FarsNews:دامریکاله لوري دمخدره توکو د قاچاق حکم

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 36856

دخبریدو نیټه : 2010-07-07

سرچینه: فارنس نیوز آژانس

ترتیب: میرویس جلالزی

د ایران فارس نیوز خبري رسنۍ په یوه تازه مطلب کې ویلي چې امریکا په پټه له افغانستان څخه د نشه ایزو توکو د قاچاق حکم صادروي . 


د فارس خبري اژانس د راپور له مخې د امریکا د دیموکراتیکو څیړنو د مرکز مشر الفرد راس په ۲۰۰۱ میلادي کال کې په افغانستان د امریکا له یرغل وروسته د نشه ایزو توکو دوه نیم برابره زیاتوالې ته اشاره وکړه او ویې ویل امریکا په پټه له افغانستان څخه دنشه ایزو توکو د قاچاق حکمونه صادروي .


هغه وویل په افغانستان کښې له نشه ایزو توکوسره د مبارزې په وړاندې امریکا سیاست د نه منلو او یوغیر اخلاقي سیاست دی .


هغه وویل امریکا نه یوازې په افغانستان کې د نشه ایزو توکو کر له مینځه نه وړي ، بلکه په پټه یې د تجارت اجازه هم ورکوي .

 
دا په داسي حال کې دي چي د افغانستان ولسمشر حامدکرزي هم په دي وروستیو کې وویل نشه ایزو توکې د بهرنیانو په لمسوونه په افغانستان کې کرل کیږي او هر کال له دې لارې له شپیتو تر سلو ملیونو ډالرو عاید ترلاسه کوي .

فارس نیوز له دغې سرچینې څخه په حواله کاږي چې  دا د بهرنیانو هڅونه وه چي افغان کرونده ګر د انارو باغونه واړوي اوپر ځاي یې کوکنار وکري .


ملګرو ملتو هم لس ورځي وړاندې په یوه راپور کې اعلان وکړ په افغانستان کې د نشه ایزو توکو مصرف دوه برابره زیات شوی دی .

دغه سازمان ویره لري چې له دغه کا روبار څخه به ډیري حاصلي شوي بیسې د وسله والو جنګیالو لاس ته ورځي چې د غرب، امریکې او افغانستان پر ضد په جګړه کې بوخت دي.