د مرتضی د سندرو سر اړولو. دغسې ما هم ځکه چې هغه زما د دوست د پلار د مرګ بدل اغستې وو.
ډېر وخت له تېر نه وو چې مرتضی مې په هتکړو او بېړو کې بنديوان اوليدو. د پوليس يو لوې ګارت (پوليس پارټي)چې د کلي د خلکو مرسته هم ورسره وه، ټوله شپه ډ زې اوکړې خو اخر اونيولی شو. چرته مرتضی، د هغه دوه څلور ملګري او چرته سرکار. چې کله هغه او د هغه ملګرو سره کارتوس ختم شو نو ټوپکې يې کوهي تا ارتاو کړې او د ورځې په رڼا کې ې پوليس تا لاس نيول ورکړل . که په تياره کې يې ځان ورکولو نو د دويۍ د وژلو يره وه ځکه چې دښمنانو يې پوليس تا بډې ورکړې وې.
په اول وار ما دی په هتکړو کې ليدلی وو. د پوليس ګارت ترېنه مخکې وروستو روان و او مرتضی او د هغه ملګري په مينځ کې. هغوۍ يې په ټول کلي کې اوګرزول او راته ياد شي چې هغه په ټول ګارت باندې شربت هم څښولې وو. ما به په غرور او وياړ سره خپلو همځولوتا ويېل چې دی زمونږ خپلوان دی. مرتضی او د هغه ملګري تهاڼې تا بوتلې شول ، وروستو بيا جيل تا او اخر کې عدالت ورته د شلو کالو سخته سزا واوروله.
ډېر کاله پسته کله چې مرتضی د بند نا راغې او زه د سکول او امريکن کالج نه فارغ شوم، نوما دی اوليدو او دواړه د چوتي ياران شو. ځما د هغه د مرګ ژوبلې ، شوکو ډاکو خبرې خوښې وې او ما به ورته د اروپا د دنګودنګو لوړو ودانو، د فرانسيسي جينکو او هسپانوي هلکانو خبرې کولې. ښه نو تا عطا څنګه اووژلو؟ ډېر اسان! هغه جواب راکړو. د عطا په کلي کې ډېرې دښمنۍ وې. هغه به هرکله ځما نه مرسته او کومک غوښتو چې زه په دښمنانو وژلو کې د هغه لاس امداد اوکم. يوه ورځ سهار وختي درې بجې مونږ د خپل پټغالي نه رااوواتو چې کلي تا راشو او سړې مړ کو. ما سره به هر وخت دوه ټوپکمار وو خو عطا به يواځې ګرزېدو ځکه چې ناچاره وو او نوکران ې نشو ساتلي. څنګه چې د مخرورانو دستور وی چې د شپې ځان ځانله روان وي او د حملې يا ګوزار کولو په وخت راغونډ شي. مونږه چې ستاسو جرندې خوا تا رااورسېدو نو دغه ځاې ترينه زه د د مې کولو په بهانه ډډې تا شوم . عطا ځما نوکرانو سره دا خبرې کولې چې سړې به څنګه اوولو چې په دې کې ډز شو او ورپسې بل ډ ز او دغسې عطا په وينو کې لت پت مړ پريوت. مونږه په کندو کپرو پنځه ميله په يو سا منډه ووهله او خپل پټغالي تا مو ځان اورسولو.
خو دا تاسو تښتېدۍ د چا نه ځکه چې عطا مړ و او تاسو پسې د چا زغل نه وو؟ ماترينه پښتنه اوکړه! تا ته ما لومه ده چې هغه ډېر زړور، زورور اوناتاري سړی وو. هغه مړ شو خو ما نه منل چې ګنې هغه مړ دی. که رښتيا درته اووايم نو دا زمونږ منډه او تېښته د عطا د مړي(لاش) نه وه. ګويا ته دهغه نه يرېدې، ماترېنه پوښتنه اوکړه؟ ته خبر ې چې زه يو د نا روغتيا نه يرېږم ځکه چې ناروغه او رنځور بنده ډېر بې وسه وي او ټول دارومدار يې په نوروخلکو وي. خو دا هم د چا نه پټه خبره نه ده چې هر ياغي او مخرور سړی د هرچا نه يرېږي ځکه چې په ده باندې د خلکو بدلې پورې وي . ما په عطا باندې باور نه کولو ځکه چې که چرې هغه زما تره وژلې شي نو ما هم. که خبره دې ځاې له راشي چې ځان خوږ دی او که بل نو څرګنده خبره ده چې بنده ه د بل سړي په مرۍ چاړه راکاږي. زما تره زه د داسې وختونو سره مخامخ کړم چې اخر عطا مې اووژلو. په دې ټوله لانجه کې بې زما د تره د چالاکۍ نه بل هيڅ هم نه وو. دې خبرې سره هغه راښکلې شو او د هغه خړې سترګې د سوخت او پښېمانۍ نه ډکې شوې. ما دا اراده کړې وه چې دا خپل تره مړ کم خو چې د جېله راغلم نو يو خو هغه ډېر بوډا وو او بل زه د سرخ پوش سياست په لانجه واوختم.
هغه پړک پړک په خندا شو ، اوږې يې او شڼړولې او راته يې اوې که ما هغه نه وژلو نو بيا به هغه زما تره وژلو. دا خبرې پرېږده دې ستار تا دې لاس که او يو نغمه راته واوروه.
پنځ ډېر بې رحمه وي او د چا د خوبونو او ارمانونو خيال نه ساتي. ژوند ډېر سخت ، کړاک، هوار او کانړيز وي. کوړکوړۍ په کتو کې ډېره ښکلې لګي او زړه پورې سندرې واي خو ژوند او زور په باتور او د هغه په پنجو کې وي. زه پېدايشي باتور يم او ځکه باتور خوښوم. که چرې د کوړکوړۍ داسې نه وي خوښه نو دا د هغې خپله سودا ده. دا دنيا د وړو وړو مرغو او مارغانو په ځاې بازونه او باتوران زيات خوښوي. ما د مرتضی نرو نرو شونډو تا اوکتل او اتفاق (يوون) مې ورسره اوکړو ځکه چې هغه دومره ډېره موده غارندويه پاتې شوې وو چې د هغه دپاره په کمترو کوړکوړو، مازيګرونو ، رنګونو او رڼاګانو پوهېدل ګران وو.
٭٭٭٭٭

د ښا پېرو کيسه
پخوا پخوا په خالون کې يو ډېر ښکلي ښاپېري ژوند کولو. دا ښاپېرې د خالون د قبيلو واکمن و او هم دغسې د ده پلار نيکه هم ددې قبيلو واکمن پاتې شوي و. ددې ښاپېري واده د يوې داسې ښاپېرۍ سره شوې و چې په ګړده نړۍ کې يې د ښاېست ثاني نه و. هغه د ګلابو د غوټۍ هسې نرمه، پسته او وږمنه وه. د هغې بدن او شونډې دواړه نرۍ پرۍ او نازکې وې. ګوتې ې اوږدې اوږدې، ښکلې، نرۍ وې او اواز ې لږ ډوب، پوست او خوږ و. خو څه چې په هغې کې بې کچه ښکلي و او دا يې بې ساره٭ جوړه کړې وه نو دا د هغې غټې غټې پړکېدونکې سترګې وې او په دې کې به د هغې خندنه روح او د هغې د دنيا ګۍ رنګونه يو مخې په ګډه و چې درناوې او ګرمي دواړه به پکې و. د دې د سترګو سورې د سور،هودي او زرين رنګونو نه ډېر زيات ژور او ډونګې و. شهزاده تا به ددې جادوګرو سترګو انګېرنه٭ هاغه وخت کېده چې کله به د لرې نه د غم او سوز نه ډکه سازينه د هغه تر غوږو شوه. د ښاپيري ددې احساس سره به د هغې د سترګو نه رڼاګانې، رنګونه او ګرمي لور په لور اوغوړېده او د هغه په زړه کې به ژوند، هيلو او ارمانونو داسې غزونې اوکړې چې د دنيا په ګوټ ګوټ به خورې ورې شوې.
د خداﺉ کارونو تا ګوره چې يو ورځ شهزاده د خوبه بېدار شو نو د شهزادګۍ سترګو تا يې اوکتل او وې ليدل چې د هغې د سترګو ښکله او رڼا دواړه په کمېدو دي. د درباري طبيبانو داروګانو، بوټو او دم درود پرې څه اغېزه اونکړه او يو مخې د سترګو رڼا تته کېده. د شهزادګۍ په دې حال باندې د خالون د ټولو قبيلو خلک ډېر زهير او دلګير وو.
په داروګانو چې د شهزادګۍ څه ښېګړه اونشوه نو شهزاده د دربار ټول هوښيار کسان راغونډ کړل چې په دې مسله باندې غور اوکړي. په دې هوښيارانو کې يو شاعر هم و چې عمر نومېده. هغه اووې چې ، ددې رڼا دا برخه ده چې زمونږ له نظره به پناه کېږي خو وروکېږي نه او بېرته هاغه ځاﺉ تا پستنه کېږي له چرته نه چې اوځي. څنګه چې د ساز يو کړنګ د خاموشۍ په لار خورېږي او هم دا خاموشي د ساز اواز رغوي. دا څه د خپګان خبره نه ده، هغه شهزاده تا مخ راواړولو او زياته يې کړه چې ته په دې درکړي شوي اواز باندې شکر اوباسه کوم چې د جنتي سندرو نه هم زيات خوږ او زړه راښکونې دی او تا د يوې داسې څړيکې په رڼا کې عبادت کړې دی چې د کومې رڼا د سپوږمۍ او نمر نه بې بها زياته او پړقنده ده. نو اوس ته دخپلو خوبونو نه رنګ، زړه نا رڼا راواخله او ددې په سترګو کې يې اوپوکه او داسې ستا ياد به هاغه نغمو تا جوسه ورکړي کومې چې ددې نه بهرتا رااوځي.
څنګه چې شاعر خپله خبره سرتا اورسوله نو خليل نومې درباري را پاسېدو او شاعر يې ډېر راکاږلو. چې لوﺉ ګوته مار او جادوګر يې . ټولې خبرې دې کږې وږې او د خيال پرستۍ نه ډکې دي. هغه شهزادګۍ تا اوکتل او ګويانه شه چې٬٬ د خيالونو د دنيا نه بهرتا رااوځه. دا رښتيا دي چې ته د حورې شانې ښکلې يې خو په دنيا کې نورې هم سترګې پړکېدونکې جونه ژوند کوي. زه به ستا دپاره د شميم له درې نه داسې جونې راولم چې ستا کور به لکه د اوړي د شپې د ګلبڼ شانې روښانه کړي.
شهزاده دې خبرو اورېدو سره ډېر سوخت شو. په توندۍ پاسېدو هغه يې د ګيرې نه جوخت رااونيولو او داسې شڼ يې ورکړو چې ګيره يې ورله د مونډه کونډه رااوېستله. د هغه ګيره لکه د هغه د پوهې اوپره او وراسته وه. شهزاده ځان لږ سنبال کړو او حکم يې اوکړه چې دا سړې د سترګو په رپ کې د محل نه اوباسۍ. او دغسې خليل استاد خپه زهير بهر تا لاړو او په تلو تلو کې ورته د پلار دا خبره را ياده شوه چې ميېنانو تا پند کول د بې عقله او بې سوله خلکو کاردی. دې خبرې سره هغه اوګڼړله چې زه ناپوه يم او د پوهې او دانش د دې احساس او انګېرنې سره لږ ډاډه غوندې شو. څه درنګ شېبه وروستو د ځان خندني سره ملامته ملامته کورتا روان شو چې د نيمګړو او خپسې شانې خوبونو سره اوده شې.
ددې پېښې سره په دربار کې د څه وخت دپاره درانه خاموشي او چپ خور شو او دا ګونګې هله مات شو کله چې رحمان نومې بزرګ او ولي راپاسېدو، شهزاده تا يې مخ کړو او په زغړنده او دروند اواز يې شهزاده تا اووې چې زما خبرې د زړه په غوږو واوره ځکه چې دا خبرې زما خبرې نه دي. هغه اووې چې د خالون نمرختيز لوري تا د سيند نه پورې خوا تا يو سړې اوسېږي چې خلک يې د سوالګري په نوم سره پېژني او د هغه په زړه کې د رنځورونو رغولو او درملنې درياب بهېږي او ددې دپاره هغه په وخت او مرګ دواړو باندې برې موندلې دی. هغه په شهزاده غږ اوکړو چې ددې سړي په لټون پسې اووځه او د شهزادګۍ د سترګو دپاره ترېنه د کمال نه ډک څاڅکي اوغواړه. دا څاڅکي د هغې په دواړو سترګو کې او څڅوه او ته به اووينې چې د شهزادګۍ سترګې به بيا او د مودام دپاره هم هاغشان ښکلې، ملالې، پړقنده او خوبولې شي څنګه چې مخکې وې.
شهزاده دې خبرې اورېدو سره ډېر خوشا له شو او کلکه تمه ې پېدا شوه. درباريانو هم ساه واغستو، يو بل تا يې اوکتل او د ولي د خبرو، چې د کرامت نه ډکې وې، ډېره ستاېنه اوکړه. ځنې درباريانو پکې هسې د خېر لاسونه په ګيرو راکاږل.شهزاده د خداﺉ په توکل خپل ټول سړي، ښکاريان، سپي، حکيمان راغونډ کړل او د فقير په لټون پسې پره شول. د خالون ټولې ښکته بره سيمې يې اولټولې او اخر فقير يې په لاس راغلو. ليدو سره ترينه شهزاده پوښتنه اوکړه چې ای فقيره ستا په زړه کې څه دي؟ مينه او خندا، فقير په خندا کې ځواب ورکړو. بيا شهزاده ترېنه سوال اوکړه چې ته ماله ددې نه يو دوه څاڅکي راکولې شې؟ ولې نه که ته ددې بيه ورکولې شې. هو په جي قربان ته بيه ښايه، شهزده اووې. فقير شهزاده تا اووې چې د خندا د څاڅکي ارزښت ستا د باچايۍ او د مينې د څاڅکي قيمت ستا د غرور برابر دی.
شهزاده چې دا خبرې واورېدې نو د خپو نه يې زمکه اوتښتېده او تندي له يې ټس ورکړو چې د دوو څاڅکو دومره لوې قيمت! دا باچاي خو ماله لوې خدا راکړې ده او ورسره يې څه اختيارات هم راکړي دي. فقيره نه خو ستا په زړه کې دشهزاده دپاره څه مينه شته او نه ته په شهزادګۍ خپه کېږې. که دا باچاهي تا له ما درکړه نو دا هر څه به ته په دوه ورځې کې ګځ ګومبت کړې او په خالون کې به د رښت٭ او قانون په نوم هرڅه سره په بډه اووهې. شهزاده چې څنګه دا خبرې ختمې کړې نو حکم يې اوکړو چې دا فقير د لاس او پښو نه اوتړۍ او د محل په تها خانه کې يې بند کړۍ.
سهار سبا، د خداې شان تا ګوره چې د فقير پر ځاﺉ څرمن، هډوکي او چيړړې پرتې وې. فقير تللې و او د ځان سره ې مينه او خندا دواړه اوړي و او په دېوال ليکلي شوي و چې ای د شهزادګانو شهزاده څه چې ستا د قانون او رښت د لاندې دي هاغه څه مې تاته پرېخودل اوس ته پوه شه ، ستا قانون او زه درنه لاړم.
شهزاده چې دا هر څه اوليدل نو ډېر سوخت شو ځکه چې تر اوسه پورې هغه تا چا ماتې نه وه ورکړې. هغه دغو هوښيارانو تا هم ډېر غوسه و او د ټولونه ې ګيرې اووېستلې. په شهزادګۍ يې هم زړه ښه يخ کړو او دواړه سترګې ترېنه اوباسلې ځکه چې دده ماتې او شکست لوې لامل هم هغه وه.شهزاده خليل رااوغوښتو او د ښو اسانو، سازګرو، بازونو او ښکاري سپو سره د شميم درې تا روان شو او په شميم کې يې دغه يواځېنې شکست د ډېرو برو په نوم هېر کړو.
او غريبه شهزادګۍ ړنده پاتې شوه

٭٭٭٭٭
دود دستور
کله چې قانون د يو نسل په خويونو او کړو اوړو کې واغږلې شي نو رواج ترې جوړ شي او دا بيا تر ډېره وخته پورې موجود وي ګرچې اړتيا ورته نه وي او نه هاغه چاپېريال پاتې شوی وي په کومو کې چې دا زېږېدلي وي. يو سړی خپلو بچو تا يواځې د خپلې جوسې يا کړو اوړو ميرات نه ورکوي بلکې هغوۍ تا د خپلو ښوو او بدو، يرې ترخې، کرکې، کينې، سازونو او سندرو درس هم ورکوي. هغه خپل بچي د خپل ځان غوندې روزل، تربيه کول او لويول غواړي. د داسې کولو دپاره يو پرمختللې سړی دا کار د سکول، کتاب، پريس او نورو ادارو په وسيله کوي.
يو مهذ به ملت دا شرم نه ګڼي که څوک په ګولۍ مړ کي او يا څوک په سولۍ اوخېژوي او بيا دغه خبرې خپل کور کې د خپلو لويو او واړو سره کوي. داځکه چې هڅوب٭ د يو سړي د ځاني تکامل د ټولني نيمګړتيا پلوو تا تسلسل سره ماتې ده يانې خپل ځان پوره کولی شي خو ټولنه نه. هڅوب يا تهذيب د ډون جانز سندرو نه دی رغولی بلکې دا د مينځني مهال د ښاغليو وګړو کوټلو او سپېځلو هڅو او کړنو رغولې دی. دا نو ولې دومره سندريزه او خوندورنه دی! هر نسل تا په پاتې شونو٭ کې د کړکېجنو او پېچلو ستونزو يو امبار پاتې کېږي . دا نسل ورسره خپل يو ځای کوي او مخکې نسل تا يې ورکوي. وخت په وخت د قوانينو او عقيدو بوج پرې بارېږي او يو وخت را شي چې سړی ددې امبار د اوړو توان نه لري او پړمخې راپريوځي. هرڅه تاله ترغه شي او کلتور مړ شي. کمزورې له مينځه لاړ شي او توانمن د کلکو خپو او سپک وزن سره سر اوباسي.
رواجونه داسې ځنزيرونه دي چې د هغې په وسيله لرغوني انسان دا هڅه کړې ده چې د ټولنې جوړښت سلامت اوساتي. دا د هغه مکتب هم دی او راديو هم، وزيراعظم او پنده ګر هم. تا قانون او په خلکو باندې د هغې د لاګو کولو دپاره ادارې جوړې کړې او هغه رواج اورغولو او ددې د ساتلو دپاره يې د نيکۍ او بدۍ الواک را مينځته کړو چې د دې د ساتلو دهنده تر سره کړي. ستاسو او د هغه قانون او رواج په موخه او مرام کې بېخي څه توپېر نه لري. ستاسو قاضيان هم هاغه يرونکې٭ جوغې اغوندې کومې چې به د هغوۍ پادرانو اغوستې وې. ستا سو قوانين په هغوۍ دومره سپک دي څومره چې تاسو تا د هغوۍ رواجونه. تاسو په نري تار او غټ پړي دواړو کې غوټه اچولې شۍ.هغوۍ به نرې ساده تارکې غوټه اچوله. تاسو پېچلې او غټه رسه کاروۍ. هغوۍ تا دا اړتيا نوره نه وه چې غټ پړي تا غوټه ورکړي او نه ورته بېخې ستاسو د پراخه او غوړېدلي ښارونو د نالو ويالو د سستم کړمه وه. خو زړه پورې څيز غوټه ده. دواړه ځايه دا يوشان ده. څوک واي چې دا غوټه کم عقلو د عقلمندو د وژلو دپاره تړلې وه او څوک واي چې عقلمندو د کم عقلو د مدد دپاره تړلې وه. که داسې وي او که دغسې خو غوټه غوټه ده. د هر سړي دا سرښندنه هڅه وي چې هغه خپلې يرې ترخې، خويونه او تېروتنې د خپلو بچو په سترګو کې اوويني.
تاسو دې تا قانون وايۍ او په کتابونو کې يې ساتۍ، هغه دې تا رواج واي او د خپل نسل په سينه کې يې خوندي ساتي. ستا د قانون د پېژدنګلو دپاره دا ارزښتمنه ده چې ته جج يا مجرم يې خو هغه د خوړو د پېژندګلو نه مخکې خپل رواجونه پېژني. دا د ده سره زېږېدلي اود هغه د ژوند سره اغږلي شوي وي. ددې د پوهېدلو دپاره هغه دې تا څه اړتيا نه لري چې د يو قاضي مخې تا اودرېږي او د خپل جرم د قانون پوښتنه ترېنه اوکړي. څه وخت چې هغه داسې کوي نو هم هاغه وخت يې پېژني. هغه د ځان جج هم دی او جېلر هم او دا هغه تا د خپلو نيکونو نه پاتې شوې پوهه ده.
راځۍ چې اوس د پښتون د څو رواجونو جاج واخلو او اوګورو چې دا څنګه دي. رواجونه د لرغوني انسان په لاسو کې يو داسې کاټل٭دی چې د هغې په مدد سره هغه کلتور رغولې دی. دا د جوله ګر٭ د لاسو د برش يو شنډ نه دی بلکې دا يو مرام، اراده او مانا لري ګرچې انځور يې ډېر زړه پوری نه وي. راځۍ چې دده يو ډېر خ