هسپانیه بله له هالنډ سره پایلوبه کوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 36877

دخبریدو نیټه : 2010-07-08

میرویس جلالزی

دا د فوټبال په نړیوالو اتلولیو کې لومړی ځل دی چې د هسپانیا ټیم د نړیوال جام پایلوبې ته بریالی کېږي. 
     
د هسپانیا د فوټبال ملي ټیم تېره شپه د جنوبي افریقا د ۲۰۱۰ کال د فوټبال د اتلولیو په نیمه پایلوبه کې د جرمني پیاوړي ټیم ته ماته ورکړه.

جرمني چې په روانو اتلولیو کې د استرالیا، ارجنتاین او انګلیستان ټیمونو ته په ډېرو ګولونو ماتې ورکړې وې ، پرهسپانیا یې یو په صفر وبایلله.

د هسپانیا ګول د لوبې په دوهمې نیمايي کې کارلوس پویول وواهه.

هسپانیا به په پایلوبه کې له هالنډ سره مخامخ شي او جرمني به له یوروګوای سره د درېم مقام د ترلاسه کولو لپاره سیالي وکړي.

پایلوبه به د یکشنبې په ورځ(جولای۱۱) او د درېم مقام لپاره د جرمني او یوروګوای مسابقه به د جمعې په ورځ(جولای۱۰) ترسره شي.